د نور احمد د عمر  په اړه د ډین جونز ټویټ.

دا خو ټولو ته معلومه ده، چې د کرکټ اکثره لوبغاړي رسمي لوبو ته د داخلېدو پرمهال دوه یا درې کاله عمر کم ورکوي. دا چاره د دې لپاره ترسره کوي، چې دوی زیات کرکټ وکړي او ژر تقاعد نشي.
اوس د کرکټ د تنکیو لوبغاړو عمرونو برخوکې هم ستونزې شته او نړیوال یې وخت ناوخت یادونه کوي.
تازه د اسټرالیا پخواني توپ وهونکي او اوسني کرکټ مبصر ډین جونز هم د نور احمد د عمر په اړه د تحقیق غوښتنه کړې ده.
ډین جونز دا خبره وروسته له هغې کړې، چې پاکستاني خبریال ساج صادق د ځېنو لوبغاړو د عمرونو په اړه خبره کړې ده.
ساج صادق د هندي منجوټ کرلا په اړه تازه څرګندونې کړي دي.

منجوټ کرلا د هندوستان د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړی و، ده د ۲۰۱۸ م کال ۱۹ کلنو نړیوال جام پایلوبه کې سلیزه ووهله او هندوستان یې په اتلولۍ ونازاوه.
د صادق په خبره ډېری لوبغاړي د زیات عمر وي؛ خو هغوی عمرونه کم ښیي او دا د دې سبب شوی،
چې کرکټ کې ستونزې جوړې شي.
منجوټ کرلا اوس دوه کاله له نړیوال کرکټ او یو کال له هندي داخلي کرکټ څخه د عمر د دوکې پر بنسټ ځنډول یا محروم کړل شوی دی.
اوس مهال د دوو نورو هندیانو نېتېش رانا او شېوم ډوبی عمرونه هم تر څېړنې لاندې دي.
ډین جونز د نوراحمد په اړه ویلي!

که چېرته د عمر خبره وي، بیا نو باید د نور احمد لکڼوال عمر هم وڅېړل شي.
ډین جونز وایي« نوراحمد د آې پي ایل سیالیو لپاره نوملیکنه کړې وه، د آې پي ایل اپلېکېشن کې افغان کرکټ بورډ لیکلي وو، مونږ هم یو ۱۴ کلن لوبغاړی لرو، چې ښه توپ اچونه کوي، ډین جونز ویلي چې نوراحمد وایي زه څوارلس کلن یم؛ خو له څېرې اتلس کلن برېښي».

نوراحمد د اسیا د تنکیو یا یوت کلب لوبوکې هم ښه وځلېد او له هغې وروسته د شپږیزې کرکټ لیګ په اوږدو کې له مِس عېنک لوبډلې سره هم ښه وځلېد، اوس د افغانستان نولس کلنو ملي لوبډلې سره په افریقا کې د نړیوال پنځوس اوریز جام لوبولو لپاره مل دی.