د ملالۍ یوسفزئ په ژوند د جوړ شوی هندي فلم د خپرېدو نېټه په ډاګه شوه.

ليکنه: ابوبکر عليزی
دملالې یوسفزئ پر ژوند د جوړېدونکي فلم چې هندي سینما یې جوړوي او ګل مکۍ نوم یې ورکړی د ریلیز کېدو نېټه یې په ډاګه شوه.
د هند ځوان فلم لارښود امجد خان په لارښونه او د انند کمار په پروډیوسینګ کې د ملاله یوسفزئ په ژوند جوړېدونکي فلم ګل مکۍ کې د هندوستان تکړه ماشومه ستورې ریم شیخ د ملالې رول لوبوی او د دغه فلم مرکزي رول همدا دی.
ریم شیخ په ۲۰۰۹ کال کې د یوې ماشومې هنرمندې په حیث خپل لوبیز ژوند پيل کړ او هندي سریال (یه رشته کیا کهلاتا هی) څخه خلکو وپېژندله.
د فلم په نوره ډله کې دیویا دته، مکیش رشي، ابهیمنیو سنګه اواعجاز خان شامل دي.
د فلم شوټینګ چارې په کشمیر کې تر سره شوي دي.
د دغه فلم په تړاو خاص خبره دا ده چې هندي فلم کې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ په وړاندې اقدام کوي.
دغه راز د پاکستان د خلکو په تړاو هم په کې ویل کیږي چې څه ډول د ترهګرۍ په خلاف مبارزه کوی او جنګ ګټي.
اټکل داسې دی چې دغه فلم راتلوونکي جنوري میاشت په ۲۰۲۰ کې نندارې ته وړاندې شي.

 




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ