د ډیرو نوشابو او انرژیانو څښل مو د ساه بندۍ په شمول په ګڼو ناروغیو اخته کوي

ژباړه: مریم محمدي
په ګرمي او روژه کې ډیری خلک له ګاز لرونکو شربتونو (نوشابې) لکه فانتا، کوکاکولا، سپرایټ او ځينو انرژي لرونکو نوشابو له څښلو سره مینه لري، خو له دې نه دي خبر چې ډیر څښاک څومره زیانونه لري.
په دې اړه موږ درته ځینې معلومات درکوو چې وکولی شئ د دې څښاک استعمال کم کړئ او د خپل صحت خیال وساتئ.
د یو ګیلاس نوشابې څښل د دې ناروغیو سبب کیږي:
۱- ګازلرونکي څښاک د زړه ناروغي پیدا کوي 
د زړه ناروغۍ په هر ۳۴ ثانيو کې د يوې مړينې سبب کیږي.
د زړه ناروغۍ يا کارډيوپاتي هغه ناروغي ده چې زړه اغېزمن کوي. ډاکتران وايي د دې ناروغي د مخنیوي لپاره هم ګاز لرونکي څښاک مه کاروئ.
۲- ګازلرونکي څښاک د ساه بندۍ لامل کیږي 
سابندي ته په انګلیسي کې Asthma وايي چې تنفسي تشويش دی. په ساه بندي کې د سږو د وړوکو هوايي نلونو قطر تنګېږي او د مخاط (چرک) څخه ډکېږي. څیړونو ښودلې ده چې د دې ناروغۍ پیدا کیدو یو علت هم ګاز لرونکي څښاک دي.
۳- ګازلرونکي څښاک د وینې فشار لوړوي 
د روغتیایي څیړنو له مخې د وینې لوړ فشار په نړۍ کې هر کال ۹،۴ میلیونه وګړي وژني. هغه کسان چې د ویني فشار یې لوړیږي هغوی دې له ګازلرونکي څښاکو څخه ډډه وکړي.
۴ – ګازلرونکي څښاک هدوګي وراسته کوي 
هډوکي د انسان د بدن مهم غړي دي، چې ډیری ماشومان او د ډیر عمرلرونکي کسان له درد نه یې شکایت کوي، که غواړې چې قوي هډوکي ولري، نو ګاز لرونکي څښاک دې ډیر نه څښي.
۵- ګازلرونکي څښاک مو وزن ډیروي 
څیړنو موندلې چې ډیر وزن د بیلابیلو ناروغیو سبب کیږي. که غواړئ چې وزن مو ډیر نشي نو ګازلرونکي او خوږې نوشابو او څښاکو ځان لرې وساتئ، پر ځای یې اوبو ته مخه کړئ.

وروستي مطالب