طبیعت

د مني موسم:د کال هغه فصل چې وني پاڼي ژړوی او رژوي.

ليکنه: سمیع الله درانی

مني موسم کې د اوړي ګرمه هوا په ورکېدو شي، هوا بدلون مومي، هوا ورو، ورو ژمي خواته ورنږدې کېږي، د مني یا خزان موسم کې ځېنې ونې پاڼې رژوي، هغه ونې چې همېشه بهار وي، د هغوی پاڼې تازه وي.

د مني موسم کې هوا خوشکه شي، پوستکي باندې تاثیرات لوېږي.

ننګرهار کې بیا منی له سهاره تر مازیګره هوا معتدله کېږي، چې آن ځېنې خلک یې دوهم او بې ګلونو پسرلی بولي.

د مني موسم کې ځېنو کسانو ته موسمي خفګان هم زیاتېږي او د ځېنو کسانو زړونه تنګېږي.

خو دا موسم اصل کې د ژمي لپاره د چمتو والي موسم دی، د کورنۍ غړي د ژمي لپاره خس او خاشاک جمع کوي، ترڅو د ژمي یخ موسم کې ترې استفاده وکړي.

په کلیوالو سیموکې کورني ونې را وهي، هغه مېده کوي او بیا د ژمي لپاره لمر وچوي، کله چې ژمي کې هوا سړه شي او بارانونه وي، بیا نو له دغو لرګیو، خسو او خاشاکو د ډوډۍ، ترکاري بابو او خونو ګرمولو لپآره ګټه اخلي.

خو بله مهمه خبره په مني کې دا ده، چې دې موسم کې د ژمي لپاره او ان پسرلي لپآره فصلونه کښت کېږي، اوس ځېنې ځایونو کې د غنمو کښت لپاره پټي وتره یا اوبه کېږي، له جوارو پټي وزګار شوي او د شولو د کروندو وخت هم نور په تمامېدو دی.

بزګران چې د ټولنې مهم غړي دي، دوی اوس د فصلونو کرلو لپاره چمتو والی روان کړی دی.

نو ټولو بزګرانو نه هیله دا ده، چې کروندو او پټیوکې حلال فصل کښت کړي، ترڅو یې ده ته هم په دې دنیا او هم په هغې دنیا خېر ورسېږي او خلکو او هېواد ته یې هم ګټه ورسېږي.

د مني موسم کې کوچیان او شپانه بیا له خورا یخو ځایونو ګرمو ځایونو ته کوچ پېلوي، له خپلو رمو سره هغو ځایونو ته ځي، چې شنې ورشوګانې ولري او هوا ډېره یخه نه وي، دوی د غرونو لمنو او هوارو وښو لرونکو دښتو کې کېږدي ودروي، خپل څاروي څروي او له محصولاتو استفاده کوي.

درنو هېوادوالو تاسې د مني په موسم کې څه کوئ او د راتلونکي لپاره کوم چمتووالی لرئ؟

ننګرهار کې د مني موسم کې د پوهنتون محصلین درسونه وایي، ځکه د دوی درسونه پیل شوي وي، د ژمي ازموینوته درسونه وایي، مطالعې کوي او پوهنتونونو ته ځي.

د مني په موسم کې افغانستان کې هوا وچېږي او ورسره ځېنې ناروغۍ لکه زکام، د مخ پوستکي وچوالی او نورې پېدا کېږي، د دې لپاره هم باید تدابیر ولرئ، د تګ پرمهال باید پوزې ته ماسک واچوئ، ترڅو هوا فلټر شي او د پوستکي د وچوالي د مخنیوي لپاره باید له معتدلو اوبو استفاده وکړئ او خورا یخو اوبو نه ځان وساتئ.

والدین او د کورنۍ غړي باید کوچنیو ماشومانو او اولادونو ته په دې موسم کې پام وکړي، هم یې د روغتیا لپاره تدابیر ونیسي او هم یې د زده کړو غم وکړي.

د روغتیا لپآره دا چې باید ګرمې جامې ورته چمتو کړي او له یخنۍ څخه ماشومان وژغوري.

شل سلنه یا شل فصده امتحانونو ته د عقرب میاشت کې چمتووالی روان وي.

د ښونځیو زده کوونکي بیا درسونه وایي او د ژمي موسم ازموینو لپاره هم ښوونځي ته ځي او هم درسونه مطالعه کوي.

لنډه دا چې د کال څلور فصلونه د الله ج له خوا د هغه د قدرتونو نښې دي او بنده ګانو ته پکې د کارونو او ځان جوړولو چانسونه په لاس ورکوي.

له دغه هر موسم څخه باید مونږ د اسلام، ټولنې او ځان جوړولو او پاللو لپآره پوره ګټه پورته کړو.

د دغو موسمونو له هرې ثانیې، دقیقې، ساعتونو او ورځو څخه باید د وطن د پرمختګ او بقا لپآره ښه او اعظمي استفاده وشي.

د هېوادوالو د ښه ژوند او اباد افغانستان په هیله!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی