د معاصر ادب لیکوال طاهر افريدي شخصي او ادبي ژوند ته لنډه کتنه

راټولونه

د پښتو د معاصر ادب د افسانو، ناولونو، راپورتاژ او سفرنامو نوموتی لیکوال طاهر افریدی د ۸۲ کالو په عمر ومړ.
طاهر يه ۱۹۳۹ کې په دره ادام خېل کې وزېږېد. نوموړي رسمي زده‌کړې نه وې کړې، خو کله یې چې د شاعرۍ لومړنی اثر خپور شو، دا یې په خپل لومړني اثر سره ثابته کړه، چې طاهر د پښتو ادب لپاره ځلانده ستوری دی.
طاهر افریدی هغه څوک دی، چې ۶۰ کاله یې د پښتو ادب لپاره زیار کښلی او پښتو ادب یې په بې سارو خوندورو ۲۱ کتابونو نازولی دی.
طاهر په ځوانۍ کې د کار او مزدورۍ لپاره کراچۍ ته لاړ، او د وخت په تېرېدو او د طاهر کار په غوړېدو سره وروسته یې کډه هم کراچۍ ته یوړه.
که څه هم د طاهر لومړنی اثر د شاعرۍ وو، خو ورپسې یې د افسانو په برخه کې په ۱۹۶۰ کې د( تانه په غم کې کمه نه یم) چاپ او همدې سلسلې ته یې دوام ورکړ.
په ۱۹۹۰م کال کې یې د د جرس ادبي جرګه جوړه، او په ۱۹۹۰م کې د جرس په نوم درې میاشتنۍ ادبي مجله پیل او ۱۳ کاله یې وچلوله.
د طاهر افریدي مېرمن د هغه د تره لور وه. دوی اولاد نه درلود، خو د خپل تره د زوی، زوې یې د خپل زوی په توګه رالوی کړ.
د طاهر په ستومانه ژوند ناروغي هم ورګډه وه. چې په ۲۰۱۰م کال کې طاهر فالج وواهه، خو له دې سره بیا هم نوموړي د لیک او لوست لار نه وه پریښې.
له نیکه‌مرغه د پښتو ادب دا ستوری د افغانستان دولت ونازوه، او طاهر ته د غازي میربچه خان مډال ورکړل شو.
د طاهر افریدي څخه راپاتې اثار په لاندې ډول دي:
الف ـ افسانې
۱ـ پاڼې پاڼې
۲ـ دیدن
۳ـ تانه په غم کې کمه نه یم
۴ـ د محلونو خوا کې
۵ـ لاره کې ماښام
۶ـ بیا هغه ماښام
۷ـ نور خوبونه نه وینم
۸ـ موده پس اشنا راغی
۹ـ تا سره خبرې
۱۰ـ د څو لحظو لویه قیصه
ب ـ ناولونه
۱ـ ګاڼو کې رګونه
۲ـ شین سترګې په نوم( له اردو څخه بارکوال میاخېل ژباړلی)
۳ـ تربوزک
ج ـ راپورتاژ
۱ـ جانان مې قطر ته روان ده
۲ـ لاړ شه پېښور ته
۳ـ ځۍ چې ځو کابل ته
۴ـ سفر په خیر
۵ـ سفر مدام سفر او دوه ډرامګۍ د( رنځ ور له راشه) او( بدنامه) په نوم هم د یادولو وړ ده.

 




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ