د نړۍ تر ټولو کوچنۍ غوا د بنګله دېش په یوه فارم کې لیدل شوې

د بنګله دېش پلازمېنې ډهاکې ته څېرمه د شکور اګرو فارم مالک حسن هولدار په دې ورستیو کې د دې ادعا کړې ده، چې د ده په فارم کې د مړۍ په کچه تر ټولو کوچنۍ غوا شتون لري.

حسن هولدار د ګینیس نړېوالو ریکارډونو ته یو لیک هم وړاندې کړې ده، او د ده غوښتنه یې کړې، چې د ده په فارم کې د راني په نوم د هغه غوا لیدنه وکړي، چې ډېره وړه ده.
د راني په نوم دغه ۲۳ میاشتنۍ کوچنۍ غوا ۵۱ سانتي متره اوږدوالۍ، او ۲۸ کيلو ګرامه وزن لري.

ښاغلي هولدار وایي، چې تېر کال راني له بل فارم څخه پیرلې وه. هغه رسنيو ته د دې کوچنۍ غوا په هکله داسې وویل، چې راني له نورو غواګانو څخه جلا ساتل شوې، ځکه چې هغه له نورو غواګانو څخه ډېره وړه ده، او په تګ کې ستونزې هم لري.

تر دې پخوا د ګینیس په کتاب کې چې د نړۍ په کچه د کوچنۍ غوا ریکارډ ثبت ده، هغه د هندوستان په کیرالا ایالت کې د مانیکیم په نوم غوا له ځانه سره لري.

د مانیکیم په نامه غوا ( ٦۱.۱) سانتي متره اوږدوالی درلود، او په ۲۰۱۴ م ميلادي کال کې یې دا ریکارډ ثبت شوی و.

د شکور اګرو فارم يو تن چلونکی محمد ابو سفیان وايي، یوازې په یوه اونۍ کې له ۲۰۰۰۰ ډیر خلک د راني لیدلو ته راغلي. چې د دېرې ګڼه ګوڼي له مخې دوی سره د کورونا وېروس خپرېدو وېره رامنځته شوې.

ښاغلي ابوسفیان دا هم زياته کړې، د نړۍ دا کوچنی غوا ګڼه ګوڼه نه خوښوي، او د ډیرو خلکو سره د مخامخېدو عادي نه دی. هغه له خلکو او نورو غواګانو وېره لري، اوغواړي یوازې په فارم کې وګرځي او واښه وخوري ، چې اوس یې دا راحت له لاسه ورکړی.