د نوي زېږېدلي ماشوم د تغذیې لارې چارې

په دې ټول پوهېږي چې نوی زېږېدلی ماشوم باید تر زېږون وروسته په لومړيو اونيو کې شيدې وڅښي. خو په نننۍ لیکنه کې موږ غواړو، تاسو ته په دې اړه معلومات درکړو چې څه ډول او څه وخت خپل ماشوم ته شيدې ورکړئ د لیکنې تر پایه مو ملتیا غواړم.

د ماشوم تر زېږون وروسته په لومړيو اونيو کې يوازې او يوازې هغه ته د مور شيدې ورکړئ خو که چېرې مور شیدې نه لرلې او يا د نورو ستونزو له کبله د بېلګې په توګه کله چې د یوه ماشوم مور ناروغه او يا مړه وي. (ځينې میندې د ولادت پر مهال مري.) کولای شئ ماشوم ته هغه شيدې چې د نوي زېږېدلي ماشوم لپاره ځانګړې شوې دي، ورکړئ.

ماشوم تر زېږون وروسته په لومړيو څلور ورځو کې هر ۳ ساعته وروسته يو ځل تغذيې ته اړتیا لري او تاسو باید ارومرو هغه ته شيدې ورکړئ. په لومړيو ورځو کې د مور شيدې ډېرې ټينګې وي چې دې ډول شیدو ته (اغوز) ويل کېږي. اغوز يا دې مور معمولي شیدې له معدني موادو ډکې شيدې دي او کله چې ماشوم ته دا شيدې ورکړل شي د ماشوم د بدن محافظتي سیسټم پیاوړی کېږي، ماشوم د سنډروم له ټولو ډولونو نه د بېلګې په توګه د ناڅاپې مړينې سنډروم نه ژغورل کېږي او له ډېريو ناروغیو نه بچ کېږي.

اغوز د نوي زېږېدلي ماشوم لپاره د يوه واکسين حیثیت لري، له همدې امله په طبابت کې په دې ډېر تاکید کېږي، چې نوي زېږېدلي ماشوم ته باید په لومړيو ورځو کې يوازې د مور شيدې ورکړل شي.

خو که چېرې خپل ماشوم ته وچې شيدې ورکوئ، په دې پوه شئ چې ستاسو ماشوم په هر ۳ ساعتونو کې ۶۰ تر ۹۰ ميلي ليټره وچو شیدو ته اړتیا لري. که چېرې تر زېږون وروسته په لومړيو اونيو کې ستاسو ماشوم له ۳ یا ۴ ساعتونو نه ډېر ویده کېږي، ښه به وي چې هغه د شیدو د څښلو لپاره ويښ کړئ.

کېدای شي له تاسو سره دا پوښتنه وي چې څنګه پوه شو چې ماشوم په شيدو موړ شوی دی او که نه؟ کله چې خپل ماشوم ته شيدې ورکوئ، باید د هغه له کړنو نه پوه شئ چې هغه موړ شوی دی او که نه. هغه ته ځیر شئ! کله چې ماشوم وږی وي شیدې له دمې پرته ژر ژر څښي، خو کله چې ماشوم موړ شي بیا نو شیدې ورو ورو څښي او ورو ورو یې تېروي او کله چې بیا په پوره کچه موړ شي بیا نو شیدې نه څښي.

ښه به دا وي چې هر لس دقیقې وروسته خپله هغه سینه چې ماشوم ته ترې شيدې ورکوئ بدله او د لسو دقیقو لپاره له بلې سينې نه ماشوم ته شيدې ورکړئ. دې ته ځېر شئ چې ماشوم مو له کومې سینې نه ډېرې شیدې څښي او کومې خوا ته ډېر راحته دی‌.

کېدای شي تر زېږون وروسته په لومړيو اونيو کې د ماشوم وزن لږ وي تاسو نه باید د ماشوم لږ وزن ته اندېښنه وکړئ، ځکه چې دا په نوي زېږېدلیو ماشومانو کې عادي خبره ده. تر زېږون وروسته په دويمې اونۍ کې د ماشوم وزن لږ لږ ډېرېږي او د وخت په تېرېدو سره همداسې دوام مومي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ