د نړيوال کريکټ د درجه بنديو دوه بهترين لوبغاړي!

ليکنه: مدثر دعوت
ويرات کوهلي او بابراعظم د کريکټ په ۳ واړو فارمټونو کي د ۱۰ غوره لوبغاړو په ليست کي شتون لري.
ويرات کهولي او بابر اعظم د نړۍ د قوي توپوهونکو څخه دي او په ځانګړي انداز بيټ چلوي.
دا ۲ لوبغاړي د کريکټ په ۳ وړاه فارمټونو (ټيسټ،يوورځنۍ،شل اووريزي) کي د توپوهونکو په درجه بندۍ کي په ۱۰ غورو کي سته.
بيله ويرات کوهلي او بابر اعظم څخه بل هيڅ لوبغاړی نسته چي د کريکټ د ټولو فارمټونو په درجه بندۍ کي د ۱۰ غورو توپوهونکو برخه وي.

ويرات کوهلي د ټيسټ کريکټ د توپوهونکو په درجه بندۍ کي لومړی مقام لري چي تر دې مهاله يې په ۱۴۱ پاړيو کي په ۵۴.۹۷ اوسط درلودلو سره ۷۰۲۰۲ منډي کړي ،چي ۲۷ سليزي او ۲۲ نيمه سليزي لري،تر ټولو لوړي ۲۵۴ ناسوځيدلي منډي يې کړي.
بابر اعظم بيا په ټيسټ کريکټ کي نهم ځای لري،تر اوسه يې په ۴۵ پاړيو کي ۱۵۴۷ منډي په ۵۴.۹۷ سټرايک ريټ  او ۳۹.۶۶ اوسط سره کړي ،۳ سليزي او ۱۲ نيمه سليزي لري ،۱۲۷ يې تر ټولو لوړي ناسوځيدلي منډي دي.

د يو ورځنيو لوبو د توپوهونکو په درجه بندۍ کي هم ويرات کوهلي لومړی مقام لري،نوموړي په ۲۴۰ لوبو کي ۱۱۵۲۴ منډي په ۶۰.۰۲ اوسط سره کړي ،۴۳ سليزي او ۵۴ نيمه سليزي لري،۱۸۳ يې په يوه لوبه کي تر ټولو لوړي منډي دي.
يو ورځنۍ د ويرات کوهلي د خوښي لوبه ده چي خورا پکښې بريالی دی.
بابر اعظم بيا په يو ورځنيو لوبو کي دريم مقام لري، چي تر اوسه يې په ۷۴ لوبو کي ۳۳۵۹ منډي په ۵۴.۱۷ اوسط سره کړي، ۱۱ سليزي او ۱۵ نيمه سليزي يې وهلي،۱۲۵ يې تر ټولو ډيري ناسوځيدلي منډي دي.

د شل اووريزو لوبو د توپوهونکو په درجه بندۍ کي بيا بابر اعظم لومړی مقام لري،چي په ۳۶ لوبو کي يې ۱۴۰۵ منډي په ۵۰.۱۷ اوسط سره کړي،۱۲ نيمه سليزي لري او په يوه لوبه کي ۹۷ ناسوځيدلي يې ترټولو ډيري منډي دي.
ويرات کوهلي د شل اووريزو لوبو په درجه بندۍ کي لسم ځای لري، چي تر اوسه يې په ۷۵ لوبو کي ۲۶۳۳ منډي په ۵۲.۶۶ اوسط سره کړي،۲۴ نيمه سليزي يې وهلي او په يوه لوبه کي يې ترټولو لوړي منډي ۹۴ ناسوځيدلي دي.

۳۱ کلن ويرات کوهلي د کريکټ په ټولو فارمټونو کي ډيرځلي د هندوستان لپاره په يوازي سر لوبي ګټلي.
همدارنګه ۲۵ کلن بابر اعظم په اوسمهال کي د پاکستان کريکټ لوبډلي ترټولو غوره توپوهونکی دی چي ډير ځلي يې خپله لوبډله د سخت حالت څخه ايستلې ده.