افغانستان سیاست

د نورستان د امنیه قواندانۍ په ودانۍ کې اورلګېدلی

لیکنه: عاقله اسد

نورستان کې د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ کې د اورلګېدو له امله د قومندانۍ ته ډېر زیان اوښتی دی.

د نورستان امنیه قوماندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، تیره ورځ وروسته له غرمې ددې قوماندانۍ په ودانۍ کې د برق شارتي له امله اورلګیدنه وشوه چې له امله يې د تدارکاتو آمریت او د ښاري حوزو آمریت له ټولو وسایلو او تجهیزاتو سره له منځه تللي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې ددې اورلګیدنې له امله چا ته زیان ندی رسیدلی او تر اوسه ورته د مالي زیان رسیدنې کره شمیره نشته.

دا په داسې حال کې ده چې د ژمي په راتلو سره خلک له بیلابیلو سون توکو څخه کار اخلي ترڅو خپل کورونه یا ځایونه ګرم کړي او له دې توکو سره باید له پوره پام څخه کار واخلي.

له دې سره سم لنډه موده مخکې کابل کې هم د برکي څلور لارې ته څیرمه د ګازو یوه ډبه وچاودیده او له امله يې ۵ تنه مړه شول.

څه موده مخکې په ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې هم د ګازو ډبې چاودنې له امله د یوې کورنې ۵ غړي مړه شول.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عاقله اسد

تبصره مو ولیکئ