اپریل 19, 2021

د نړۍ تر ټولو ځوانه صدارعظمه وټاکل سوه

د فنلینډ هیواد لپاره د نړۍ تر ټولو ځوانه او ښاییسته صدراعظمه سانا مارین پرون دوشنبه وټاکل سوه.
سانا مارین به د آنتي رین پر ځای د فنلینډ هیواد لپاره راتلونکې اونۍ په رسمي ډول د صدراعظمي په توګه خپله دنده پيل کړي.
دا به د نړۍ تر ټولو ځوانه او ښایسته صدراعظمه سي.

د فنلیڼد هیواد لپاره تر دې مخکي آنتي رین صدراعظم وو، چي د رواني ډیسمبر میاشتي په درېیمه ئې له خپلي دندي استفا‌ء ورکړه. د هغه سره ټولي کابینې هم استفاء ورکړه.
سانا مارین به تر خپلي رهبرۍ لاندي پنځه ګوندونه رهبري کړي، چي د یادو ګوندونو ټول رهبران ښځينه دي.
دا د نړۍ تر ټولو ځوانه صدراعظمه بلل کیږي، چي په دې سره ئې یو نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

تر دې مخکي د اوکراین هیواد ۳۵ کلن الکسییه ګونچارو او بیا راوروسته ۳۹ کلني نیوزیلینډۍ میرمني جاسیندا آردن د ځواني صدراعظمي په توګه په نړۍ کي ریکارډ درلود.