د نجونو هيلې او آرمانونه مه وژنئ

هر ځوان، او هره پېغله، په خپل ژوند کې لوی، لوی آرمامونه لري چې يو يې هم خوښ ژوند ښه کورنۍ درلودل دي. هره پېغله ارمان لري تر څو يوه ښه کورنۍ کې واده شي. خاوند نيک انسان دښه خوی څښتن او باسواده وي. تر څو آينده ژوند يې خوښ او آرامه وي.
چې زياتره وخت د جينکو دغه ارمانونه نيمګړي پاتې کيږي او دشخړو لانجو په بدل کې قرباني کيږي.

کلونه کېږي، چې افغانې ښځې د د لويو جرمونو قرباني دي او وخت ناوخت د شخړو د حل کولو په خاطر په بدو کې ورکول کېږي.

په بدو کې د نجونو ورکړه د افغانستان په زياتره سیمو پورې اړوند دی، دا د هېواد یوه سرتاسري ستونزه ده او د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې بېلګې لیدل شوې دي.

تر ډېره د دغسې ناقانونه پرېکړو د کولو له کبله قومي مشرانو، ملکانو، سپین ږېرو او زورواکو ته ګوته نیول کېږي. په دې ارتباط په لسګونه څېړنې شوې او څوک ترې منکرېدلی هم نه شي.

کلونه کلونه کېږي چې افغان ښځې د بدیو قرباني دي او وخت ناوخت د شخړو او لانجو د حل کولو په خاطر په بدو کې ورکول کېږي.

په بدو کې د نجونو ورکړه د افغانستان په یوې سیمې پورې اړوند دود نه دی، دا د هېواد یوه سرتاسري ستونزه ده او د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې بېلګې لیدل شوې دي.

خو هغه پېغله چې په بدو کې ورکول کېږي، له دې هر څه محرومېږي. دا د هغې روح زخمي کوي. دا به دغه درد هيڅکله هېر نه کړي، ځکه دا شیان د هر چا په ژوند کې فقط یو ځل راځي او چې څوک ور نه محروم شي، ابدي محروم به وي.

کله چې یوه نجلۍ په بدو کې ورکول کېږي، د هغې ټول ژوند ورسره خرابېږي، ځکه چې خسرګنۍ هغې ته د دوښمنې په سترګه ګوري، هغه رټي، سپکوي یې، پېغورونه ورکوي او په نه خبره یې وهي ټکوي.

له یوې خوا یې واده له خپلې خوښې پرته کېږي او له بلې خوا دغه ښځه ټول عمر په هغه دوزخ کې تېروي چې د خسرګنۍ کور یې بولو. دا د نجلۍ پر اروا ډېره بده اغېزه کوي، خو دا چې له زغملو پرته بله چاره نه لري، هر څه په پټه خوله زغمي.

وروسته چې د دې ښځې اولادونه نړۍ ته راشي او را لویېږي، هغوی هم په رواني ناروغیو اخته کېږي، ځکه چې په کور کې یې هره ورځ له مور سره تاوتریخوالی کېږي.

په کور کې تاوتريخوالی د ماشومانو پر روح بده اغېزه کوي او دا چې مور پر ماشومانو لا زیاته ګرانه وي دوي ډېر ځوريږي. او دغه حالت يې په اسانۍ له ذهن څخه نه وځي.

حېرانوونکې خو لا دا ده چې د افغانستان په څېر په یوه ټولنه کې چې ټول د مسلمانۍ دعوې کوي، څرنګه ممکنه ده چې یو مسلمان دې، په ناحقه خپل بل مسلمان ورور ووژني او بیا دې خپله لور، خور او ورېره د مقتول کورنۍ یوه غړي ته په بدو کې په نکاح ورکړي او قاتل دې پرېښودل شي چې په نورو جنایتونو لاس پورې کړي او بې له کوم فشاره لوړ سر وګرځي.

دغه کړنې زياتره په کليو کې رامينځه ته کيږي. او د سپين ږيرو، قومې مخورو، په فيصله پای ته رسيږي چې ناوړه پايلې ځان سره لري. نو هيڅکله د يوې پيغلې ارمانونه مه وژنی پرېږدی چې له خپل ژوند څخه خوند واخلي او کوم حق چې ورته اسلام ور کړئ هغه ډول ژوند وکړي.