د هند او بنګله دېش ځوانان نن د نړیوال جام پایلوبه ترسره کوي!

ټاکل سوې د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام پایلوبه نن یکشنبه د هند او بنګله دېش کرکیټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ترمنځ ترسره سي.
دا لوبه نن یکشنبه غرمه ۱۲:۳۰ بجې د سویلي افریقا په پوچیسټروم ښار کي پیلیږي.
دې لوبي ته دواړو هیوادونو د پوره چمتوالی خبر ورکړی.

هندوستان ـ پاکستان ته او بنګله دېش بیا نیوزیلینډ ته د یاد نړیوال جام په نیمه پایلوبه کي په ماتي ورکولو سره پایلوبي ته لاره پيداکړې.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام د تیري جنوري میاشتي په ۱۷مه نېټه د ۱۶ هیوادونو ترمنځ د سویلي افریقا په کوربتوب پيل سوی او نن یکشنبه د یوې اتلي لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته رسیږي.
افغان ۱۹ کلني لوبډلي بیا په یادو سیالیو کي اووم مقام خپل کړ او د جمعې په ورځ هیواد ته راستنه سوه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ