د تیري پنجشنبې په ورځ د هیواد په اتو زونونو کي د اتو اتلو لوبډلو ترمنځ په کابل ولایت کي د فوټبال ټورنمنټ پيل سو، چي د هلمند لیسه ذکور لوبډلي پکښي د دوو بریاوو او یوې ماتي په خوړلو سره نیمه پایلوبي ته لاره پيداکړه.
په یادو سیالیو کي د سویلي حوزې څخه د هلمند لیسه ذکور لوبډلي ګډون کړی، چي د لومړۍ لوبډلي په توګه ئې نیمه پایلوبي ته لاره پيداکړه.
دې لوبډلي د یادو سیالیو په لومړي پړاو(ګروپ) کي خپله لومړۍ لوبه د هرات اټک انرژي ته ۲ ګولونه پر ۱ وبایلله، خو په دوهمه لوبه کي ئې د ننګرهار جوانان وفا ټيم ته ۷ ګولونه پر ۱ سخته ماته ورکړه او دادی نن دوشنبه ئې بیا تر غرمې مخکي د کابل تکړه ټیم اُردو ته ۲ ګولونه پر ۱ ماته ورکړه.
په دې سره د هلمند لیسه ذکور فوټبال ټيم نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړه.
د دې لوبډلي تر څنګ نن مازدیګر د هرات اټک انرژي لوبډلي د دوهم ټیم په توګه نیمه پایلوبي ته ووت.
سبا سې شنبه د یادو سیالیو د لومړي پړاو په وروستیو دوو لوبو کي د بدخشان ولایت عقاب پامیر د پنجشېر پیروزي ټيم په وړاندي او د لوګر اتحاد لوبډله به بیا د فاریاب د خراسان ټيم سره ولوبیږي.
سبا سې شنبه دوې لوبډلي نوري هم څرګندیږي، چي دوهم پړاو یا نیمه پایلوبي ته به لاره ومومي.
د راتلونکي پنجشنبې په ورځ بیا د یادو سیالیو نیمه پایلوبي ترسره کیږي او راتلونکې اونۍ کي بیا د یادو سیالیو پایلوبه ترسره کیږي.
یادو لوبډلو لومړی په خپل زون کي د میشتو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره کړې، چي په لومړي مقام ګټلو سره ئې یادو سیالیو ته لاره پيداکړه.
د زونونو ترمنځ د قهرمانۍ په نوم د فوټبال دا سیالۍ هر کال په کابل کي ترسره کیږي.
تېر کال بیا په یاد ټورنمنټ کي د هرات سرخ پوشانو د کابل سرې میاشتي ته په ماتي ورکولو سره اتلولي خپله کړه.
د خوشحاله او نېکمرغه کورنۍ درلودلو لپاره څو اړین ټکي
داسې ډېري کورنۍ شته چې ترمنځ یې جنجالونه او ستونزې شتون لري او وجه یې دا ده چې درناوی، مینه او صمیمیت نشته او د دې نشتون ځینې لاملونه لري لکه: ـ کوم کور ... نور ولولئ