د نړۍ تر ټولو کوچني هېوادونه چې ممکن تر اوسه مو یې نوم نه وي اورېدلی

ژباړه: حمیدالله حمیدي
په نړۍ کې تر ۲۰۰ ډېر هېوادونه شتون لري، چې کېدای شي د هره یوه نوم مو یو ځل تر غوږو شوی وي. خو په دې سیاره کې داسې واړه هېوادونه هم شته چې کېدای شي تر اوسه پورې یې تاسو نوم نه وي اورېدلی. دې سیمو د نړۍ ډېره لږه برخه اشغال کړې ده او په ځینو کې یې ان دوه کورونه ژوند کوي.
په دې لیکنه کې مو هغه هېوادونو ته اشاره کړې چې ستاسو لپاره به نوي وي او ځینې یې ان د یوه کلي په پرتله هم کم نفوس لري:
۱- پایلو هېواد

د پایلو پراخوالی ۴۵۹ کیلو متره دی او د وګړو شمېر یې بیا ۲۱۳۴۷کسانو ته رسېږي. دا یو جزیره لرونکی هېواد دی، چې لږ تر لږه ۳۰۰ جزیرې په کې شتون لري. دا د نړۍ په کچه یو تر ټولو ښکلی او زړه وړنکی څای دی.
۲- د نیووي هېواد

د نیووي هېواد پراخوالی ۴۶،۲۶۱ کیلو متره دی او د وګړو شمېر یې ۱۱۹۰ تنو ته رسېږي. نیووي په ارم سمندر کې یو جزریي هېواد دی. له دې سره سره چې د سیل لپاره ګڼې سیمې لري، خو لا تر اوسه ورته نړیوالو سیلانیانو مخه نه ده کړې. د یادولو وړ ده چې ددې هېواد اقتصادي وده تر ډېره په نورو هېوادونو په ځانګړي ډول نیوویزرلنډ پورې تړلې ده. د دې هېواد پلازمینه یو کوچنی کلی دی چې لږ تر لږه ۶۰۰ کسه نفوس لري. ځانګړی هوایي ډګر او یو سوپر مارکېټ لري، چې ډېر مشهور دی.
۳- د سینټ کیټس هېواد

د سینټ کیټس هېواد پراخوالی ۲۶۱ کیلو متره مربع دی او د وګړو شمېر یې بیا ۵۲۳۲۹ تنو ته رسېږي. دغه هېواد له دوو جزیرو څخه جوړ شوی دی. د دې هېواد د عوایدو اصلي سرچینه هغه پانګونه ده چې پر بزګرانو یې کړې دي. د دې هېواد مشر تابه هر بزګر ته لږ تر لږه ۲۵۰ زره ډالره قرضه ورکړې ده چې په کلني ډول ټاکلې ګټه دولت ته ورکوي.
۴- د تووالو هېواد

د تووالو هېواد پرخوالی ۲۶ کیلو متره دی. د ټولو وګړو شمېر یې ۱۰۹۵۹ کسانو ته رسېږي. دا د نړۍ تر ټولو کوچنی او بې وزله هېواد دی. اقتصاد یې کوچنی او که د انټرنېټ د تېرېدو ځانګړې شوې پیسې نه ورکول کېدای، کېدای شوای چې تر دې هم بې وزله شوی وای. دغه هېواد هر کال د انټرنیټ د لینونو د تېرېدو له درکه چې په خاوره کې یې تېر شوي دي میلیونونه ډالر عواید لري.
۵- د ناورو هېواد

د ناورو هېواد پرخوالی ۲۱ کیلو متره دی چې د وګړو شمېر یې ۵۹۹۱ کسانو ته رسېږي. دا تر ټولو کوچنی جمهوري دولت دی. دا یو داسې هېواد دی چې تر اوسه پورې پلازمینه نه لري او نه هم د حمل و نقل لپاره وسایل. خلک یې له یوه ځایه تر بله ځای پلی تګ کوي. چاغوالی د دې هېواد د وګړو تر ټولو په زړه پورې ځانګړنه ده. د دې هېواد ټول وګړي چاغ، خو له روغتیا برخمن دي.
۶- د شهزاده ګانو کلی- د سبورګا هېواد

د دې هېوا ټول پراخوالی ۹۱، ۴ کیلو متره دی. د وګړو شمېر یې ۳۱۲ تنو ته رسېږي. سبورګا هېواد د ایټالیا څنګ ته پروت دی. دغه هېواد لومړی (مارسلوی) رهبري کوي. سبورګا په اصل کې د سبورګا په نوم یو کلی لري، چې اوس یې د دې کوچني هېواد لپاره همدا نوم غوره کړی دی. ټول پوځ یې درې کسه دی، یو دفاع وزیر او دوه سرتېري. د یادولو وړ ده چې دغه هېواد تر اوسه پورې په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
۷- د شهزاده ګانو کلی- د سلینډ هېواد

د سیلنډ هېواد پراخوالی۰،۰۰۴ کیلو متره دی، چې د وګړو شمېر یې ۲۷ تنو ته رسېږي. دغه هېواد هم تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندل شوی، چې د یوه سیند په څنګ کې موقعیت لري. دغه هېواد د پرنس ریجنټ په نوم یو کس اداره کوي. په دې هېواد کې د اوسېدو شرط دا دی چې د خپل ځان لپاره باید د کنټ، بارون او یا دوک لقب ځان غوره کړئ.

عمران خان: د امریکا د تېروتنو له امله طالبان سیاسي جوړجاړي ته چمتو نه دي

by عاقله اسد in افغانستان

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي طالبان سیاسي جوړجاړي ته نه دي تیار. نوموړي له یوې امریکایي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې امریکا بې وخته له افغانستان د ځواکونو ایستل پیل ... نور ولولئ