مارچ 5, 2021

د میرمنې او خاوند ترمنځ هغه ټوکې او شوخي چې باید همدا اوس یې پریږدئ

ژباړه: جاوید حیدرزی
ځينې نارینه د دې پوښتنې په ځواب کې (ولې دومره ناوخته راغلې؟) وایې (د دوېیمې مېرمنې کور کې وم) او فکر کوي چې له خپلې میرمنې سره مې ډېر خندونکې، ښه او جالبه خبر یا ټوکه وکړه، په داسې حال کې چې د داسې خبرو په تکرارولو کېدی شي ښځه د خیانت لور ته بوځي او وروسته له څه وخت څخه خپل ځای اظطراب او د بیلوالي له فکر څخه پیدا شوې ویرې ته ورکړي.
له بده مرغه ځینې کړنې او خبرې په ظاهر کې ټوکې ښکاري؛ خو د تکرار او وخت تېرېدو سره، د کورنۍ خوښي، خندا او ژوند اغیزمنوي.
په ژوند کې ځیني کوچني موضوعات شتون لري چې که د خاوند له لوري پاملرنه ورته ونشي، ډېر امکان لري چې د ګډ ژوند د خرابېدو لامل شي چې ځینې یې په لاندې توګه دي:
1- له میرمنې سره مو د ټوکو په وخت هیڅکله د طلاق کلمه مه کاروئ
د ارواپوهانو له انده، د پورتنیو موضوعاتو څخه یو هم د طلاق کلمه ده، مثلا کله مو چې میرمن په ټوکه کې درته ووایې چې (که یوه میاشت پخلی ونکړم، څه به وکړي؟) اصلا دا صحیح نده چې تاسو په ټوکه دا ځواب ورکړئ چې (طلاق درکوم)؛ ځکه کېدای شي هغه وځوروي او د همدې ټوکې له وجې له ستونزو سره مخ شئ.
او اسلام هم په دې برخه کې ټوکې او ساعتیرۍ بندې کړي.
2- له میرمنې سره مو د ټوکو پر مهال د (بی ظرفیته) کلمه مه کاروئ
د نارینه او ښځې عواطف یو له بل څخه توپیر لري، هیڅ لوری د دې حق نه لري چې د ځینو موضوعاتو په اړه د نه پوهېدو او یا بلې اندېښنې په صورت کې مقابل لوري ته (بی ظرفیته) ټکی وکاروي.
ځینې وخت د ساده او کوچنیو کلمو په کارونه مقابل لوری له استرس، ویرې او کم ارزښتۍ سره مخ کیږي، البته یوه کوچنۍ ټوکه یا خبر باید ژوند خراب نکړي، اما په دې خبرو عادت کیدل او تکرار یې کېدای شي په ګډ ژوند کې خبرې اترې او نورې اړیکې سړي کړي.
3- له مېرمن سره مو د ټوکې پر مهال پسخند وهل او ښکنځل کول پریږدئ
د ښکلي او خوشحال ژوند لپاره د شوخۍ له مخې هم پر یو بل پسخند وهل او یا یو بل ته ښکنځل کول ښه خبر نده او کېدای شې اړیکې مو خرابې کړي.
ښکنځلې او پسخند وهل ممکن له څه وخت تېرېدو وروسته درناوی او حرمت له منځه یوسي، مثلا کله مو چې میرمن درته وایې (که موږ ته ستونزه پیدا شوه، پلار به مې مرسته راسره وکړي) او خاوند یې د ټوکې له مخې ورته ووایې چې (پلار دې د خپل سقاط پیسې نه لري او ….)؛ ځکه دا خبرې د مقابل لوري د حقارت لامل کیږي او امکان لري په نفس اعتماد له لاس ورکړي.
4- د یو بل د ظاهري او باطني صفاتو درناوی وساتئ
د پورتنیو خبرو سربېره د قد، قوارې او لهجې په اړه مسخري شاید په ظاهر کې یو بل ته د ټوکې بڼه ولري؛ خو په باطن کې د یو بل د بې ارزښتۍ لامل ګرځي او په اړیکو ډير اغېز کوي.
او همدارنګه دا په یاد ولرئ چې هیڅ شی د یو بل د درناوي، ښو ټوکو او مینې ښکارولو په څیر د ګډ ژوند د پاېښت، نیکمرغۍ او ټینګښت لامل نه شي کیدای.