د مور/ پلار ترمنځ شخړې او په ماشومانو يې بدې اغېزې

د مور/ پلار او اولادونو يو ځای اوسېدلو(ګډژوند) ته کورنۍ ويل کيږي. يوه نارمل کورنۍ هغې کورنۍ ته ويل کيږي، چې هر کار هره خبره په سلا او مشوره تر سره کوي. يو بل ته درناوي لري، له وړو لويو خبرو يو بل ته تيريږي، د ستونزو د رامنځته کېدو په صوروت کې په ارامه پرته له کوم جنجال تاوتريخوالي ورته د حللاره ګوري. د اولادونو په روزنه او پالنه کې دقيق اوسي. کلي، کور او د خلکو په منځ کې، خاص ځای لري. د دا ډول کورنۍ اولادونه با ادبه، هوښيار او ځيرک رالويېږي چې په راتلونکې کې د خپلې کورنۍ د وياړ سبب ګرځي.

هغه کورنۍ چې تل په خپلو کې په جنګ او لانجو اخته وي، په وړو خبرو جنګ جوړوي، پلار چې ځان د ټولې کورنۍ د هر کوچني او لوی کار مسوول ګڼي، په هره چاره  او برخه کې بې ځايه لاس وهنه مداخله کوي.

کله چې مېرمن يا اولادونه کومه تېروتنه کوي، د دې په ځای چې په ارامه يې وپوهوي له تاوتريخوالي کار اخلي. ځينې نارينه چې کله په خپلې سوداګرۍ کې تاوان يا له کور څخه بهر يې لانجه کړي وي، نو په دې صورت کې د اولادونو او مېرمن وړه تېروتنه بهانه کوي، خپل ډک زړه په دوی تشوي. ځينې ډېکتاتور پلرونه خپلو اولادونو ته اجازه نه ورکوي د دوی په مخکې خبرې وکړي، که يې اولادونه مجلس کې د خبرو ګډون کوي نو پلار په غوسه ورته ووايي:«چپ شه ته دخبرو کولو نه يې، د لويانو مخکې خبرې مه کوه.» دا هغه ماشومان دي چې زړونه يې ماتېږي بيا کله هم د خبرو کولو جرائت نشي کولی، که سمې خبرې هم کوي فکر کوي خبرې ناسمې او بې ځايه دي، دا ډول ماشومان په وېره کې رالویېږي، چې داسې بدې کړنې د ماشومانو په ذهن بدې اغېزې کوي د داسې کورنۍ اولادونه په روحي او جسمي ناروغيو اخته وي.
په ټولنه کې ناستې ولاړې خبرو کولو سم نه پوهېږي، يو ډول وېره له ځان سره لري که سمې خبرې هم کوي فکر يې ناسم وي خبرې نامناسبې او بې ځايه ورته معلومېږي الفاظ ترې تښتي.

دوی بې مينې رالوی شوي وي په مينه کولو مهربانۍ نه پوهېږي چې دا ډول ماشامونان راتلونکې کې د خپلې ټولنې د خنډ سبب کېږي. د اولادونو په پالنه او روزنه کې بايد کورنۍ ډېره هڅه وکړي، د ماشومانو مشورې ته لويان اړتيا نه لري خو ځکه بايد ورسره مشوره وشي چې هغوی ته ځان با ارزښته کس معلوم شي.

مور/ پلار بايد اولادونو په وړاندې جنګ جنجال ونه کړې که چېرې خپلو کې خپهه هم وي، د دوی مخکې دې د پخلاينې تمثيل وکړي ترڅو با ادبه، هوښيار او ځيرک ماشومان ټولنې ته وړاندې کړي.