د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري

ليکنه او راټولونه

اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې او وګړو همکاري او انساني ټولنه دې ته رابولي چې یو له بل سره خپل د همدردۍ او خواخوږۍ،  یو پر بل د دایمي زړه سوي ټینګار او د ټولنیزو ادابو په پام کې ساتلو پرله پسې سپارښتنې موږ ته په اسلام کې د ټولنیز ژوند ارزښت انعکاس کوي.

تاریخي تجربو او دروني تحلیلونو دا ثابته کړې ده چې یوازې د مادیاتو په اساس جوړي شوي اړیکې یوه داسې ټولنه نشي رامنځته کولای چې د هغې ریښې ژوري او بنیادونه یې دایمي وي، چې ورباندي د بشري ټولنې یو مظبوط تعمیر ودرولای شي.

هر انسان په فطري ډول د نورو انسانانو زړه سوي او همدردۍ ته د ژوندانه په ځینو مراحلو کې اړتیا احساس لري، هغه د وړکتوب، سپینږیري‌توب، رنځ او نورو ستونزو او حوادثو کې د نورو همکارۍ ته اړ وي هغه د نورو عادي ژوند په پرتله په دې مرحلو کې زیات د نورو د زړه سوي او لاس نیونې انتظار باسي، هغه چې کله د توقع برخلاف د دې احساس سرچپه له نورو څخه همدردي او مرسته ترلاسه نه کړي، دا ډول دریځ د هغه په شخصیت او سلوک منفي اغېزې اچوي چې د ځان او ټولنې په وړاندې د هغه په اړیکو کې منعکس کېږي.

اسلام انساني ټولنه ټولنیزي همکارۍ، یو پر بل زړه سوي او همدردۍ او ګډي خواخوږی ته رابولي، اسلام پر دې ټینګار کوي چې مسلمانان د یو بل پوښتنه وکړي، یو له بل سره خپلوي وپالي، وروڼه او دوستان پیدا کړي ترڅو په سختو حالاتو کې یو بل سره مرسته وکړي، د ګاونډي پوښتنه وکړي.

د ناروغ پوښتنه او هغه ته ورتګ د نورو په وړاندې د هغه په زړه کې د مینې احساس را ژوندی کوي او د هغه دردونه کموي، مریض په دې پوهوي چې ملګري، خپلوان او ټولنه دوی ته پام کوي.

له ابوهریره رض الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله ص فرمایي: کله چې یو مسلمان د خپل دیني ورور د ملاقات لپاره خاص د الله تعالی د رضا لپاره ورشي الله تعالی ورته فرمایي: خوشاله اوسې او په جنت کې دې د خپل ځان لپاره هستوګنځای ونیوه.

کله چې موږ د ناروغ پوښتنې ته ورځو، ترې دعا وغواړو دعا یې قبلېږي ځکه چې د هغوی دعا د ملایکو له دعا سره برابره ده.

ابن عباس رض فرمایي: د ناروغ یو ځل پوښتنه کول سنت دی او تلل یې د ثواب کار دی.

کله چې د ناروغ پوښتنې ته ځو نو یوه ډالۍ هم ورته واخلو ترڅو خوشحاله شي.

ناروغي د ګناهونو پاکوونکې ده، کله چې زموږ په کور کې رنځور وي باید خیرات او صدقه ورکړو ځکه چې الله تعالی د صدقې په وجه رنځونه ختموي.

 

وروستي مطالب