اپریل 18, 2021

د نري رنځ نړیواله ورځ؛ امریکا له افغان حکومت سره هوکړه لاسليک کړه

نن د نري رنځ يا توبرکلوز نړیواله ورځ ده. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په ٢٠٢٠ کال کې په افغانستان کې د نري رنځ شاوخوا ٥٠ زره پېښې ثبت شوې دي، چې ډیری یې میرمنې دي.

په ورته وخت کې ، په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د روغتیا له وزارت سره تفاهم لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا اداره (USAID) په راتلونکو پنځو کلونو کې له افغانستان سره د نري رنځ په مخنیوي، درملنه او کمولو کې مرستې کوي.

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت سرپرست ، “راس ولسن” وویل:”د دغه تړون په اساس موږ ژمن یو چې د خلکو روغتیا ، ته حتی په دې بې ساري سخت وخت کې هم پام وکړو.”

په ورته وخت کې د افغانستان د روغتیا وزارت مسؤلان وايي، په تېر کال کې شاوخوا ۷۳۰۰۰ افغانان په نري رنځ يا سل ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې ورغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي، له دې شمېر څخه ۹ زره او ۸۰۰ کسان د یادې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي چې د مړیني دغه شمېر د کورونا ویرس په پرتله درې برابره ډېر دی.

د ښاغلي مجروح په خبره، « تېر کال د کورونا ویروس په خپرېدو او په هېواد کې د محدودیتونو سره سره، شاوخوا زموږ۷۳۰۰۰ تنه هېوادوال د نري رنځ په ناروغۍ اخته شوي، چې له دې جملې څخه زموږ  روغتیایي همکارانو د خپلو وړتیاوؤ پر اساس وکولائ شو چې له ۵۰۰۰ زرو زیاتې پېښې وپېژني او تر درملنې لاندې ونیسي، مګر د دوی له ډلې ۹۸۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

د نوموړي په وینا، د کورونا ویروس د خپرېدو پرمهال د روغتیايي کارکوونکيو لپاره دا ستونزمنه کړې چې د نري ‌رنځ ناروغۍ مخنیوي لپاره ډېر کار وکړي او ډېر شمېر ناروغان چې په نري ‌رنځ ناروغۍ اخته وو تشخیص او تداوي شوي نه دي.

وحید مجروح دغه څرګندونې نن په کابل کې د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسب په جوړې شوې ناسته کې وکړې.

هغه زیاته کړه، ډېر شمېر ناروغان چې په نري ‌رنځ ناروغۍ اخته وو ښځې وې چې په سلو کې ۵۷ سلنه ښودل شوي.

نامناسب خواړه، د بدن ټيټ معافیت او د ښځو د ژوند ډول، د دغې ناروغۍ پر وړاندې د هغوی د زیانمېدو کچه لوړوي.

په ورته وخت کې د توبورکلوز د مخنیوي بورډ ريیسه سیما ثمر وايي، په ملي او نړیواله کچه په افغانستان کې د نري ‌رنځ ناروغۍ د مخنیوي ژمنتیا مهمه ده او باید د دې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره هڅې دوام پیدا کړي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مسؤلان وايي، د کرونا ویروس د خپرېدو پرمهال د نري ‌رنځ ناروغۍ ناروغان شاته پرېښودل شوي چې دا ستونزه د دې لامل شوې چې د یادو ناروغانو روغتیايي خدماتو ته لاس ‌رسی کم شي.

دغه سازمان له بهرنیو ملاتړ کوونکو غواړي چې په افغانستان کې د نري ‌رنځ ناروغۍ د مخنیوي لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې، نری رنځ په نړۍ کې نهمه وژونکي ناروغي ده، چې هرکال شاوخوا څلور نيم ملیونه انسانان وژني.