هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
روغه سټه ژوند او ژواک

ایا نابینایان خوبونه ویني؟

ښايي ډیرو سره دا پوښتنه وي چې ایا هغه خلک چې سترګې یې کار نه کوي او نابینا دي خوب ویني؟ که خوب ویني څه په کې ویني؟ ایا دوی په خپلو خوبونو کې بینا دي؟ دلته یې درسره ځوابونه شریکوو.

د نابینایانو خوبونه

لومړی خو نابینایان خوب ویني.

خوب لیدل ډیر کله د خوب( ویده کیدو) هغه پړاو سره تړلي بلل کیږي چې( د سترګو چټک حرکت ) یې بولي. خو خوب لیدل په مغز کې ډیر ژور رامنځ ته کیږي، نو دا چې خوب لیدل د مغز کار دی نه د سترګو له همدې کبله نابینایان خلک همدومره خوبونه ویني لکه بینا خلک یې چې ویني.

نو که د چا سترګې د لیدو ځواک ونه لري خوبونه لیدی شي. خو دا چې د ژوند په کوم پړاو کې یې د لیدو ځواک له لاسه ورکړی دا د نابینایانو د خوب پر موادو او هغه څه چې خوبونو کې یې ویني اغیز کوي.

نابینا خلک د څه په اړه خوبونه ویني؟

کله چې خلک د خپلو خوبونو په اړه فکر کوي دوی په خوب کې لیدلې منظرې پیژني. د ډیرو لپاره دا د یو داسې فلم لیدو ته ورته دی چې ستاسو په سر کې چلیدلي دی.

په خوب کې د منظر لیدنې سربیره نور عناصر لکه غږونه، لمس، خوند، بوی، حرکت او ویره هم شامل وي. خو پر دې سربیره د دید تجربه مرکزي رول لري.

خوبونه یا رنګه وي او یا تور او سپین ، له همدې کبله دا طبیعي ده چې د نابینا خلکو د خوب لیدنې په اړه له سړي سره پوښتنې پیدا شي.
څیړنو له لسیزو راهېسې د نابینایانو د خوبونو او هغه څه په اړه تجربې کړي چې دوی یې خوب کې ویني. دوی خپلې موندنې بیا د بینا خلکو د خوب لیدنې د تجربو په رڼا کې څیړلي دي.

ګڼ خوبونه هم د لید او هم د ځینې فعالیتي عناصرو ګډه ټولګه وي. ( لکه له لوړ ځایه خوب کې غورځیدل)

تر نیمايي زیات خوبونه له غږ سره مله وي.

د ښځو په اړه ویل کیږي چې له سړیو زیات په خوب کې د ذایقې او بوی تجربه کوي. د سړیو په اړه ویل کیږي چې په خوبونو کې ډير کله غږونه او درد تجربه کوي.

نابینا خلک د بینا خلکو په مقایسه په خپلو خوبونو تر ډیره لمس، ذایقه او بوی تجربه کوي. دا تر ډيره د دوی د ویښې د مهال له تجربو سره تړلی چې دوی ډیر له همدې حواسو کار اخلي.

د نابینایانو په خوبونو کې کوم ډراماتیک او لوی توپیر نه شته البته ویل کیږي چې نابینا خلک په خپل خوبونو کې کم تیری ( تجاوز) ویني.

ایا نابینایان په خپلو خوبونو کې ویني؟

یو شمیر نابینا خلک په خپلو خوبونو کې دید لري او لیدلی شي. خو دا په دې پورې اړه لري چې هغوی کله خپل دید له لاسه ورکړی؟

هغه کسان چې نابینا زیږیدلي یا تر پنځه کلنې په کم عمر کې نابینا شوي خوبونو کې کې هم بینا نه وي. دا خبره په څو څیړنو کې ثابته شوې ده.

بل خوا هغوی چې له پنځه کلنې په زیات عمر کې نابینا شوي ، په خپلو خوبونو کې بینا وي. له دې ښکاري چې د بینايي د مهال یوه کړکۍ یې لا هم په مغز کې پرانیستي وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */