سپورټ کرکټ

د نن ۲ مهمې لوبې او پکې افغان لوبغاړي.

تاسې به له مخکنیو لیکنو خبر شوي یاست، چې د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام د جمعې په ورځ د جنوري په ۱۷ مه د افغان نولس کلنو ملي لوبډلې او د کوربه هېواد سویلي افریقا کرکټ لوبډلې په لوبه پرانېستل کېږي.

د جمعې په ورځ د جنوري په ۱۷ مه د افغانستان پر وخت غرمه دولس نیمې افغان نولس کلنو کرکټ لوبډله د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې پر وړاندې د نولس کلنو د نړیوال پنځوس اوریز جام پرانیستنه کوي.

په دې جام کې ۱۶ لوبډلې ګډون لري.

د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام د جنوري په ۱۷ مه د جمعې په ورځ پېلېږي او د فبروري د میاشتې تر نهمې نېټې به دوام وکړي.

د جمعې ورځ د افغان لوبغاړو لپاره یوه برخلیک ټاکونکې ورځ ده.

لومړی نولس کلنو کرکټ لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې یوه رسمي لوبه کوي او دا دویم ځل دی، چې افغان لوبډله د نولس کلنو نړیوال جام لوبوي.

په ۲۰۱۸م کې هم افغان نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې په نیوزیلېنډ هېواد کې نړیوال پنځوس اوریز جام کې ګډون کړی و، چې افغان نولس کلنو کرکټ لوبډلې څلورم مقام خپل کړی و.

هغه مهال افغان لوبډله ډېره پیاوړې وه، ځکه چې مجیب الرحمن، ابراهیم ځدران، رحمان الله ګربز، عظمت الله عمرزی، قېس احمد او ځینې نور پیاوړي لوبغاړي ورسره مله وو.

زړې نولس کلنو لوبډلې ۲۰۱۷م کې د اسیا نولس کلنو پنځوس اوریز جام ګټلی و.

خو تازه افغان لوبډله ډېره کم تجربه ده، لوبغاړي یې نوي دي، لوبې یې ډېرې نه دي کړي، تمریناتي کېمپونه یې نه دي ترسره کړي.

اوسنۍ نولس کلنو افغان لوبډله د هند خلاف په ۴۴ منډو وسوځېده، خو د انګلستان پر وړاندې لوبه کې یې بیا انګلستان ته په ۲۱ منډو ماته ورکړه.

خو افغان نولس کلنو کرکټ لوبډلې ته سخت مزل مخکې شته. که څه هم د افغان نولس کلنو کرکټ لوبډلې روزونکي رییس احمدزي ویلي، چې دوی به ښې لوبې ترسره کړي او ښایي تر دویم پړاو هم مخکې ولاړ شي.

خو دا چې افغان لوبډله د افریقا له لوبغالو او ویشتن ځایونو سره خورا لږ بلد دي، نو د سختو لوبډلو ماتول به ورته د اوسپنو د نینو چیچل وي.

خو لوبې یې تعقیبوو او ګورو چې افغان لوبډله څه ډول مخته ځي؟

افغان لوبډله د جنوري په ۲۲مه له عربي متحده اماراتو سره لوبه لري او دا د دوی د نړیوال جام دویمه لوبه ده.

د جنوري په ۲۴ مه افغان نولس کلنو لوبډله له کاناډایي نولس کلنو لوبډلې سره لوبه کوي او دا په دې ګروپ کې د دوی وروستۍ لوبه ده.

د جمعې ورځ او افغان لوبغاړو ته یې مهموالی

د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ یا بي پي ایل کې د افغان لوبغاړو شتون هم د افغانستان د ورزش، خصوصاً د کرکټ لپاره ښه زېری دی.

د جمعې په ماښام شاوخوا پنځه بجې راج شاهي رایلز او کولنا ټایګرز لوبډلې د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ اووم پړاو پایلوبه کېږي.

په کولنا ټایګرز لوبډله کې نجیب الله ځدران او رحمان الله ګربز لوبېږي او له راج شاهي رایلز لوبډلې سره بیا حضرت الله ځاځی لوبېږي.

دغو دواړو لوبډلو د اووه لوبډلو په منځ کې تر پایلوبې ځانونه رارسولي دي.

د پنجشنبې په ماښام راج شاهي رایلز لوبډلې، چټوګرام چلېنجرز لوبډلې ته په ۲ وېکټو ماته ورکړه او پایلوبې ته ورسېده، دې لوبه کې انډري رسل په ۲۲ توپونو د ۷ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته ۵۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او پایلوبې ته ورسېده.

که د بي پي ایل پایلوبه کې دواړو لوبډلو کې افغان لوبغاړي ولوبېږي، دا د افغانستان کرکټ لپاره ښه خبره ده او که چېرې دا لوبغاړي ښه وځلېږي، دا به بیا د ټول افغانستان لپاره د افتخار خبره وي.

نو د جمعې ورځ د افغانستان کرکټ لپاره یوه هیله بښونکې ورځ کېدای شي او افغان لوبغاړو ته پکې ځلېدل پکار دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې