د نړیوال شل اووریز کریکټ تر ټولو تېزې سليزې

په نړیوال شل اووریز کريکټ کې هغه لوبغاړې در پېژنو چې په کمو توپونو یې چټکې سلیزې وهلي دي.

شل اووريز کریکټ د هغو لوبغاړو لپاره دی چې بریدګره لوبه کوي او د غټو شاټونو وړتیا ولري،چې ښه مثال یې د افغانستان کريکټ لوبډله ده.

خو ذوقونه توپیر لري،ځیني ټيسټ خوښوي،ځينې يو ورځنۍ او ځیني بیا شل اووریزي لوبې،خو دا چې د شل اووریز کریکټ اوورونه محدود دي نو ځکه يې په لوبغالي کې د مينوالو خورا رش وي او د هري شېبې څخه یې له نيږدې خوند اخلي.

موږ تاسو ته ٤ هغه لوبغاړي در پېژنو چې په نړيوال شل اووریز کریکټ کې يې په لږو توپونو سليزې وهلي وي.

١ – ډېويډ ميلر – سويلي افریقا

ډيويډ میلر د کریکټ په نړۍ کې د کيلر يا قاتل په نامه مشهور دی،د هر ډول توپ په وړاندې د ښه لوبولو وړتيا لري او د کریکټ په هر فارمټ کې بریالی لوبغاړی دی.

میلر په نړیوال شل اووریز کریکټ کې د تېزې سلیزې ریکارډ لري.

نوموړي په ٢٠١٧ز کې دا کارنامه وکړه.

ډيويدميلر د بنګلدېش په وړاندې د بنګلدېش په کوربتوب په ٣٥ توپونو سلیزه ووهله او دا نړيوال ريکارډ يې پخپل نوم کړ.

٢-روهیت شرما- هندوستان

روهیت شرما د بونسر توپونو تر ټولو غوره لوبوونکی دی نو ځکه په نړيوال کریکټ کې د هيټ مين په نامه مشهوره دی.

روهیت د کریکټ په هر فارمټ کې نه ماتېدونکې ریکارډونه لري.

نوموړي د ډيويډ ميلر په څېر په ٣٥ توپونو تېزه سلیزه ووهله.

خو د روهیت سلیزه بیا د سریلانکا په وړاندې وه او ٢٠١٧ز کال وو.

٣- حضرت الله ځاځی-افغانستان

حضرت الله ځاځی په ډېر لږ وخت کې د خپل استعداد په مټ ډېر ژر مشهور سو او په پرلپسې ډول یې ریکارډونه جوړ او مات کړه.

حضرت الله ځاځي په ٢٠١٩ز کال کې د ايرلينډ په وړاندې د عثمان غني سره د شل اووریز کریکټ د تاریخ اوږده ملګرتیا جوړه کړه،او د شل اووريز کریکټ د تاريخ تر ټولو لوړ هدف یې وټاکه او په نړیوالو شل اووریزو لوبو کې يې تر اررون فینچ وروسته په يوه لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

نوموړي په هماغه ورځ په نړیوالو شل اووريزو لوبو کې د دریمې چټکې سلیزې ریکارډ خپل کړ.

ځاځي د ايرلينډ په وړاندې په ٤٢ توپونو سلیزه ووهله.

٤- ریچارډ لېوي- سويلي افريقا

تر ډېويډ ميلر وروسته د سويلي افريقا يو بل توپوهونکی هم په نړيوال شل اووريز کريکټ کې د تېزې سليزي ريکارډ لري.

ريچارډ لېوي په ٢٠١٢ز کې د نيوزلینډ په وړاندې په ٤٥ توپونو سليزه ووهله چې دا سليزه هغه مهال د نړیوال شل اووریز کریکټ تر ټولو تېزه سلیزه وه.

ريچارډ د نيوزلينډ په وړاندې دا ریکارډ جوړ کړ چې وروسته نورو لوبغاړو مات کړ.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ