د نړۍ کوم کرکټ لیګ غوره دی؟!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

سمیع الله درانی
د نړۍ په کچه ډېر لیګونه ترسره کېږي، چې په دې لیګونو کې آې پي ایل په هندوستان کې، بېګ باش لیګ په اسټرالیا کې، بلاسټ سیالۍ په انګلستان کې، بي پي ایل په بنګله دېش کې، ټي ټېن لیګ په عربي متحده اماراتو کې، سي پي ایل په ویسټ انډیز کې، ګلوبل لیګ په کاناډا کې، مزانسي لیګ په افریقا کې، پي ایس ایل په پاکستان کې او شپږیزه لیګ په افغانستان کې ترسره کېږي.
69354457 د نړۍ کوم کرکټ لیګ غوره دی؟!
د دې لیګونو په منځ کې آې پي ایل تر ټولو غوره لیګ دی، دې لیګ کې د نړۍ په کچه زیاتې پېسې مصرفېږي، ښه لوبغاړي پکې اخېستل کېږي، هندي لوبغاړي پکې ډېر زیات وي، د ننداره کوونکو له پلوه بې ساری دی، د لوبډلو سپانسر کوونکي په مالي لحاظ خورا پیاوړي دي، لوبې پکې ګرمې وي، ټېکنالوژي پکې مناسبه ده او جایزې پکې زیاتې دي، د آې پي ایل وېب پاڼه خورا غني وېب پاڼه ده، چې د هر کال آې پي ایل ریکارډونه پکې پراته دي؛ نو آې پي ایل د زیاتو سهولتونو، پېسو او ننداره کوونکو له پلوه د نړۍ په کچه لومړی لیګ دی او ساری یې نشته.
ipl 2 2019 د نړۍ کوم کرکټ لیګ غوره دی؟!
د ډېرو لوبغاړو دا ارمان وي، چې آې پي ایل لیګ ولوبوي، چې دې ارمانجنو لوبغاړو کې د افغانستان لوبغاړي هم شته.
د نړۍ په کچه دوهم غوره لیګ د اسټرالیا بېګ باش لیګ دی، دا لیګ په داسې حال کې پېلېږي، چې اسټرالیا کې پسرلی وي او ډېری کرکټ لوبغاړي غواړي چې اسټرالیا وویني او هم پکې لوبې وکړي، اسټرالیا کې لوبغالي او ټېکنالوژي خورا مخکې دي، سهولتونه پکې ډېر زیات دي.
big bash د نړۍ کوم کرکټ لیګ غوره دی؟!
دریم لیګ بیا د انګلستان بلاسټ سیالۍ دي، دې لیګ کې تر ټولو زیاتې ۱۸ لوبډلې لوبېږي، دې لیګ کې خورا ښه لوبغالي، اسانتیاوې، د لندن ښکلي ځایونه او زیات ننداره کوونکي لوبو ته ښکلا وربخښي؛ خو وخت نا وخت بارانونه او اورښتونه لوبې لغوه کوي او ستونزې پکې جوړېږي.
blast league د نړۍ کوم کرکټ لیګ غوره دی؟!
څلورم په زړه پورې لیګ د سي پي ایل یا کارابین پریمیئر لیګ دی، چې دې کې د ویسټ انډیزي لوبغاړو ګرمې شپږیزې، ګپ و شپ، نڅاوې او د ویسټ انډیز ښکلې هوا خلک د لوبو کولو ته لېواله کوي او لوبغاړي پکې په خورا لېوالتیا لوبېږي.
cpl league د نړۍ کوم کرکټ لیګ غوره دی؟!
پنځم غوره لیګ د عربي متحده اماراتو لس اوریز لیګ دی، چې دې لیګ کې هم د نړۍ مشهور لوبغاړي د دوبۍ او شارجې په مشهورو سوداګریزو ښارونوکې د لوبېدو لپاره ځي او د لوړو پېسو په بدل کې په ډېرې لېوالتیا ګډون کوي.
t10 cricket league standings 2019 د نړۍ کوم کرکټ لیګ غوره دی؟!
د نړۍ په کچه شپږم غوره لیګ د بنګله دېش سوداګریز لیګ دی، دې لیګ کې هم د نړۍ مشهور لوبغاړي په ډېره مینه د امن فضا کې لوبې کوي او ننداره کوونکي یې هم ښه زیات دي.
images 13 د نړۍ کوم کرکټ لیګ غوره دی؟!
د افریقا مزانسي لیګ بل هغه لیګ دی، چې په نړۍ کې د ځلېدو پر لور قدمونه ږدي او تېر کال یې لومړی پړاو وشو، چې راشدخان پکې هم مهمو لوبو کې ولوبېد.
images 14 د نړۍ کوم کرکټ لیګ غوره دی؟!
د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ پي ایس ایل بل هغه لیګ دی، چې د نړۍ په کچه ښه مینوال لري او له افغاني او هندي لوبغاړو پرته پکې د نړۍ په کچه نامتو لوبغاړي برخه اخلي.
psl league د نړۍ کوم کرکټ لیګ غوره دی؟!
د قورا په نامه وېب پاڼه وایي د دې لیګونو په منځ کې د کاناډا ګلوبل لیګ هم له ښو سهولتونو برخمن دی او تازه یې د کرکټ نړۍ کې قدمونه اېښي دي.
images 15 د نړۍ کوم کرکټ لیګ غوره دی؟!
او د دغو لیګونو په منځ کې د افغانستان سوداګریز لیګ او شپږیزه لیګ هغه لیګونه دي، چې د نړۍ په کچه مشهور دي؛ خو د غېرې معیاري لوبغالو ستونزه یې لا هم پر ځای ده.
د کابل لوبغالی چې اوس پرې د شپږیزې لیګ روان دی، په نړیوال معیار برابر نه دی، ټېکنالوژي یې بیخي لومړنۍ ده، د ننداره کوونکو، ژورنالېستانو او لوبغاړو لپاره پکې هغه سهولتونه نشته، لکه څنګه چې نورو نړیوالو لوبغالو او لیګونو کې شته.
shpageeza league 2019 د نړۍ کوم کرکټ لیګ غوره دی؟!
دلته چې توپ وهونکی ستر شاټ ولوبوي؛ نو توپ له لوبغالي اوړي او بیا ورکېږي او پارکېنګ، ستر تفریحي ځایونه او نور سهولتونه پکې په نشت شمېر دي.
خو د امن په راتګ سره کېدای شي، افغانستان کې هم ښو، ښو ځایونوکې پراخه لوبغالي جوړ شي او کرکټ به لا وغوړېږي.