مارچ 4, 2021

د نوراحمد له لوري د پاکستاني توپوهونکي غير معمولي اوټ تاريخچه.

ليکنه: مدثر دعوت
د ۲۰۲۰ز کال تر ۱۹ کلونو کم عمره نړيوال جام په لړ کي پاکستان په کوارټر فاينل لوبه کي افغانستان ته په ۶ ويکټو ماته ورکړه.
افغان کيڼ لاسي توپ اچوونکي نور احمد په ۱۹ کلونو کم عمره نړيوال جام کي پاکستانی اوپنر توپوهونکي محمد حريرا په غير معمولي(منکډ) ډول رن اوټ کړ.
نوراحمد لکڼوال چي ريسټ يا مړوند سپينر توپ اچوونکی دی د لوبي په حساسو شيبو کي يې پداسي حال کي د ويکټو بيلزونه شوه کړه چي د نان سټريک توپوهونکی د کريس څخه وتلی وو.

د فيلډينګ لوبڅار سام نوګاجسکي پريکړه دريم لوبڅار ته وسپارله،دريم لوبڅار د حريرا د رن اوټ پريکړه پداسي حال کي وکړه چي د نوموړي لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه وه او دا وخت يې په ۷۶ توپونو ۶۴ منډي کړي وې،پاکستانۍ لوبډلي ۱۳۴ توپونو ۶۳ منډو ته اړتيا درلوده.
افغان لوبډلمشر فرهان زاخيل د کريک انفو سره مرکه کي وويل: که څه هم تر لوبي وروسته ما دا احساس وکړ چي دا ډول اوټ کول د کريکټ لوبي په روح کي نسته خو موږ هغه وخت غوښتل د مختلفو لارو پر پاکستانۍ لوبډلي فشار وارد کړو.
موږ غوښتل لوبه وګټو ځکه زموږ لپاره مهمه وه او زموږ د هيوادوالو دا هيله وه چي بايد پاکستان ته ماته ورکړو.

حريرا هم خپله غلطي مني او د کريک انفو سره يې په مرکه ويلي چي زه باید تر توپ اچولو مخکي د کريس څخه نه وای وتلی.
نوموړی وايي زه ډير خواشينی سوم ځکه دا په نړيوال جام کي زما لومړنۍ لوبه وه،خو دا زما لپاره تجربه وه او هيڅکله به بیا تکرار نسي.
دا لومړی ځل ندی چي په ۱۹ کلونو کم عمره نړيوال جام کي دا ډول رن اوټ ترسره کيږي.
په ۲۰۱۶ز کال نړيوال جام کي ويسټ انډيزي کيمو پاول د زيمبابوې توپوهونکی ريچارډ نګاروا په ورته ډول اوټ کړی وو چي هماغه لوبه ويسټ انډيز د ۴ منډو په توپير وګټله.

د ام سي سي د قانون په ۱۴. ۱۶ ماده کي چي په ۲۰۱۷ز کال کي ورباندي بيا کتنه وسوه، داسي راغلي ترڅو چي توپ اچوونکي توپ له لاس څخه نه وي خوشي کړی که توپوهونکی د کريس څخه تیر سوی وي او ويکټي يې ووهل سوې نو توپوهونکی رن اوټ دی.
د کريکټ نړيواله شورا وايي توپ اچوونکی هيڅ اړتيا نلري چي توپوهونکي ته اخطار ورکړي.

په کريکټ کي دا تر ټولو کمزوری اوټ دی چي د منکډ په نوم دی.
دا ډول رن اوټ په لومړي ځل په ۱۹۴۷ز کال کي هندوستاني الراونډر وينو منکډ د اسټراليا په وړاندي ټيسټ لوبه کي ترسره کړ،چي بيل براون يې رن اوټ کړ.

دا کړنه په ۲۰۱۴ز کال کي سريلانکايي توپ اچوونکي ساچيتر سينانايکا د انګلينډي توپوهونکي جوز بټلر په وړاندي په نړيواله يو ورځنۍ لوبه کي ترسره کړه، او په ۲۰۱۹ز کال هندوستان پريمرليګ کي د اشوين له لوري هم د جوز بټلر په وړاندي دا کړنه تکرار سوه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي