Advertisements
سپورټ

د هندي لوبغاړو نه ګډون افغانستان ته په تاریخي ټیسټ لوبه کې د بریا چانس زیاتوي

د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د لمړني تاریخي ټیسټ سیالۍ ته په شمیر ورځې پاتې دي، خو داسې راپورونه ورکول کیږي، چې په دغه سیالۍ کې به د هندي کرکټ ملي لوبډلې یو شمیر مهم لوبغاړي ګډون ونکړي.

 د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې اوسني لوبډلمشر ویرات کوهلي، پلیز لوبغاړي چیتسوار پوچار او تیز بالر ایشانت شرما د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په کیدونکې لمړۍ تاریخي ټیسټ کې د ګډون پر ځای د انګلستان کوانټي کرکټ لوبې غوره کړې دي.

 خو اوس هندي رسنیو داسې راپورونه هم ورکړي دي، چې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې سلو توپ اچونکی روي چندران اشوین، چې د یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د پنجاب لوبډلې لوبډلمشري هم پر غاړه لري؛ د دغه لیګ سیالیو کې د ګډون وروسته په کوانټي کرکټ سیالیو کې د شوي تړون پر اساس انګلستان ته ځي.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د روان کال د راتلونکې جولای او سيپټمبر میاشتو کې د کوربه انګلستان او میلمه هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه، درې ۵۰ اوریزه او ۵ ټیسټ لوبو لړۍ پلان شوې ده، چې د لا ښه چمتوالي او موسم سره د بلدتیا په موخه هندی کرکټ بورډ اوس غواړي اوپنران شیکر ډاون، ورسره مورلي ویجی او خپل دوه تیز بالران د بینوشوار کمار ترڅنګ جسپریټ بومرا هم انګلستان ته ولیږي.

 د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لمړنۍ تاریخي ټیسټ سیالي چې ورته د کرکټ بې شمیره افغان مینه وال په تمه ده؛ د راتلونکې جون میاشتې په ۱۴ مه نیټه پیل او تر ۱۸ پورې به دوام وکړي.

 په دغه سیالۍ کې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې د یو شمیر مهمو لوبغاړو نه ګډون که څه هم د افغان مینه والو لپاره ښه زیری نه دی، خو افغان لوبډلې ته په دغه سیالۍ کې د هغوي نشتون د بریا لا زیات چانس پیدا کوي.

 په دې وروستیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي سپین بالینګ د کرکټ نړۍ هره پیاوړې لوبډله لړزولې ده او ډیرې لوبډلې یې په خپل کور کې په ګونډو کړې دي.

افغان لوبډله ښآيي اوس د خپل دغه پیاوړي بالینګ پرمټ وکولی شي، چې هندۍ کرکټ ملي لوبډلې ته د پیاوړو لوبغاړو په نشتون کې لمړني تاریخي ماتې هم ورکړي، چې د افغان کرکټ لپاره به تاریخي زیری وي، خو د هندي مینه والو لپاره به تر ټولو بدترینه ورځ وي.

 دواړو افغانستان او هندوستان دغه تاریخي سیالۍ ته تر اوسه خپلې لوبډلې نه دي اعلان کړې، خو هندي کرکټ بورډ خبر ورکړی دی، چې د راتلونکې شنبې په ورځ به دغې سیالۍ ته خپله لوبډله اعلان کړي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی