اپریل 21, 2021

د نجونو په ترانو بنديز؛ د افغانستان پوهنې وزارت یاران سره یوه مرکه کې د وروستۍ پرېکړې سپیناوی ورکړ

د افغانستان حکومت په یوه تازه پریکړې کې اعلان کړی چې له دولسو کلونو پورته انجونې نور نشي کولی چې د سټېج پر سر ترانې ووايي.
دې کار پر ټولنيزو رسنيو تر ډیره منفي غبرګونونه راپارولي دي.
موږ هم وغوښتل چې د خلکو د همدې پوښتنو او اندیښنو د ځواب په اړه د پوهنې وزارت غبرګون ولرو چې پر کومو دلایلو یې دا تصمیم نیولی دی.

عاقله اسد – د یاران خبریاله
نجیبه ارین – د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده

عاقله اسد: ولې پر نجونو د ترانو ویلو بندیز ولګېد؟

نجیبه ارین: د پوهنې وزارت داسې تصمیم ونیوه چې د هغه تصمیم په اساس موږ وکولای شو چې د متوسطې دورې او د لیسې دورې د زده کړو بهیر چې د کرونا له امله له خنډ سره مخ شوی په دې کې لږه چټکتیا رامنځته شي او په ۱۴۰۰ کال کې د زده کوونکو ډېری تمرکز باید په زده کړو اوسېږي.

عاقله اسد: ولې ناڅاپه داسې پریکړه وشوه او ستاسو مکتوب کې یواځې په نجونو بندیز لګېدلی؟

نجیبه آرین:ـ ډېری کورنیو شکایت درلود چې تشریفاتي غونډو او برنامو د هغوې د ماشومانو زده کړې له ستونزو سره مخ کړې نو د هغوې د شکایتونو په اساس موږ دا اقدام پورته کوو او موږ پر نجونو او هلکانو دواړو بندیز لګوو.

عاقله اسد:ـ د نجونو له ترانو ویلو کومه منفي پایله مو لرله؟

نجیبه آرین:ـ موږ د نجونو له ترانو ویلو سره هیڅ ستونزه نه لرو او هغه څه چې هیوادوال یې غواړي موږ یې هرکلی کوو.

عاقله اسد:ـ د نجونو ترانو ویلو په ټولنه او معارف کوم منفي اثر لرلو؟

نجیبه آرین:ـ د نجونو او هلکانو ترانو ویلو یواځې د دوی په زده کړو منفي اغیزه کوله، د دوی زده کړې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کولې نور هیڅ ډول منفي اغېزه یې نه درلوده.

عاقله اسد:ـ د نجونو په ترانو ویلو بندیز، رسنۍ او خلک وایي چې تاسو د طالبانو راتګ ته اماده ګي نیسئ
ایا په ریښتیا هم اماده ګي ده یا کومه بله خبره؟

نجیبه آرین:ـ هغه مسایل چې مکتوب کې ذکر شوې هیڅ ډول سیاسي اړخ نه لري، موږ د ابتدایه دورې نجونو او هلکانو دواړو ته اجازه نه ورکوو چې تشریفاتي غونډو او برنامو کې ګډون وکړي.

عاقله اسد:ـ د ترانو په ویلو نجونو تشویق او جرات ترلاسه کوه، ایا فکر نه کوئ چې له هغوې بیرته دا جرات اخلئ؟

نجیبه آرین:ـ د جرات لپاره مختلفې لارې شته، زده کوونکي باید اوس ډېر تمرکز په زده کړو وکړي.

عاقله اسد:ـ د بشر حقونو کمیسیون هم نن دا اقدام وغنده، هغوې وایي هنري مهارتونو ته د ماشومانو لاسرسی د هغوې حق دی، کله چې داسې غبرګونونه راپورته کېږي تاسو ورته څه ویل لرئ؟

نجیبه آرین:ـ کوم مکتوب چې د کابل پوهنې ریاست خپور کړی له وزارت سره یې هیڅ ډول همغږي نه لرله نو موږ رسنۍ او بنسټونه نه ملامته کوو ځکه د کابل د پوهنې ریاست چې مکتوب خپور کړی وزارت پورې اړه نه لري.

عاقله اسد:ـ بشر حقونو کمیسیون ویلي چې دا د ماشومانو د کنوانسیون خلاف عمل دی.
اغلې آرین تاسو دې برخه کې څه کول غواړئ؟

نجیبه آرین: موږ دا ستونزه حلوو او د پوهنې ریاست چې د جنسیت او د عمر خبره کړې وه په بشپړ ډول د منلو نه ده او دا کار یې په خپل سر کړی، له پوهنې وزارت سره هیڅ ډول همغږۍ پکې شتون نه درلود.

عاقله اسد:ـ نارینه ښوونکي له دولس کلو پورته نجونو ته درس ورکولای نه شي، ولې؟

نجیبه آرین:ـ د پوهنې وزارت داسې هیڅ ډول تصمیم نه لري او دا کار نه اوس کېږي او نه به راتلونکي کې ترسره شي.

عاقله اسد:ـ د کابل پوهنې ریاست ولې دومره لویه پریکړه کولای شي؟

نجیبه آرین:ـ کومه طرحه چې د پوهنې وزارت جوړه کړې وه د پوهنې ریاست ترې غلط برداشت کړی او دغه برخه کې تېروتنه شوې ده نو لنډ وخت کې به د پوهنې وزارت هیوادوالو ته بیرته سپیناوی ورکړي او د اساسي قانون په رڼا کې به د کابل پوهنې ریاست څخه د دغه خپل سرې اقدام پوښتنه وشي.

عاقله اسد: ایا تاسو بیرته خپله پریکړه اخلئ؟

نجیبه آرین:ـ هو موږ د پوهنې ریاست دا اقدام ردوو، د جنسیت او د سن او سال خبره زموږ په طرحه کې شتون نه لري، ترانه ویل اختیاري کار دی، موږ به د اپتدایه دورې نجونو او هلکانو دواړو ته اجازه ورنه کړو چې نور په تشریفاتې غونډو او برنامو کې ګډون وکړي او دا کار موږ د خلکو په خوښه کوو.

عاقله اسد: ډېره مننه اغلې آرین چې مرکې ته حاضره شوې.

نجیبه آرین: له تاسو او یاران ویبسایټ هم مننه چې د هیوادولو لپاره کار کوئ او هغوې له حقایقو خبروئ.

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ