Advertisements
ټولنیز ژوند سیاست

د نا امنۍ پراختیا؛ حکومتي دلایل څومره ریښتیا دي؟

لیکنه: ياران

لیکنه: ارشاد رغاند

په وروستیو کې د افغانستان له ګوټ، ګوټ څخه د نا امنۍ د خبرونو له زیاتوالي سره د چارواکو په خوله دا خبره هم عامه شوې، چې خلک باید په امنیت ساتلو کې له حکومت سره مرسته وکړي .

د خلکو مرسته ریښتیا هم په امنیت ساتلو کې اړینه ده ؟
که هو نو دا همکاري یې کړې کنه ؟
که هو ولې امنیت نه دی ټینګ شوی ؟
یا نور لاملونه شته، چې د نا امنۍ سبب شوي ؟
په دې لنډه لیکنه کې به په همدې اړه لنډ بحث ولرو .

خلک او امنیتي ادارې
په کلیشه یي اصطلاح دا د لمر په شان روښانه حقیقت دی، چې د خلکو له مرستې او همکارۍ پرته په یوه هېواد کې هم امنیتي ادارې په امنیت ټینګولو نه شي بریالي کیدای .

له دې وجې اړینه ده، چې خلک پر دولت یا امنیتي ادارو د کوم احسان له مخې نه؛ بلکې د خپل ځان و مال د خوندیتوب لپاره هم د ملي او انساني وجیبې پربنسټ له هرې ممکنې لارې په امنیت ساتلو کې د امنیتي ادارو مرسته او همکاري وکړي .

پر دې به سترګې پټول بې انصافي وي، چې په امنیتي برخه کې اوسنی حکومت له ټولو ناکامیو سره ظاهراً په دې توانیدلی، چې له امنیتي ادارو او ځواکونو سره د خلکو مینه زیاته کړي .

د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نیږدې والی او پر امنیتي ځواکونو باور د ډېرو نظر پوښتنو د پایلو ترڅنګ له دې هم زیات شوی ښکاري، چې نیږدې هره ورځ د هېواد له یوه ولایته په جلاـ جلا ولسي مراسمو او هم نورو راټولیدنو کې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ غږ پورته کیږي .

د دې ترڅنګ اوسنۍ ملاماتونکې جګړه، چې د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېر یې لوړ کړی د دې سبب شوې نه ده چې له ملي ځواکونو سره ولسي لېوالتیا کمه او لیکو ته یې د نویو ځوانانو د ورتګ مخه ونیسي .

سربېره پردې په وروستیو کې لیدل کیږي، چې د هېواد په ډېرو برخو کې خلک د وسله والو مخالفینو پر وړاندې پاڅونونه کوي او بیا له دولته غواړي څو د سیمه ییزو پولیسو یا پاڅونوالو په توګه یې رسمي ملاتړ وکړي .

دې ټولو ته په کتو سره دا ادعا ډېره بې منطقه ښکاري، چې ګواکې خلک د امنیتي ځواکونو یا امنیت ساتلو همکار نه دي . یا یې په دې برخه کې خپل مسولیتونه سم ترسره کړي نه دي او له دې کبله امنیتي حالت ترینګلی شوی دی .

ستونزه څه ده، حکومت څه وایي ؟
که ووایو حکومت ته د ستونزې څرک نه دی معلوم تېروتي به یوو؛ ځکه دا نیږدې څو اونۍ مخکې د کورنیو چارو وزیر ویس برمک د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې سناتورانو ته په ډاګه کړه، چې د ملي شورا یو شمېر غړي پخپلو تورو ښیښو لرونکو موټرو کې کابل ته ترهګر لېږدوي .

هغه د موټرو د تورو ښیښو د پاکولو پر وړاندې د سیاستوالو د خنډ جوړولو یو دلیل هم له ترهګرو سره د دوی همکاري یاده کړه .

له دې اخوا همدا اونۍ په فراه کې د ملي امنیت لوی ریس معصوم ستانکزي د خپل سفر پرمهال له نوم اخیستو پرته په نظام کې دننه ځینې کړۍ د نظام په تخریب او د ترهګرو په ملاتړ تورنې کړې .

د دې ډول تور پورې کولو او ادعا کولو سلسله اوږده ده ، هم په اوسني او هم په مخکیني حکومت کې په ځلونو لوړپوړیو چارواکو ورته ادعاوې کړي خو دا چې ولې یې په مشخص ډول د هغو خلکو نومونه نه دي اخیستي، چې د نظام له منځه د نظام پښې وهي د دوی په اخلاقي کمزورۍ او مصلحت بازۍ دلالت کوي .

د ترینګلي امنیتي حالت د کابو کولو لپاره عملاً تراوسه د حکومت داسې ګامونه نه لیدل کیږي، چې هیله منونکي وي او دا وښيي چې حکومت د دې وضعیت د مهارولو لپاره واقعاً د مسولیت احساس او کوم فکر لري .

تر کال دوه مخکې پورې حکومت د امنیتي ننګونو د حل لپاره هم د نورو برخو په شان خلک په طرحو جوړولو او څو کلنو لاس لاندې پلانونو غولول، خو اوس داسې ښکاري، چې دا پلمې زړې شوي او له چلښته پاتې دي .

د وروستیو پېښو په اړه حکومت تر ډېره په توجیه جوړولو بوخت ښکاري، که په فراه کې وضعیت خرابیږي دوی یې لامل د ایران لاسوهنه او د اوبو د بندونو پر وړاندې مزاحمت ګڼي .که په کابل کې کومه پېښه وشي د سولې پر وړاندې یې د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو خنډ جوړول په ګوته کوي .

همدا ډول نورې ډېرې خبرې شته، چې حکومت یې خلکو ته کوي، اما دا چې د نا امنۍ له ټولو دلایلو سره حکومت د مسولې او ځواب ویونکې مرجع په توګه څه اقدام کړی، یا یې ولې نه دی کړی له دې پوښتنو څخه په بېلا بېلو بڼو هڅه کیږي، چې عامه ذهنیت بل طرف ته مصروف وساتل شي .

حل لاره څه ده ؟
د امنیتي وضعیت ترینګلتیا که هر دلیل ولري، خو حکومت دې ومني چې دا هم د دوی د فعالیتونو په کارنامو پسې حساب دي او ملت ته دوی په دې اړه مسولیت لري .

د دې لپاره ښه ده، چې حکومت د یوه علمي یا تحقیقاتي مرکز د رول لرلو پرځای هم ځان او خپل امنیتي سکتور پوه کړي چې دوی نه خلک شننې نه؛ بلکې عملي اقدامات غواړي .

دا دلیل نور نامناسب دی، چې خلک دې په امنیت ساتلو کې مرسته وکړي . که د خلکو مرسته نه وي نو چارواکي باید پوه وي، چې د څو لکه امنیتي سکتور سرتېري له همدې خلکو پرته نه د دوی بهر مېشتي اولادونه او خپلوان او نه نور څوک دي .

همدا خلک دي، چې هم د نا امنۍ په پېښو کې د بې دفاع او بې پوښتنې وګړو په حیث تر ټولو زیات قرباني کیږي او هم د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د سرتېرو په حیث !

چې داسې ده، حکومت باید د خپل اسلامي ، ملي او وجداني مسولیت له مخې د هغو کړیو پر وړاندې په اول قدم کې اقدام وکړي، چې دوی یې د نظام دننه نظام ځپونکي او د ترهګرو ملاتړي ګڼي .

په وروسته ګامونو کې دې د امنیتي سکتور سیاسي ګومارنې ختمې او د مسلکي او مستحقو کادرنو له ګومارنې سره په امنیتي سکتور کې د کادرنو تشه ډکه کړي .

له فساد سره مبارزه، د امنیتي ځواکونو د امکاناتو نه حیف و میل کیدل او ورته نور ګامونه ټول هر یو پرخپل ځای د بحث وړ دي، خو که لومړني ګامونه واخیستل شول، ملت ډادمن کیږي، چې نور ګامونه هم اخیستل کیدای شي .

که حکومت له خپله اړخه په دې برخو کې لږ عملي اقدامات واخیستل، حتمي ده چې له امنیتي ځواکونو نه مرسته کوونکي هم څه له خجالتۍ او څه له وېرې مجبوریږي، چې خپله برخه ناترسره کړي مسولیتونه په امنیت ټینګولو کې ترسره کړي .

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران