Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

د محمدنبي له تګ وروسته یې لوبډله هم له سیالیو بهر شوه!

ليکنه: سميع الله درانی

د انګلستان بلاسټ سوداګریزې کرکټ سیالۍ چې د جولای په ۱۸ مه نېټه د ۱۸ لوبډلو په ګډون په دوو شمالي او سویلي ګروپونوکې پیل شوي دي، مهم پړاو ته رسېدلي دي.

په دې سیالیو کې محمد نبي له کېنټ، راشدخان له سسېکس او مجیب الرحمن له مېډل سېکس لوبډلې سره ولوبېدل.

دغه درې واړه افغان لوبغاړي د اګسټ په ۱۹ مه نېټه د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ لوبې ته کابل ته راغلل او بیا د خپلو لوبو له کبله دغه لیګ ته ستانه نه شول.

درې واړه افغان ستوري د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۵ مه نېټه له بنګله دېش سره په یواځېنۍ ټېسټ لوبه کې لوبېږي.

در انګلستان د بلاسټ سیالیو په جنوبي ګروپ کې هغه مهال د کېنټ لوبډله د نومرو په جدول کې لومړۍ وه، کله چې محمدنبي عیسی خېل ورسره موجود و؛ ځکه افغان غوره الراونډر په ځېنو لوبو کې د کېنټ لوبډلې لپاره د اتل رول ولوباوه.

د محمدنبي دې لوبډله اوس د جنوبي ګروپ په نومرو جدول کې پنځم ځای لري او ونه توانېده، چې کواټرفاینل سیالیو ته لار پېدا کړي.

۸ لوبډلې کواټرفاینل سیالیو ته وتلي دي، چې له جنوبي ګروپ څخه د راشدخان دې لوبډله له لومړي مقام څخه کواټرفاینل ته ولاړه، دې لوبډلې ۱۹ نومرې درلودې، چې په ۱۴ لوبو کې یې ۸ وګټلې، درې یې وبایللې، یوه یې مساوي شوه او دوه یې بې پایلې شوې، له جنوبي ګروپ څخه دوهمه لوبډله بیا ګلوسېسټرشایر ده، چې د ۱۸ نومرو په اخېستلو سره کواټرفاینل ته ووته.

له سویلي ګروپ څخه دریمه لوبډله بیا د مجیب دې ده، چې د ۱۵ نومرو په اخېستلو سره کواټرفاینل ته ورسېده او څلورمه لوبډله بیا ایسېکس ده.

بل پلو له شمالي ګروپ څخه هم څلور لوبډلې کواټرفاینل یا دوهم پړاو ته ولاړې، لانکاشایر، نټېنګ همشایر، ډېربای شایر او څلورمه لوبډله بیا ورسېسټرشایر ده، دا لوبډلې دوهم پړاو ته وتلي دي.

د سپټمبر په ۴ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ لومړۍ کواټرفاینل لوبه د لانکاشایر او ایسېکس لوبډلو ترمنځ کېږي، دوهمه کواټرفاینل لوبه د سپټمبر په ۵ مه نېټه د مجیب دې لوبډلې او نټېنګ همشایر لوبډلې ترمنځ ده، دریمه کواټرفاینل لوبه د راشدخان دې لوبډلې او ورسېسټرشایر لوبډلې ترمنځ د جمعې په ورځ د سپټمبر په ۶ مه نېټه کېږي او څلورمه کواټرفاینل لوبه د شنبې په ورځ د سپټمبر په ۷ مه نېټه د ډېربای شایر او ګلوسېسټرشایر لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

له اته لوبډلو یې څلور بریالۍ لوبډلې دوو نیمه پایلوبو ته ځې، چې لومړۍ نیمه پایلوبه د سپټمبر په ۲۱ مه نېټه او دوهمه نیمه پایلوبه هم د سپټمبر په ۲۱ مه نېټه کېږي.

د نیمه پایلوبو دوه ګټونکې لوبډلې پایلوبې ته ځي او بیا پایلوبه هم د سپټمبر په ۲۱ مه نېټه کېږي، چې د شنبې ورځ سره برابره ده.

دا چې محمدنبي عیسی خېل چې کله هم له کېنټ لوبډلې رخصتي رااخېستې؛ نو لوبډله یې د زوال پر لور ولاړه او بالاخره له سیالیو هم بهر شوه.

۲۰۱۸ م کال کې د دې سیالیو اتلولي نټېنګ همشایر لوبډلې ګټلې وه او سږ کال بیا هم کواټرفاینل سیالیو ته رارسېدلې ده.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی