د هندوستان او انګلستان پاته لوبې د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د انګلستان او هندوستان ترمنځ پاتې ۳ شل اووريزي لوبې د کرونا وېروس له کبله د تړلو دروازو ترشا ترسره کېږي.

د ګجرات د کريکټ ادارې ويلي چې د ټيکټ رانيوونکو روغتيايي اصول نه مراعتوله نوځکه نور مينوال لوبې د نيږدې څخه نسي کتلای.

د ګجرات د کريکټ د ادارې وياند دانراج ناتواني ويلي ،هغو کسانو چې د پاتو ۳ لوبو لپاره ټيکټونه اخيستي موږ ورته يوه پاليسي جوړوو تر څو د هغوی پيسې بيرته ورکړو او د مينوالو غوښتنه کوو چې لوبغالي ته رانسي.

د ګجرات حکومت ځکه دا پرېکړه کړې چې په دې ايالت کې يوځل بيا د کرونا ويروس زور اخيستی ،د يکشنبې په ورځ په دې ايالت کې ۵۳۰ د کرونا وېروس پېښي ثبت سوي وې چې له امله يې د شپ د ۱۰ بجو وروسته د بازارونو پر تړلو امر سوی.

د هندوستان او انګلستان د لوبو کتلو لپاره ۵۰٪ مينوالو ته اجازه ورکول سوې وه چې لوبغالي ته ورسي او لوبه د نيږدې وګوري خو دا چې روغتيايي اصول نه مراعتېدل او ټولنيز واټن يې نه مراعتوی د کرونا وېروس د خپرېدو وېره هم ورسره زياته سوه.

په لومړنۍ شل اووريزه لوبه کې د احمد اباد لوبغالې ته ۶۷۰۰۰ کسان ورغلي وه او د دويمي لوبې د کتلو لپاره ۶۶۳۵۲ کسان د لوبې کتلو ته ورغلي وه پداسي حال کې چې د نړۍ دا تر ټولو ستر لوبغالی ۱۳۰۰۰۰ کسان ځايولای سي.

له پاتو ۳ شل اووريزو لوبو څخه يوه نن ماښام ،بله د مارچ په ۱۶مه او وروستۍ لوبه د مارچ په شلمه نېټه ترسره کېږي.