د نوي کال، نوې ډالۍ؛ پښتو ادب ته تازه چاپ شوی اثر!

(واورینه) هغه شعري ټولګه ده، چې ویناوال یې محمد وسیم مومند دی، دا کتاب بغلان ادبي بهیر خپور کړی او د چاپ زیار یې هم د یاد بهیر فرهنګي کورنۍ پر غاړه درلود، چې په ښه کیفیت سره تازه د چاپ په ګاڼه سمبال شو.
مومند صیب د بغلان د (خُمار او بهار) شاعر دی چې د  اشعارو په هېنداره کې یې انتیک کرښې را نغښتل شوي. د کتاب حجم ۱۲۳ مخه ده چې د مضمون په برخه کې ښاغلي مومند د وطن دوستۍ، پرمختګ، عشق، فراق، هجرت، تصوف او د پند ـ نصیحت په تړاو اشعار ویلي دي.

په کتاب کې د استاد ګل الرحمن رحماني او د بغلان ادبي بهیر دوه غړو (عبدالمبین صافي او عبدالوهاب مومند) لیکنې خوندي شوي، چې د سمون او کمپوز چارې یې هم یاد بهیر ترسره کړې دي.

د مومند صیب په شعري ټولګه کې ډېرې ځانګړتیاوې هم شتون لري چې هر څوک د خپل ذوق له لیده ورته ګوري او باوري یم چې پر تاسو یې هم د جذابیت اثر پرېوځي.

د یاد بهیر درانه کره کتونکي استاد جمعه خان توخي، احسان الله دروېش او نورګل اندړوال په واورینې شعري ټولګې باندې د کتنې غونډې کړې دي، د بغلان پوهنتون قدرمن استاد پوهندوی سید مجتبی نایل څخه نړۍ مننه چې د کتاب تقریظ ته یې د بیا کتنې اوږه ورکړه، هېره دې نه وي، له موسی تعبیر څخه هم زښته مننه چې په کم وخت کې یې د کتاب پښتۍ ډیزاین چارې بشپړې کړې.

د واورینې شعري ټولګې چاپ لومړی مومند صیب ته، د ادب او شعر مینه والو ته او بیا د بغلان ادبي بهیر فرهنګي کورنۍ ته مبارک وي، د مومند صیب قلم د شعر په ګل بڼ کې لکه دغه بیت غوندې روان غواړم:

ساز د عشق خورې ورې چې انګازې شوې

وجه دا چې د وســـیم په لاس رباب شته