Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

د مکسویل او شکېب نشتون، محمدنبي لومړي مقام ته ورساوه!

ليکنه:سمیع الله درانی

د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو د الراونډرانو په تازه درجه بندۍ کې د شکېب الحسن نوم نشته، مکسویل دوهم لیکل شوی او محمدنبي عیسی خېل د نوملړ سرته رارسېدلی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا د نومبر په ۱۱ مه نېټه د دوشنبې په ورځ تازه د درجه بندۍ نوملړ خپور کړی، چې په دې درجه بندۍ کې د محمدنبي نوم او انځور په غټو لیکل شوی او هغه یې د لومړي مقام نیوونکی بللی دی.

محمدنبي ته پوره موقع په لاس ورغله، چې لا ښه پرفامېنس وکړي او راتلونکي کې د شل اوریزو لوبو د الراونډرانو په برخه کې تر ډېره وخته په لومړي مقام راج وکړي.

ګلېن مکسویل د اکټوبر میاشتې په وروستیو کې اعلان وکړ، چې د رواني ناروغۍ له کبله د څه وخت لپاره کرکټ نه کوي او کله یې چې دماغ ارام شول بیا به بېرته لوبو ته راستون شي.

د اسټرالیا د کرکټ ادارې هم ویلي و، چې مکسویل د اسټرالیا د توپ وهنې د ملا تیر دی او دوی ورته اړتیا لري، هغه به ډېر ژر لوبو ته راستون شي.

خپله مکسویل هم ویلي وو، چې دی له ډېر وخت راهیسې له رواني ستونزې سره مخ و، ډېره مبارزه یې وکړه، خو بالاخره یې د صبر کاسه راډکه شوه او درملنه یې پیل کړه.

په نوره نړۍ کې د رواني ناروغ لپاره سایکالوجېسټ یا روان پوه ډاکټر مشورې ورکوي، د ښو او ارامو ځایونو د نندارې توصیه ورته کوي او ځېنې ګټورې چارې ورته ښیي، ترڅو له ستونزې خلاص شي.

د اسټرالیایي لوبډلې د رواني برخې ډاکټر هم ویلي، چې مکسویل ته اړتیا ده، ترڅو د څه وخت لپاره له کرکټ څخه واټن واخلي.

مکسویل له دې وړاندې د شل اوریزو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی و، شکېب الحسن دوهم و او محمدنبي عیسی خېل دریم و.

مکسویل د سریلانکا خلاف دوه لوبو کې خطرناکه توپ وهنه وکړه او منځنۍ برخه کې یې زبردسته هېټېنګ وکړ.

اوس تازه د پاکستان خلاف لوبلړۍ کې نه و او په استراحت کې دی.

بل پلو په شکېب الحسن بندیز ولګېد او دوه کاله له کرکټ څخه لرې کړل شو.

نو د شکېب الحسن نشتون د دې لامل شو، چې محمدنبي عیسی خېل د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی شي.

د پنجشنبې په ورځ افغانستان له ویسټ انډیز سره د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیلوي، که دې لوبوکې محمدنبي ښه الراونډري نندارې ته وړاندې کړي؛ نو لا به یې له مکسویل څخه په نومرو کې واټن زیات شي او د ډېر وخت لپاره به یې نوم د الراونډرانو د نوملړ په سر کې لیکل شوی پاتې شي.

د محمدنبي عیسی خېل نومرې اوسمهال ۳۳۹ دي، د مکسویل ۳۳۳ دي، د سکاټلېنډي ریچي بېرېنګټن ۲۴۴، د بنګله دېشي محمدالله ۲۲۵ او د زِمبابویایي شین ویلیمس بیا ۲۲۰ دي.

د محمدنبي ښه والی په دې کې دی، چې بالېنګ او بېټېنګ دواړه کولی شي؛ خو مکسویل بیا په بېټېنګ کې ډېر ښه ځلېږي او بالېنګ کې بیا تر ډېره ټکېږي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی