Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جامونه او ګټونکي هېوادونه یې

د نولس کلنو کم عمره لوبډلو ترمنځ د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې نړیوال جامونه په ۱۹۸۸م کې پیل شوي دي، چې له همدغه کال څخه تر ۲۰۲۰م پورې یې دیارلس پړاوونه ترسره شوي دي.

دیارلسم پړاو یې د یکشنبې په ورځ د فبروري په ۹ مه نېټه پای ته ورسېد او دغه نړیوال پایلوبه کې بنګله دېش، هند ته په ۳ وېکټو ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره اتلولي بنګله دېش ترلاسه کړه.

د نولس کلنو کرکټ لوبډلو نړیوال پنځوس اوریز جامونه او ګټونکي هېوادونه یې

په ۱۹۸۸م کې د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام لومړی پړاو ترسره شو، چې اسټرالیا کرکټ لوبډلې د پاکستان نولس کلنو کرکټ لوبډلې ته په ۵ منډو ماته ورکړه او اتلولي اسټرالیا وګټله.

دویم پړاو په ۱۹۹۸م کې ترسره شو، چې پایلوبه کې انګلستان، نیوزیلېنډ ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه او اتلولي نیوزیلېنډ واخېسته.

درېیم پړاو یې په ۲۰۰۰م کې ترسره شو، چې هندوستان پایلوبه کې سریلانکا ته په ۶ وېکټو ماته ورکړه او اتلولي هندوستان وګټله.

څلورم پړاو یې په ۲۰۰۲م کې ترسره شو، چې اسټرالیا پایلوبه کې سویلي افریقا ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه او اتلولي اسټرالیا وګټله.

2004 (Winner: Pakistan)

پنځم یې په ۲۰۰۴م کې ترسره شو، چې پاکستانۍ نولس کلنو کرکټ لوبډلې پایلوبه کې ویسټ انډیزته په ۲۵ منډو ماته ورکړه او اتلولي یې واخیسته.

۲۰۰۶م کې د نولس کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ د نړیوال پنځوس اوریز جام شپږم پړاو ترسره شو، چې پاکستان پایلوبه کې هند ته په ۳۶ منډو ماته ورکړه او د دویم ځل لپاره یې اتلولي واخیسته.

2006 (Winner: Pakistan)

۲۰۰۸م کې یې اووم پړاو ترسره شو، چې هندۍ لوبډلې پایلوبه کې سویلي افریقا ته په ۱۲ منډو ماته ورکړه او د دویم ځل لپاره هند اتلولي یوړه.

2008 (Winner: India)

۲۰۱۰م کې اسټرالیا، پاکستان ته په ۲۵ منډو ماته ورکړه او د نولس کلنو پنځوس اوریز کرکټ جام اتم پړاو اتلولي یو درېیم ځل لپاره اسټرالیا واخیسته.

2010 (Winner: Australia)

۲۰۱۲م کې یې نهم پړاو ترسره شو، چې اتلولي یې هند واخیسته او پایلوبه کې یې استرالیا په ۶ وېکټو ماته کړه.

2012 (Winner: India)

۲۰۱۴م کې یې لسم پړاو ترسره شو، چې سویلي افریقا کرکټ لوبډلې پاکستانۍ نولس کلنو کرکټ لوبډلې ته په ۶ وېکټو ماته ورکړه او اتلولي سویلي افریقا واخیسته.

2014 (Winner: South Africa)

۲۰۱۶م کې یې یوولسم پړاو ترسره شو، چې اتلولي یې ویسټ انډیز واخیسته او پایلوبه کې یې هند ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه.

2016 (Winner: West Indies)

۲۰۱۸م کې یې دولسم پړاو ترسره شو، چې اتلولي یې هند واخیسته او پایلوبه کې یې اسټرالیا ته په ۸ وېکټو ماته ورکړه.

او ۲۰۲۰م کې یې دیارلسم پړاو ترسره شو، چې اتلولي یې بنګله دېش واخیسته او هند ته یې په ۳ وېکټو ماته ورکړه.

د ۲۰۲۰م نولس کلنو نړیوال جام پایلوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی د بنګله دېشۍ لوبډلې لوبډلمشر اکبرعلي وپېژندل شو، هغه ۴۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې په اتلولۍ ونازوله.

د ټول جام غوره لوبغاړی هندی یشاسوي جېسوال ونومول شو، نوموړي په ټول ټورنمنټ کې ۴۰۰ منډې کړې وې او مخکښ توپ وهونکی و.

د هندوستان بالر ریوي بېشنوای بیا د ۱۷ وېکټو په اخیستلو سره غوره بالر و.

۲۰۲۰م نړیوال جام کې ۱۶ لوبډلو ګډون کړی و، چې افغانستان پکې اووم مقام ترلاسه کړ، افغان لوبډلې درې لوبې وګټلې، دوه یې وبایللې او یوه لوبه یې د باران له امله بې پایلې شوه.

د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جام څوارلسم پړاو په ۲۰۲۲م کې ترسره کېږي او ویسټ نډیز به یې کوربه وي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ