اپریل 21, 2021

د محسن داوړ د ژوند، سیاست او مبارزې په اړه له هغه سره د شوې مرکې پښتو ژباړه

په اوسني پښتني سیاست کې پښتون ژغورنه یو مهم فکتور دی، او د همدې پي ټي ایم ښی لاس محسن داوړ دی.

له نقیب الله محسود پیل شوي غورځنګ په ډېره منډه د یوه پښتني ملي غورځنګ لار خپله کړه او په دې غورځنګ کې یو په زړه پورې لوستی وکیل مهم رهبر شو چې د دې غورځنګ پیغام په خورولو کې یې لویه ونډه واخیسته.

د پي ټي ایم د ښکاره پالیسۍ اپوټه یې په ټاکنو کې برخه واخیسته او تر پارلمانه ورسېد، هو صیب، محسن داوړ د ولسي جرګې غړی.

محسن داوړ په پارلمان کې د خپلو ویناوو په مټ ثابته کړه چې هغه حادثاتي رهبر نه دی، ځکه خو یې په بېلا بېلو ملي او نړیوالو سټیجونو خبرې اغېزناکې شوې ـ
له څو ورځو راهیسې په پي ټي ایم کې د اختلافونو خبرونه تاویږي راتاویږي او په پس پسکو ورته لمن وهل کیږي په دې کې ” مکالمې” محسن داوړ صاحب ته د مرکې وړاندیز وکړ.

نامتو پښتون دانشور او په پښتني سیاست مهم مبصر، رشید یوسفزي لویه مهرباني وکړه، نه یوازې د مکالمې لپاره یې د دې مرکې زمینه برابره کړه بلکه خپله یې هم برخه واخیسته ـ
مکالمه تل د دې دریځ ملاتړې پاتې شوې چې د بېلا بېلو دریځونو او فکر تر منځ یوازې همدا مکالمه هغه پُل دی چې یو حل راباسلی شي.

له مسول مدیر انعام رانا سره په نږدې دوه ساعته مرکه کې به تاسې د محسن داوړ له شخصي، سیاسي اندونو او پي ټي ایم د سیاست اړوند زړه بوږنوونکو خبرو خبر شئ.

انعام رانا

انعام رانا: له محسنه سیاسي پوښتنې خو ټول کوي؛ خو موږ فکر وکړ که د محسن شخصي ژوند هم زموږ مخته راوړي؛ تاسې د پښتني سیاست مخ ګرځېدلي یاست؛ خو شخصا په یو اسرار کې یئ، آن وکي پیډیا هم نیمګړې ده، یو څه د خپل ځان اړوند راته ووایئ ـ په دې سره محسن غوړیدلی وخندېد.

محسن داوړ: خبره دا ده چې زما اړوند ډېر څه همداسې ویل کیږي ـ د همدې وکي پیډیا صفحې مثال واخلئ، نه پوهیږم چا جوړه کړې او له څه ـ څه یې ډکه کړې،تر دې پورې چې زما د پلار نوم یې جاویداقبال لیکلی،د ماشومانو مشهور قاتل جاوید اقبال لینک یې ورکړی ـ حقایق دا دي چې زه له شمالي وزیرستان سره اړیکه لرم،ډر نیکه مې د قبیلې سردار و، زما مشرانو اسلامیه کالج لوستی ـ ډر نیکه مې د هند په ملي شورا کې پاتې شوی ـ که څه هم هغه مهال خلک د مسلم لیګ برخه شوي وو.

که پلار مې په ملکي حکومتولۍ کې پاتې شوی زه په ټوله پښتونخواه کې پاتې شوم ـ زه له محصلۍ نه د سیاست برخه ګرځېدلی یم، له ګومل پوهنتونه مې وکالت او ایم بي ای وکړه او په دې موده کې د پښتون سټوډنټ فیدراسیون غړی هم وم ـ بیا د ای این پي اړوند ایالتي مشرۍ لپاره هم نوماند شوم؛ خو د ګوند د غړو له امله بریالی نه شوم ـ بیا مو د ملي ځوانانو ټولنه جوړه کړه چې لومړی یې زه ویاند او بیا مشر شوم، د دې لمن مو ټول پاکستان ته وغځوله؛ خو افسوس چې ګوند ته د نوې رهبرۍ امکان ستونزمن شو ـ دا زموږ غمیزه ده چې په سیاسي ګوندونو کې جمهوریت نه وي او راسترېدونکيو غړو ته خنډونه جوړیږي.

ښایي له همدې امله له ګونده وویستل شوم ـ اوس خو خیر هغه ګوند هم لمنځه تللی او بیا سیاسي مزل تر پښتون ژغورنې غورځنګ راورسولم.

په دې وخت کې د رشید یوسفزي د شرارت حس راوپارېد او د محسن د رومانوي ژوند اړوند یې پوښتنه وکړه؛ خو محسن زما او رشید په هڅو برسېره روان و.

رشید یوسفزی

محسن: په اصل کې زموږ روزنه دودیزه وه، پوهنتون ته چې لاړم؛ نو سیاست ته راغلم او بیا په ګومل پوهنتون کې خو هماغه شان قبایلي ماحول و ـ بل پلو د خپل سیاست چوکاټ ساتنې لپاره اړ وم له رنګین مزاجۍ لیرې واوسم ځکه چې بیا مو په سیاست ګوته پورته کېده.

رشید یوسفزی: عشق او ځواني خو له یو بل سره تړلي دي، هیڅ مو لمس کړی نه دی؟

محسن: ( په حیاءلرونکي شکل خندا) یار په اصل کې زما تل د حسن لرونکي قابلیت امتزاج خوښېده چې هیڅ تر لاسه نه شو.

له محسنه د کورنۍ اړوند پوښتلو په ځواب کې د محسن نوی اړخ مخته راغی.

محسن: ـ زما یوه اووه میاشتنۍ لور ده ،میرمن مې لیرې خپلوانه کیږي او په ارواپوهنه کې ماسټري لري ـ په سیاسي توګه دومره اماده نه ده؛ خو زما په ټینګار یې ټویټراکاونټ جوړ کړی مګر یوازې ما پرې څاري؛ نو ورته مې وویل چې خپله برخه مسلک ته کار وکړي. زه بیخي دودیز سړی نه یم،خوېندې او میرمن مې تر کور نه محدودوم خوېندې مې دندې لري او هیله من یم چې میرمن مې نورې زده کړې هم وکړي زما لخوا هیڅ ممانعت نه شته بلکې ملاتړی یې یم.

دا چې محسن سیاسي شخصیت دی؛ نو مرکه هم لامحاله سیاست خواته روانه وه.

انعام: ـ پښتون له پنجاب وروسته دویم لوی برخه لرونکی قام دی ـ نو دا ډېره ستونزمنه ده چې اخر هغه کومه پښتني مساله ده چې ستاسې د سیاست بنسټ ګرځېدلې ـ؟

محسن: ـ پښتانه چې هر څومره لوی شي یا سندیان، چې په پاکستان یې حکومت هم کړی یا بلوچ چې هر څومره لوی شي د پنجاب برابر نه شي کیدی ځکه چې د غلبې نفسیات موجود دي ـ همدا راز د برېښنا او تمباکو او مالیې توپیر او … دی ـ
خو د ترهګرۍ جنګ له امله چې پښتانه څومره اغېزمن شول او څومره یې چې زموږ خاوره وځپله د محرومۍ احساس یې لا ډېر کړی دی، همدا مساله د بلوچیانو هم ده ـ ټوله جګړه او مرکز یې زموږ سیمه ګرځولې ـ د جنګ مهارولو په هڅه کې استحصال وشو ـ هغه شمالي وزیرستان چې په اړه یې اجمل خټک ویل :” پښتون نیشنلیزم دلته کمزوری کیږي” ،هغه سیمه چې د ازادۍ جشن یې لمانځه، دریشي اغوستو پوځیانو پیسې نه اخیستل کیدې، اوس هلته بېلا بیل احساسات دي ـ زه به مثال درکړم چې د هند ضد لاریون لپاره اوس دلته خلک نه پیدا کیږي او پولیسو او ایف سي خلکو ته په ساده کاليو اغوستو د ریاست په حق کې لاریون باسل کیږي ـ خلکو ته یې د خپلې ګټې په پار، د افغانستان کابو کولو لپاره چې زموږ په سیمه کوم څه وکړل، ولس له ریاسته په واټن کې کړل شو ـ ” باجوه ډاکټرآین” په اړه مو ډېر اورېدلي، حکومت هم وایي چې پالیسي بدله شوې؛ خو موږ ته نه ترسترګو کیږي ـ اوس هم په افغاني سیاست غبرګونونه روان دي، طالبان حمایه کیږي، د خبریالانو له لارې طالبان ځواکمن ښودل کیږي ـ چې دومره مضبوط دی
؛نو د ټاکنو خلاف ولې دي، که طالبان زموږ لپاره بد دي؛ نو د افغانانو لپاره ښه ولې؟ نو ځکه وایو چې باید له زړه به بدلیږي ـ همدا پالیسۍ دي چې د محرومۍ احساس یې رامنځته کړی.

انعام: ـ محسن صاحب! دا پوښتنه کیږي چې هغه محسن داوړ چې یو وخت د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ملاتړی و اوس د پوځ په شتون ګوته ولې نیسي.

محسن: ـ تاسې ډېر ښه وکړل چې دا پوښتنه مو وکړه ـ کله چې ما دا ویلي وو هغه وخت چا د طالبانو خلاف غږ نه شوای پورته کولی ـ ما د طالبانو خلاف هر ډول غږ پورته کړی، ماته ووایئ چې د طالبانو خلاف بیا عملیات چا کولی شول ـ نو همدا زه وم چې د عملیاتو ملاتړ مې وکړ، زه نن هم په دې دریځ ولاړ یم تاسې یې شالید واورئ ـ ما د یوې مباحثې په ترڅ کې د پي ټي آی له یوه برخوال چې د بې پیلوټه بریدونو خلاف خبرې یې کولې، مخامخ د بریدونو ملاتړ کړی و ـ زما دریځ دا و چې تاجک او نورو قومونو اړوند وسلوالو زموږ په پوله راوړېدلي وو زموږ په خپلواکۍ یې لومړی برید کړی و، نه بې پیلوټه الوتکو ـ نو دا خبره د شالید له مخې راوړل کیږي.

په دې موقع موږ د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه خبره وړ وګڼله.

وموپوښت چې آیا دا رښتیا دي چې د نقیب الله محسود د وژنې په غبرګون کې یوه وړوکي لاریون ته د ټول غورځنګ په جوړولو کې ستا او د ” حسین حقاني” لوی لاس دی؟

محسن: ـ ګورئ دا وضاحت باید لومړی وکړم چې له حسین حقاني سره مې تر ننه دوه لیدنې شوې دي ـ زه له پي ټي ایم وړاندې کانفرانس کې لندن ته تللی وم؛ نو ځکه داسې خبرې کیږي هلته ډېر خلک وو البته زموږ له ایالته اک یو زه وم ـ بیا بله لیدنه په امریکا کې هم همداسې په یوه ناسته کې وشوه ـ تاسې په یاد لرئ چې دا احتجاج یوازې محسود قبایلو د قبیلې په توګه پیل کړی و ـ ایم ټي ایم ( محسود ژغورنې غورځنګ) دا احتجاج نه و بللی البته هغوی له موږ سره د ملاتړ لپاره اړیکه وکړه ځکه موږ له خپلو خلکو ( ملي ځوانانو ټولنې) ” نیشنل یوتھ ارګنایزیشن” وغوښتل چې لاس ورکړي او په دې توګه کرار کرار هلته دومره د بېلا بېلو سیمو خلک راټول شوي وو چې اوس دا له محسود ژغورنې پښتون ژغورنې غورځنګ جوړ شوی.

خلکو سټیج سنبال کړ د محسودو قوم مشران او منظور پښتین چې کله له صدراعظم سره ولیدل او د لاریون پای ته رسونې پریکړه یې وکړه؛ نو زما دریځ جلا و، چې د شپې ـ شپې بېرته لاړ نه شو ګنې قوم به ناسم فکر وکړي ـ هلته سره خبرې ترخې شوې او قبایلو خپل توکي هم یووړل؛ خو همدا زموږ خلک وو چې ستیج یې سنبال وساته او خبره یې مخته پسې یووړه ـ
په یاد مو وي چې اپرایزنګ ته شکل خو ورکول کیدی شي پیدا کیدی نه شي.

انعام: ـ ” لر و بر” ، ” دهشت گردی کے پیچھے وردی” ترهګرۍ تر شا پوځ’ غوندې شعارونه ناسم پیغام نه ورکوي؟

محسن: ـ ګورئ دا د ” لر و بر” ناره موږ تل پورته کوو په ای این پي کې مو هم کوله او زموږ ملت هم افغان دی د پاکستان په ټولو اړونده ادارو کې تر ننه پورې موږ خپل قوم افغان لیکو ـ دا نه شي کیدی چې دا خلک هلته اور بل کړي او تودوخه یې دلته رانشي ـ زموږ راتلونکی شریک دی مذهب او ژبه مو له افغانستان سره ګډ دي په پاکستان دوه جنګونه هند وکړل؛ خو دا سرحد د پریشانۍ سبب نه شو مګر موږ پخپلې نااهلۍ دا پوله توده کړه زموږ دا شریکه ورثه باید د پاکستان په ګټه کارېدلې وای؛ خو دوی پتېیلې چې دښمني کوو چې هیڅ شونې نه ده .

انعام: ـ نو ستاسې په اند د ډیورنډ پوله څه اغېز نه لري؟

محسن: ـ ګورئ کرزي ویلي وو چې نه دا کرښه مني او نه یې راسپړي؛ نو ولې موږ پسې قسم راواخلو ـ دا کرښه وه؛ خو سافټ بارډر و لکه نن چې د اروپا پولې دي په امریکا کې هم د کاناډا او امریکې په پوله مېشت خپلو کې آزاد تګ راتګ کوي ـ افغانستان ستاسې د سلامتۍ لپاره خو کوم خطر نه و، دا بس یوازې یوه تاریخي خبره وه چې ویې کړه ـ که موږ دا دښمني نه وای پیدا کړې ښایي دا ستونزه حل شوې هم وه.
انعام: ـ بهرنیو رسنیو پي ټي ایم ډېر راواخیست په دې سره هم ډېر شکونه راولاړیږي.

محسن: ـ ګورئ هغوی یې ولې راوانخلي په دومره پراخه کچه غورځنګ راولاړ شو، په لومړي ځل د پوځ په کړنو او لاسوهنو ګوته پورته شوې ده؛ نو دومره مهم خبر هغوی ولې راوانخلي ـ زموږ رسنیو خو بابیزه ګڼله بلکې د بدنامونې هڅه یې کوله، د یوه پیشو او خر په مړینه پروګرام کیږي؛ خو زموږ لپاره بیا د تورنولو په هڅه کې دي ښکاره ده چې د نړیوالو رسنیو پاملرنه به رااوړېده ـ زه باور درکوم چې په دې کې کومه توتیه او سازش نه و ـ هو، دا اړینه نه ده چې د پاکستاني رسنیو په څیر دې بهرنۍ رسنۍ هم د پاکستاني استخباراتي ادارو په خوله مخته لاړې شي.

انعام:ـ ایا تاسې ته ښکاري چې پي ټي ایم د خپل پیغام په رسونه کې پاتې راغلی ـ په ځانګړې توګه پنجاب ته د تور او نورو کلیمو په کارولو کنځا کول.

محسن: ـ د کالیا،تور کلیمه چې علي وزیر کاروي هغه خو خپله پنجابیان هم وایي ـ دا خو د امیتاب د فلم ډایلوګ دی ” تیرا کیا ہوگا کالیا” ـ البته د دې ناسم پیغام له امله موږ علي وزیر له دې ایسار کړی دی ـ

انعام :ـ ته خو هم د ” پنجابي میلې” ونیوم غوندې خبرې کوې.

محسن: ـ نه، ما یوازې دا ویلي چې زما نیونه میله غوندې وه او ماته یې په پنجابي کې کنځا کولې چې زه مې په ټویټ ولاړ یم؛ کله هم نه منکرېږم ـ هغوی که بلوچ وای؛ نو ما به بلوچ ویلي وو، هو د پوځ خلاف خو په پنجاب کې هم نارې پورته کیږي.

انعام: ـ کله چې ته ” پنجابي پوځ”،” پنجابي استعمار” په څېر خبرې کوې؛ نو د کرکې تاثر خو به اخیستل کیږي ـ
محسن: ـ زموږ غوندې قوم کرکجن کیدلی نه شي ـ البته که ګیله هم وکړي؛ نو هغه کرکه نه، شکایت ګڼل پکار دی او زموږ د یو څو کلیمو په کارولو داسې خبرې راپسې غوټه کیږي، موږ بالکل متعصب نه یوو.

انعام: ـ موږ بېرته په ټول پاکستان کې د پي ټي ایم په پیغام رسونه کې د پاتې راتلنې خبرې ته ګرځو ـ

محسن: ـ هو زه منم چې په دې کې له موږ ډېرې غلطۍ شوې دي موږ له ګوندي/تنظیمي چوکاټ پرته کار کاوه ـ موږ له لومړۍ ورځې بریدګرانه کار کړی او له بل پلوه به غبرګون راته ـ هلکان به مو نیول کېدل او د پیغام رسونې پر ځای به مو د هغوی په راآزادونه انرژي لګوله.

بل دا یاد لرئ چې د پي ټي ایم پیغام ډېر محدود و ـ زما دریځ تل دا و، چې موږ باید پیغام ستر کړو او تر ولسونو یې ورسوو؛ خو موږ دا هم ونه شوای کړی ـ ستراتیژي هم مناسب نه وه؛نو ځکه مو ډېرو ځایونو ته پیغام ونه شوای لیږدولی.

انعام: ـ ځینې خبرې تر غوږ کېدې چې ستا او منظور د اختلافاتو خبرونه،او د پي ټي ایم د ویشنې خبرونه په خوله ـ خوله دي، تاسې یې منئ؟

محسن: ـ زه خو یې منم نه، هو ـ په نکته نظر مو اختلاف دی زه وایم چې یو پراخ پروګرام باید تر ولسونو رسېدو لپاره وي ځکه څلور مسالې لکه کاینزیاکرفیو د ټول پاکستان مساله نه ده ـ تر خلکو به له ستر پروګرام سره ورځې ،او له سیاسي ګوند سره ـ منظور له دې سره همغږی نه دی.

انعام: ـ ډېر خلک د پي ټي ایم دننه هم دا وایي چې د منظور له مبارزې، د پي ټي ایم له تنګو سختو که چا ګټه پورته کړې؛ هغه ته یې ـ دا رښتیا دي؟

محسن: ـ ګورئ پارلماني ټاکنو ته هم زما په نوماندۍ ګوتې پورته کیدې.

زما له لومړۍ ورځ دا نظریه وه چې موږ باید ټاکنو ته تللي وای یا لږ تر لږه مخه مو نه وای نیول شوې،پي ټي ایم دا پریکړه وکړه چې څوک ټاکنو ته لاړ، دا دې ومني چې له رهبري غړیتوبه به وځي؛ خو دا خبره به عامه کیږي نه ـ مګر له همدې پي ټي ایم شرارت وشو او ویې ویل چې زه د پي ټي ایم برخه نه یم ـ دا خبره خلکو زما ضد وکاروله، منظور هم دا وویل چې څوک ټاکنو ته ځي له خپل طرفه به ورځي؛ خو زه د پارلمان غړی شوم

که ما د خپل غرض او ګټې په پار غورځنګ کارولی؛ نو په لاس راغلیو وړاندیزونو به مې ګټه اخیستې وه،زه خو څه صدراعظم کیدم نه، ایله یو وزیر شوی به وم ـ ووایئ ماته څه څه وړاندیز شوی ـ د وزارت وړاندیز په لومړي انتخاب ـ که ځانغوښتی وای؛ نو منلی به مې و ـ که ټاکنو ته نه وای تللی؛ نو د وکیل په توګه به مې له همدې سیمې ګټه پورته کړې وه؛ خو ما تل د غورځنګ د فایدې لپاره کار کړی.

که پي ټي ایم پرته له تنظیمي چوکاټه دومره موده مخته تللی زما برکت دی ـ ما خپل انتخاب د غورځنګ لپاره کارولی ـ د خړ کمر پېښه وګورئ ، د سر خطر مې ومانه.
انعام: ـ دا هم ویل کیږي چې حکومت تاسې رهبر کړي یئ ـ همدا راز په هري پور زندان کې ستاسې له یوه مهم شخص سره د لیدنې اوازې دي ـ دا تاثر دی چې تاسې د پي ټي ایم کمزوري کولو لپاره کارول کېږئ ـ
محسن: ـ ځینې خلک دا خبرې کوي د ویلو لپاره زه هم ډېر مواد لرم؛ خو زه یې د رسنیزونې او عامونې لپاره دا خبرې کول هیڅ نه غواړم ـ هسې خو په اسفندیارولي او مولانا فضل الرحمن برسېره ټولو باندې د پي ټي ایم کمزوري کولو دا نیوکې وې چې حکومت دوی زموږ د کمزوري کولو او له پښو غورځولو لپاره راپورته کړي دي ـ که دا بې ځایه څرګندونې منل کیږي؛ نو بیا خو منظور او علي وزیر هم همدې حکومت رامنځته کړي دي.

تر کومه ځایه چې د هري پور بند خبره ده زه او علي وزیر یوځای وو ـ څه ډول لیدنې شوې دي؟ او که شوې هم دي؛ نو کومې ـ کومې خبرې شوې دي؟هغه پي ټي ایم چې له خړ کمر وروسته لوېدلی و، بیرته چا په پښو ودراوه؟ د بنو او میرانشاه دوه لویې غونډې وشوې ټول پوهیږي چې دا لویې غونډې چا جوړې کړې ـ همدا زه وم چې شپه ورځ اخته وم پي ټي ایم خو لوېدلو ته نږدې شوی و.

یاد لرئ رهبر وي، جوړیږي نه ـ هسې خو زه هم وایم که حکومت لیډر جوړ هم کړي نو ” نیریټو” ( وینا) دې وکتل شي.

پوځ نوازشریف جوړ کړ؛ خو موټروي یې هم جوړه کړه ـ د یوې پوښتنې په ځواب کې ما په کراچۍ کې ویلي وو چې که پي ټي ایم رښتیا هم پوځ جوړ کړی وي؛ نو پښتون قوم ته یې اواز خو وکړ، دا خو ډېره ښه شوه ـ
تاسې له پیله تر اوسه زما ویناوې واورئ، نور به هم ګورو، پوه به شئ چې چا جوړجاړی وکړ او چا نه.

انعام: ـ تاسې اعتراف وکړ چې له خړ کمر وروسته پي ټي ایم لوېدلی و ـ ایا دې ته د یوه لیډر په توګه د منظور پشتون ناکامي ویلی شو؟

محسن: ـ زه د ناکامۍ خو نه شم ویلی؛ خو دا باید ووایم چې ” بحران که هر څنګه وي د لیډر اصل امتحان هملته وي” ـ زه په خړ کمر کې ولوېدم، ټپي شوم له پښې مې وینې وبهېدې ـ خلکو فکر وکړ په ګولۍ لګیدلی یم ـ زه خوندي ځای ته لاړم مور ته مې زنګ وواهه ډاډ مې ورکړ ـ خلک ترهېدلي وو ماسره لار دا وه چې زه پټ شوی وای؛ خو بیا په خلکو کې ویره زیاتېدله؛ نو تر څلورو بجو په بېلا بېلو حجرو کې پټېدم، خلکو ډارولم مګر ما پریکړه وکړه چې سرک ته ووځم ـ راووتم او ونه ډار شوم.

انعام: ـ راځه داسې به وپوښتم چې منظور له خړکمر پېښې وروسته د مشرولۍ کردار په ترسره کولو بریالی نه شو؟

محسن: ـ ګورئ ما چې څه ویل، تاسې ته مې وویل ـ د رهبرۍ ازمویل په بحران کې وي له ماسره که دوه سوه خلک هم له بهره راغلي وای؛ نو ما به کیسه په بل مخ اړولې وه ـ خو بهرنی ملاتړ ترلاسه نه شو، زه نهیلی خو نه شوم او نه به کله هم نهیلی شم ځکه ما دا پرمخ وړله ـ بیا راته وویل شول چې نه شي راتلای.

وروسته دا وشول چې سم له واره د پوځ ترڅنګ جرګه راغله چې موږ تر یوې اونۍ لاریون ونه کړو هغوی ستونزه حلوي ـ خو زه پوهېدم که ما دا خبره منلې وای؛ نو نیوکه به کېده چې د نیول کېدو له ژغورنې لپاره یې د شهیدانو وینې وپلورلې ـ کوم لوري ته چې تاسې اشاره وکړه همغه خلک دا خبرې کوي زه پوهېږم چې ځایي لاریون ستونزمن وي البته که له بهره مرسته وشي؛ نو زه به وضعیت بدل کړم ـ خو د منظور لخوا پیغامونه راغلل چې هغه نه شي راتلای او بیا هغه پیغام هم لمنځه یووړل شو.

له همدې امله پوځي قیادت باوري شو چې له باندې ورته هیڅ ملاتړ نه ترلاسه کیږي.

انعام: ـ دا خبره ډېره خوره شوې چې محسن یو سیاسي حزب جوړوي؟
محسن:ـ زه له پیله په دې نظر یم او دا دریځ لرم چې زه په پارلماني سیاست باور لرم ـ فی الحال مې داسې کوم اعلان نه دی کړی،خو کله مو چې پرېکړه وکړه ټوله نړۍ به خبره شي ـ پاتې شوه د ارادې خبره، نو د راتلونکي په اړه معلومات نه شته.

انعام:ـ په هر حال” که ګوند جوړیږي؛ نو محسن داوړ به یوازې یو پښتون لیډر وي که ملي؟

محسن: ستونزې هر ځای دي ـ د بلوچانو تر پښتنو هم زیاتې دي، د سندیانو هم ،پنجابیانو هم، ټولو سیمو کې ستونزې دي ـ اقتصادي مسایل هر چیرې دي ـ د پنجاب مزدور د خپلې محرومۍ تر بریده رسیدلی، ګوند لا تر اوسه نه دی جوړ ؛ خو که جوړ شو؛ بیا به بشپړه څېړنه کیږي چې ستونزې څه دي حل یې څه دی ،یو پروګرام خو به ورته جوړیږي.

انعام: ـ آیا تاسې د دې ټولو ستونزو په ځانګړې توګه پښتني ستونزو حل د پاکستاني ریاست دننه ګڼئ؟
محسن: ـ هو بالکل ـ موږ په پارلمان کې یوو، د دې بل مطلب څه دی؟ زه د ټولو ستونزو حل د پاکستان اوسنۍ جغرافیې دننه غواړم او حل یې شونی هم دی.

انعام: ـ ستا د ویناوو ژبه ډېره پخه او کره ده سیاسي لیدلوری مو پراخ دی ـ نو ستاسې په اند په راتلونکیو لسو شلو کالو کې به د پښتني سیمو ستونزې کمې شوې وي که ډېرې؟
محسن: ـ دا ټول د حکومت په پالیسیو پورې تړلي دي ـ که همدا پالیسي وي؛ نو ستونزې به لا ډیریږي؛ خو که بدلون وکړي؛ نو بدلون به راشي.

انعام: ـ په پښتني سیمو کې د پاکستان نور ګوندونه هم فعال دي، پرلپسې دوه ځله ولس تر واکه هم ورسول ـ ایا په رښتیا هم په دوی برسېره په پښتني سیاست کې داسې تشه شته چې ستا ګوند به یې په ډکولو لاسبری شي؟

محسن: ـ سکوپ د دې لپاره دی چې ګوندونه جوړجاړی وکړي ـ بل په اوسني وخت کې د میراثي سیاست خلاف احساسات دي ـ یوازې په دې بنا چې په سیاست کې ته د چا زوی یا لور یې، دا نور دوام نه شي کولی ـ نوی نسل یې نور نه مني ـ بیا تشه دا ده چې په کارکنانو کې دا شعور راغلی چې لیډرشپ یې څه غواړي ـ هغوی د خپل رهبر ګټې ته په کتو تر یوه بریده هیڅ وړاندې نه ځي پرته له دې چې سیاست د نظریو په بنیاد وي او کارکوونکو ته درناوی ـ هغوی ته معلومه وي چې غړیتوب لري؛ نو په زیار باسلو د ګوند مشر کیدلی هم شي ـ دا تشه ډکول اړینه ده ځکه بې له دې یې دومره مزبوت پوځ تر اصل کردار نه شي محدودولی ـ


هغه مرکه چې شل دقیقې ورته ځانګړې شوې وې نږدې یو نیم ساعت وخت یې ونیو ـ د محسن داوړ تاثر له هغې بیخي جلا و چې د ځینو کړیو لخوا جوړ شوی و ـ لوستی، ترخو سپورو پوښتنو ته په زغم ځواب ویونکی او خپله خبره په دلیل سره تر نورو رسونې بشپړه وړتیا لرونکی ـ وکالت او بیا سیاست د لوړو خبرو کولو ماهر جوړ کړی دی ـ له منظور پشتون او پي ټي ایم سره یې څه اختلافات دي؟ او ایا رښتیا هم یو سیاسي ګوند جوړول غواړي تاسې یې په دې اړه په زړه پورې ځوابونه واورېدل.

پای
مرکه کوونکی: انعام رانا
ځانګړې مننه: د رشید یوسفزي
پښتو ژباړه: شفیع الله تاند

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ