مارچ 8, 2021

نوې څیړنه: مطالعه یا کتاب لوستنه مو له ناروغیو ژغوري

Advertisements

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی
هغه چې وایې، کتاب هغه ښه ملګری دی او ډیر څه درته درکوي، خو په بدل کې درځینې هیڅ هم نه غواړي، هغه همدغه مطالعه ده چې په کولو سره یې انسان د پاچاهۍ تر تخت ورسول او د پوهانو نومونه یې له مرګ وروسته هم ژوندي وساتل.
مطالعه کول د ډیرو معنوي ګټو سربیره یو شمېر صحي ګټې هم لري چې په دې وروستیو کې د سکاټلینډ په ګلاسکو پوهنتون کې ترسره شوې څیړنه ښيي؛ کتاب لوستل او مطالعه کول مو له ژور خفګان څخه ژغوري.
یادو څېړونکو چې خپله څېړنه په شاوخو دوه زره کسانو په دې شکل ترسره کړې چې د رواني او نفساني ناروغیو ډاکترانو خپل ناروغان د کتاب لوستنې په وسیله تشخیصول.
څېړونکي زیاتوي؛ هغه کسان چې د ورځې مهال په اوسط ډول له پنځو تر لسو صفحو مطالعه کوي په خپل ځان او نفس باور پيدا کوي او ژر له دغې ناروغۍ ژغورل کیږي.
د دوی په باور هغوی چې خپل زیات وخت په زیاتو سندرو اوریدلو او نورو عبثیاتو تیروي کتاب لوستنې ته دې مخه کړي که نه د اعصابو له کمزورۍ سره به مخ شي.
باید وویل شي هغه کسان چي مطالعه کوي په خپلو ټولو ورځنیو کارونو کې بریالي لیدل کيږي او د ټولني د ناخوالو په له منځه وړلو کي د پام وړ رول لوبولای شي، نسبت هغو کسانو ته چي مطالعه نه کوي.
د یادولو وړ ده چې زمونږ په ګران هېواد کې د ځوانانو له لورې د سوشل میډیا ناسمې کارونې دلته د مطالعې فرهنګ یو څه ګمرنګه کړی او په زیاته اندازه یې د تفریح او سرګرمۍ لپاره کاروي چې نه یوازې د دوی په سرنوشت بلکې ټولنې او کورنۍ ته په زیان تمامیدلی شي.
نو په پاې کې غواړم دا لیکل د شاعر په دې دوه بیتونو راونغاړم چې وایې:
که پرواز د اروپا د طیارو دی
چلوونکی یې د پرو بال مکتب دی

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ