مارچ 3, 2021

د محمد حفیظ پر توپ اچونې بندیز ولګیدی!

پاکستانی الراونډر محمدحفیظ د انګلستان کرکټ بورډ له خوا له توپ اچونې منع کړل شو.
د انګلستان کرکټ بورډ په ۲۰۱۴ م کال کې هم پر هغه د ناسم بالېنګ اکشن له امله بندیز لګولی و.
محمدحفیظ چې ۳۹ کاله عمر لري په ښي لاس اف برېک توپ اچونه کوي، چې زیاتره وخت کیڼ لاسي توپ وهونکي ژر سوځوي.
ده باندې په تېرو کلونوکې انګلستاني بېن سټوکس هم انتقاد کړی و، چې د توپ اچونې سټایل یې ښه نه دی.
حفیظ د قطر هېواد په ټي ټېن لیګ کې هم ولوبېد او د جولای په میاشت کې په نړیوال جام کې هم ولوبېد او توپ اچونه یې وکړه.
په حفیظ او پاکستاني پیاوړي سپېن بالر سید اجمل هم انتقاد شوی و، چې سید اجمل بالاخره مجبور شو، چې له لوبو سره مخه ښه وکړي.
د انګلستان کرکټ بورډ د ډېسمبر په ۲۵ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا پر حفظ بندیز ولګاوه، چې په دې ډول اکشن سره هغه نور توپ اچونه نشي کولای.
پخوانی پاکستانی الراونډر محمد حفیظ د سه شنبې په ورځ هم څېړل شوی و.
دی د اګسټ په ۳۰ مه نېټه د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې هم له توپ اچونې د ناسم اکشن له امله محروم کړل شوی و.
اوس تازه یو ځل بیا حفیظ له توپ اچونې منع کړل شو او انګلستاني کرکټ بورډ پرې بندیز ولګاوه.