ليکنه: مدثر دعوت
په انګلستان ليګ کي د کينټ لوبډلي خپله شپږمه لوبه هم وګټله.
د ويټلاټي بلاسټ لوبو په لړ کي تيره شپه هامپشير او کينټ لوبډلي سره مخ سولې.
د لوبي پچه کينټ لوبډلي وګټله او د توپ اچووني پريکړه یې وکړله.
هامپشير لوبډله په ۱۹.۰۲ اوورونو کي ټوله وسوځيده او کينټ لوبډلي ته يې ۱۳۶ منډي هدف ورکړ.
د هامپشير لپاره ډاوسن ۱۲، موریس ۱۷ او فولر ۱۷ منډي وکړې.
د کينټ لپاره محمدنبي په ۴ اوورونو کي ۱۷ منډي ورکړې او يوه ويکټه يې ترلاسه کړه.
ميلن او ويلجن درې درې ويکټي ترلاسه کړې،سټيوارټ ۲ او کلاسين يوه ويکټه ترلاسه کړه.
که څه هم د ۱۳۶ منډو هدف د کينټ لپاره لوړ نه وو خو د هامپشير توپ اچوونکو لخوا له ستونزو سره مخ سوله.
ډرامنډ ۲۱ ،کراولي ۲۲ ، کن ۴۱ او محمدنبي ۱۳ منډي وکړې.
د همپشير لپاره ابوټ ۳ ويکټي همدارنګه ټایلر او ووډ يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
کينټ لوبډلي په سختۍ سره د شلم اوور په پنځم توپ سره د ۶ لوبغاړو په سوځيدو د ۱۳۶ منډو هدف مات کړ.
د لوبي غوره لوبغاړی ادم ميلن وټاکل سو.
کينټ لوبډلي د انګلستان په ليګ کي ۷ لوبي کړي او شپږ يې ګټلي دي چي د جدول په سر قرار لري.
هامپشير لوبډلي بیا په ۷ لوبو کي ۳ ګټلي او د جدول په څلورم ځای کي قرار لري.