د ملګرو ملتونو امنیت شورا: افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خپره کړې اعلامیه کې په بغلان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې پر کارکوونکو برید هم په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې د هغو کسانو په نښه کول ستر بشري جنایت دی چې بشردوستانه خدمات ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي دوی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ترهګریزو کړنو مخالف دي او ټولې هغه کړنې غندي چې پکي بېګناه او ملکي وګړي وژل کېږي.

سرچینې له افغان حکومت غوښتي چې ددغه ډول بریدونو په اړه ژر تر ژره پلټنې وکړي، سرچینې او ملاتړي یې پیدا کړي او د قانون منګولو ته یې دې وسپاري.

د یادونې ده چې تېره ورځ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشر دوستانه مرستو په برخه کې پر فعالو کسانو بریدونه د اندېښنې وړ بللي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما له لوري په بغلان کې د تېرې ورځې برید چې له امله یې لس ماین پاکوونکي وژل شوي وو په کلکو ټکو غندل شوی او هغه یې بشر ضد جنایت بللی دی.

په دغه اعلامیه کې راغلي چې په بېلو وسله والو ډلو کې داسې کړۍ شته چې په قصدي توګه د بشري مرستو په برخه کې فعال کسان په نښه کوي او دا بشر ضد جنایت باید ودرول شي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یو ځل بیا غږ کړی چې ټولې وسله والې ډلې دې د سولې لپاره خپل نیت په عمل کې ثابت کړي او د تاوتریخوالي په کمولو دې دا وښيي چې دوی عملا د جګړو کمول او د سولې تامین غواړي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ