ليکنه: مدثر دعوت
د ۲۰۱۹ز کال IPL لومړي پړاو وروستۍ لوبه د کلکتې او ممبی تر منځ وه.
د کلکتې لپاره د لوبي ګټل ډير مهم وه ځکه د لوبي د بايللو په صورت کي حيدر اباد د ۴ غوره لوبډلو پړاو ته تلله او همداسي وسوله.
د لوبي پچه ممبی وګټله توپ اچوونه یې انتخاب کړه.
د کلکتې توپوهونکو هيڅ يوه هم ښه توپوهنه ترسره نه کړه.
يوازي د لين ۴۱ منډي د لوبډلي لپاره ښه وخت وو.
نارین ۹،کارتيک ۳ ، رانا ۲۶ او رينکو سينګ ۴ منډي وکړې.
رسل په لومړي ځل په صفر منډو وسوځيدی او اتاپا بيا د شل اووریزي لوبي څخه ټيسټ جوړ کړ او په ۴۷ توپونو يې ۴۰ منډي وکړې.
د ممبی لپاره هارديک پانډيا او بومرا ۲ ويکټي او ملينګا ۳ ويکټي واخيستې.
کلکتې په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۱۳۴ منډي هدف وټاکی.
د ممبی لپاره ډيکوک ۳۰، سرياکمار ياداو ۴۶ او روهيت شرما ۵۵ منډي وکړې او لوبه یې ختمه کړه.
د کلکتې لپاره يوازي کريشنا يوه ويکټه واخيستله.
ممبی انډينز په ۱۷م اوور کي لوبه په ۹ ويکټو وګټله.
هاریک پانډيا د کلکتې د دواړو اوپنرانو د سوځولو په خاطر د لوبي غوره لوبغاړی سو.
د کلکتې په بايللو سره حيدر اباد وکولای سوله چي دويم پړاو ته لاره پيدا کړي.
سبا د می ۷مه چينای د ممبی سره او د می په اتمه ډهلي د حيدراباد سره د دويم پړاو لومړۍ لوبی کوي.
د لومړۍ لوبي ګټونکی به پايلوبي ته ځي او بايلونکې لوبډله به د دويمي لوبي د ګټونکي سره په نيمه پايلوبه کي لوبيږي.