
ليکنه: سمیع الله درانی
تاسې به پوهېږئ، چې ښه ورزش نه یواځې دا چې لوبغاړي مشهوروي؛ بلکې سربېره پر دې یې د پېسو په زینت هم ما امال کوي.
ډېری داسې لوبغاړي شته، چې له کرکټ وړاندې یې یا بیخې پېسې نه درلودې او که درلودلې یې هم نو په اوسنۍ کچه نه وې.
دلته لس هغه کرکټ لوبغاړي درپېژنو چې زیاتې پېسې لري!
دا لیکنه د ۲۰۱۹ م کال د فبروري په لومړۍ نېټه د (ډیجي نو)
(DIGI Know)
په نامه وېب پاڼه کې خپره شوې ده او په دې مقاله کې یې د لسو مالدارو یا شتمنو کرکټ توپ وهونکو نومونه او درلودونکې پېسې په ډاګه کړي دي.
د نړۍ ۱۰۵ هېوادونوکې کرکټ کېږي او لوبغاړي یې لري؛ خو شا او خوا دولس هېوادونه بیا د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري.
او دغو دولس هېوادونو کې لس داسې لوبغاړي دي، چې تر نورو په اوسنیو لوبغاړو کې ډېر بډایه دي.
لومړی ویرات کهولي
ویرات کهولي چې له ۲۰۰۹ م کال راهیسې د هندۍ لوبډلې لپاره لوبې کوي او اوسمهال د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر او د نړۍ په کچه یو سټایلش توپ وهونکی دی، تر نورو توپ وهونکو زیات شتمن دی.
ویرات کهولي اوس ۱۵۵ ملیونه امریکایي ډالر شخصي بودیجه لري.
دویم ایم ایس ډوني
MS Dhoni – Net Worth $130 Million
۲۰۰۴ م کال کې د کرکټ نړۍ سره وصل شوی، ۳۸ کاله عمر لري او د هندوستان د ټامیل ناډو ایالت چینای ښار اوسېدونکی دی، له ۲۰۰۷ م کال راهیسې تر ۲۰۱۷ م کال پورې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر و.
د ده شخصي بودیجه ۱۳۰ ملیونه امریکایي ډالر ده.
دریم: ورینډر سیواګ
۱۹۹۹ م کال کې له هندۍ ملي لوبډلې سره یو ځای شو، ۴۰ کاله عمر لري او د هندۍ لوبډلې چټک او پیاوړی اوپنر توپ وهونکی و.
د ده بودیجه ۷۲ ملیونه امریکایي ډالره ده.
څلورم: یوراج سېنګ
یوراج سېنګ په ۲۰۰۰ م کال کې له هندۍ لوبډلې سره یو ځای شو، ۳۷ کاله عمر لري، کیڼ لاسی توپ وهونکی او اف برېک بالر هم و.
دی ۶۰ ملیونه امریکایي ډالر دارایي لري.
پنځم: شېن واټسن
پنځم شتمن توپ وهونکی د نړۍ په کچه اسټرالیایي غوره الراونډر شېن واټسن دی، هغه د اسټرالیا په کوینز لېنډ سیمه کې زېږېدلی دی، ۳۸ کاله عمر لري او ۲۰۰۲ م کال کې اسټرالیایي لوبډلې سره یو ځای شوی و.
هغه ۵۵ ملیونه امریکایي ډالر لري.
شپږم: شاهد افریدي
شاهد افریدي د پاکستانۍ لوبډلې پښتون الراونډر لوبغاړی و، دی ډېر وخت لپاره د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشر هم و، نوموړی ۳۹ کاله عمر لري او په ۱۹۹۶ م کال کې له پاکستانۍ لوبډلې سره یو ځای شوی و.
دی ۴۹ ملیونه امریکایي ډالر بودیجه لري.
اووم: ګاتم ګمبیر
هندوستانی کیڼ لاسی ټاپ ارډر توپ وهونکی و، اوس ۳۷ کاله عمر لري، ۲۰۰۴ م کال کې هندۍ لوبډلې ته راغلی و.
نوموړی ۴۴ ملیونه امریکايي ډالر لري.
اتم: مایکل کلارک
اسټرالیایي ټاپ اردر توپ وهونکی و او یو څه وخت لپاره د اسټرالیايي لوبډلې لوبډلمشر هم و، ۳۸ کاله عمر لري او په ۲۰۰۳ م کال کې لوبډلې سره یو ځای شوی و.
دی ۳۸ ملیونه امریکایي ډالر بودیجه لري.
نهم: کرېس ګېل
کرېس ګېل د ویسټ انډیز کیڼ لاسی بې رحمه توپ وهونکی دی، ۴۰ کاله عمر لري او په ۱۹۹۹ م کال کې یې د ویسټ انډیز لپاره نړیوال کرکټ پیل کړ.
هغه ۳۴ ملیونه امریکایي ډالر لري.
لسم: ای بي ډیویلیئرز
ای بي ډیویلیئرز د سویلي افریقا ښي لاسی چټک توپ وهونکی دی، هغه ۳۵ کاله عمر لري او په ۲۰۰۴ م کال کې لوبډلې سره یو ځای شوی و.
دی ۳۱ ملیونه امریکایي ډالر بودیجه لري.
د دغو لوبغاړو نږدې ټول هغه لا هم په کرکټ کې شتون لري، ځېنې یې په سوداګریزو لیګونو، ځېنې په خپلو لوبډلو او ځېنې یې بیا د روزنې مسئولیتونه لري.