سرسکالو سیاست

د هلمند د خلکو استازي حاجي غلام ولي افغان د ولسي جرګې پر رهبرۍ تندي نيوکي وکړې!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

د هلمند د خلکو استازي غلام ولي افغان د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني ته په مخامخ خبرو کي وويل چي د رهبرۍ د کمزورئ له کبله د ولس پر استازو ولس باور له لاسه ورکړی.

نوموړي وويل په ۱۷مه تقنيني دوره کي پارلمان ته د چورلمان خطاب کيږي، که مو پوليس په عام بازار کي ووهي ولس شکرونه کاږي،او پوليس لا تشويقوي پداسي حال کي چي موږ همدې ولس انتخاب کړي يوو،ددې تر ټولو لوی لامل دادی چي ولس زموږ څخه زموږ د فعاليتونو او لاسته راوړونو په هکله سوالونه کوي خو موږ يې ځواب نلرو.

غلام ولي افغان د پارلمان په غونډه کي وويل اوس زموږ حاضري رسنۍ اخلي او په ټلويزنونو کي راباندي ډنډورې جوړيږي.

نوموړي د ولسي جرګې رئيس ته په اشاره وويل چي موږ ولس تعقيبوي،موږ د ننګرهار د هسکي مينې د شهيدانو په اړه چپه خوله پاته سو،پر علماوو شورا د چاودني،کابل کي د واده پر مراسيمو او نورو مهمو مسايل مو هيڅ سر ونه ګرځوی.

افغان د ولس جرګې رئيس ته وويل موږ چي کله د ملت ستونزي شريکوو،ږغ يې اوچتوو تاسو راته واياست چي و اخر دعوانا، که چيري وزير د استحضاح يا استجواب لپاره راوغوښتل سي تاسو تالار هغوی ته پريږدئ، نو موږ د څه لپاره راځو؟ ولي د ږغ پورته کولو په وخت کي ناسته پايته رسيږي؟

نوموړي وويل هغه ميز ته چي د ولسي جرګې رئيس ناست دی د ولس په وينو جوړ سوی،خو زموږ د رهبري هيئت په يوبل پسې بهرنيو هيوادونو ته دوامداره سفرونه کوي خو پايله يې نه مالوميږي، د ملت د کور څخه شخصي استفاده مکوئ، خلکو ته کار وکړې او د ميليونونو افغانانو ځواب وواياست.

حاجي غلام ولي افغان د هلمند د خلکو د استازولۍ ترڅنګ د ولسي جرګې د امنيتي او دفاعي کميسون مرستيال هم دی.

افغان څو کلونه وړاندي د نظامي عملياتو د مشرۍ پرمهال د ماين په چاودنه کي خپلي دواړي پښې هم له لاسه ورکړي دي.

ويډيو:

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.