د نظم، شعر او نثر ترمنځ توپیرونه


موږ ټول په دې پوهېږو چې ادبيات د څرنګوالي له مخې په دوو ډلو ويشل شوي دي چې يو یې نظم او بل یې نثر دی او باید په دې پوه شو چې د نظم او نثر ترمنځ خورا ډېر توپیرونه شته، له همدې امله ما خپله دغه لیکنه د نثر او نظم د توپیرونو د سرلیک لاندې جوړه کړې ده. د دغې لیکنې په پيل کې مې د نظم او نثر بېل بېل تعريفونه کړي دي او ورپسې مې د دواړو ترمنځ توپیرونه تشريح کړي دي.

نظم

نظم په لغت کې د مرغلرو پييلو ته وايي او په اصطلاح کې هغه کلام دی، چې موزون او قافيه وال وي. يا په بل عبارت: نظم د هنري ادبياتو هغې برخې ته وايي، چې په اشعارو کې بېلابېل مفاهيم پراته او د نثر نه يې توپير وشي.

شعر

عربو شعر داسې تعريف کړی دی: شعر په لغت کې پوهې او خبرېدو ته وايي. اصطلاحاً هر بليغ کلام او سپيڅلې خوندورې وينا ته چې وزن او قافيه ولري شعر وايي، نو وزن او تول د شعر مهم رکن دی.

صديق الله رښتين شعر داسې راپيژني:
شعر د هغو لطيفو، نازکو احساساتو، تخيلاتو او هغو معانيو څخه عبارت دی، چې د موزونو او رنګينو الفاظو په جامه کې راوړل شي.

دالفت  صاحب په وينا: شعر هغه  وينا ده، چې الفاظ يې ښکلي وي او  ويونکي په کې فکر، پوهه، ذوق، د زړه هيجان او د روح اغېزه سره ګډه کړي.

محمد صديق روهي شعر داسې راپېژني: د آهنګ لرونکو عبارتونو په واسطه د واقيعت تخيلي او بيا ځلي انځورولو ته شعر ويل کيږي.

د احسان طبري په اند شعر د څلورو ضروري شيانو درلودونکی وي:

۱_ مفکوره (اندېشه)
۲_ احساس
۳_ تخيل
۴_ آهنګ او وزن

د شعر ډولونه:

پښتو ژبه دوه ډوله شعرونه او نظمونه لري: چې يو ډول يې ولسي او ملي شعرونه دی، چې ځانته خاص ملي وزن لري؛ لکه: لنډۍ، نارې، کاکړې، غاړې، نيمکۍ، بګتۍ، چاربيتې، بدلې او داسې نور. همدارنګه دوړې، متلونه، د کمکيانو وزمينې سندرې، ساندې، فالونه، للوګانې او نور هم د ولسي ادب په چوکاټ کې راتلای شي.

بل ډول يې ديواني او عروضي شعرونه دي، چې د عربي او فارسي سره برابر په يوه قاعده ويل شوي دي. په عروضي ډوله شعرونو کې: قطعه، رباعي، غزل، بوللـــه يا قصيده، مثنوي، مربع، مخمس، مسدس، ترکيب بند، ترجيح بند او نور شامل دي.

نثر
نثر په لغت کې پاشلو، شيندلو، تيتولو او خورولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه کلام دی، چې د وزن له قيد نه خالي او ازاد وي.

په خبرو اترو کې نثر  د شعر او نظم نه ړومبی دی، خو د پښتو ادب په لاس ته راغلو ليکلو آثارو کې شعر د نثر څخه دمخه ميندل شوی او لاس ته  راغلی دی.

د نثر لومړی اثر چې زموږ په تذکرو کې د هغه نوم ذکر شوی هغه د محمد هاشم سرواني د ((سالو وږمه)) نوميږي، چې ورک دی. بيا په ۶۱۲ هجري کال کې د سليمان  ماکو تذکرة الاولياء څو پاڼې  پيدا شوې دي. د دې سند نه وروسته د روښانيانو  په وخت کې مسجع نثر د ميا روښان او اخون دروېزه  له خوا را منځ ته شوی دی.

د ۱۰۰۰ هجري نه وروسته ورځ په ورځ نثر ساده شوی او هم يې پرمختيا موندلې او تکامل يې کړی دی، چې د دې لوی اديب او مبتکر په خپله خوشحال خان ؤ، د نثر دا دوره تر ۱۳۰۰ هجري پورې رسيږي.

په اوسنۍ دوره کې د مولوي احمد، منشي احمد جان، مير احمدشاه رضواني او راوروسته د ماسټر  عبدالکريم، قيام الدين خادم، عبدالحی حبيبي، ګل پاچا الفت، صديق الله رښتين، عبدالرؤف بېنوا، عبدالشکور رشاد او د کوزې پښتونخوا ليکوالانو نثر ساده او روان دی.

د نظم، شعر او نثر ترمنځ توپیرونه

اوس داسې شعرونه شته، چي قافيه او وزن په کې نه وي، کټ مټ د نثر په ډول وي. ځکه نو د نظم او نثر ترمنځ څه ځانګړې پوله نه شته؛ خو بيا هم زياتره شعرونه، په تېره ديواني شاعري، وزن او قافيه دواړه لري. خو نثرونه له دې قيد څخه ازاد دي. د شعر اصلي شکل کې د جملو څپي سره برابرې وي، خو نثري جملې د څپو د شمېر له بنديز څخه ازادي دي دا ځکه چې د شعر جملو ته مسرې وايي او د نثر واحد ته جمله وايي.

دوهم لوي توپير يي: نثرونه د عملي استفادي لپاره وي، يعني يو مقصد په مخکي لري، عملي ګټه اخيستنه په کې مطرح وي، د ساري په توګه يو څوک تاريخ د تېر په اړه د معلوماتو پيداکولو په مقصد لولي؛ خو شعر د ښايست لوښي دي. موږ ګل ته د دي لپاره ودرېږو، چي ښکلي دي، ښايست لري؛ چې دا شاعرانه کار دي. خو بل تن له ګلاب څخه عرق ګلاب شربت جوړوي او هغه څښي، نو عرق ګلاب چې تري جوړوي، هغه د نثر ليکونکي کار وکړ او ګل چې د ښکلا او ښايست لپاره کري، کار يې شاعرانه دی.

درېيم توپير: په شعر کې هم مانا او هم اهنګ مهم دي. په شعر کي تجنيس وي، وزن په کي وي، اهنګ وي په کې……لنډه دا چي په شعر کې آواز او شکل دواړه مهم دي؛ خو په نثر کې موږ يوازي د کلمو مانا ته ارزښت ورکو. د شعر له کلمو دا انتظار لرو، چي کلمي يي څو څو ماناوې ورکړي. که په شعر کي يو ګل يادو؛ نو مطلب مو هم همدا ګل وي، چي وينو يي، هم مو معشوق ته اشاره کړي وي؛ خو په نثر کې کلمي هماغه يوه مانا ورکوي.

څلورم توپير: په شعر کي د مسرو ترمنځ ډېر شديد پيوستون ته اړتيا نه شته. شعر د خيال بچوړي دي. خيال لکه خوب داسي؛ په يوه شېبه کې په کابل کې يو، بله شېبه کې پاريس کې، بله شېبه د غره پر سر او بيا هماغه شېبه د سمندر پر څپو سړي وي. دا د خيال ځانګړني دي؛ خو نثر داسې نه وي. له نثر څخه تمه دا ده چې جملي يې پياوړې پيوستون سره ولري. د دي خبري په ځواب کې چې د نثر لپاره يادې شوې ځانګړنې ښايي په شعر کې هم وليدل شي او دا شان د شعر ځانګړني په نثر کې ومومو؛ نو دا لکه چې د نثر او شعر ترمنځ کومې څرګندې پولې نه شته؟

په دې اړه استاد غضنفر ووايي: ځني وګړي وايي چې د نثر او شعر په نامه جلا فورمونه او ژانرونه نه شته! ښکاره ده چي د نثر او شعر ډېرې ښکاره پولي نه شته. د ساري په توګه د ارواښاد ګل پاچا الفت «غوره نثرونه» يوه له هغو نثري بيلګو څخه ده، چې که څه هم قافيه او وزن په کې نه ليدل کېږي؛ خو د شعر زياتره ځانګړنې لري. خو الفت صيب يي بيا د غوره نثرونو په نامه يادوي. داسي نظمونه هم شته چې ورته وايي نظم او شعر؛ خو خبري يي د نثر وي. پخوا يو شمير تعليمي، تاريخي او مذهبي کتابونه و، چې په نظم ليکل شوي و. په لنډه توګه وايم چي د دو دواړو د جلا کولو کومه غوڅه پوله نه شته. خو له دې سره سره ځني ځانګړنې په شعر کي ډېري ليدل کېږي او ځني ځانګړې دي، چې په نثر کې ډېر شتون پيدا کولای شي.

نظم مو تعريف کړ، چې هر موزون او مقفی کلام ته نظم ويل کېږي، خو که دا کلام مقفی هم نه وي، خو چې وزن ولري نو نظم دی، یعني بنسټیز توکی یې وزن دی. د شعر په اړه مو تر اوږدو بحثونو وروسته دې پايلې ته ورسېدو چې شعر مخیل کلام دی او په اهنګینه ژبه د خیال او فکر عاطفي تړون دی. نثر بیا له نظم او شعر سره جوت توپیرونه لري، په نثر کې وزن وجود نه لري او هره عادي وينا هم نثر کېدای شي.

اخځلیکونه
۱_ حسرت، ضیاء الرحمن (۱۳۹۹) د شعر ښکلاييزو اړخونو ارزونه، کابل، پکتوس خپرندویه ټولنه.
۲_ ګوګل.
۳_ نورې ټولنیزې رسنۍ.

وروستي مطالب