
ليکنه: مدثر دعوت
د ۱۰ اووريز ليګ د کواليفاير دويمه لوبه د ډيکن ګلاډياټورز او قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره سوه.
قلندرز لوبډلي مجيب الرحمن په سکواډ کي داځل په ډيري مهمي لوبي کي نه وو اخيستی که څه هم قوي لوبغاړي يې په تيرو لوبو کي سوځولي وه.
د لوبي پچه ګلاډياټورز لوبډلي وګټله او توپوهنه يې انتخاب کړه.
ګلاډياټورز د ګټينګ د بريدګري لوبي په مټ ۱۱۶ منډي وکړې.
د ګلاډياټورز لپاره بين کټينګ ۴۳،محمدشهزاد ۱۹ همدارنګه پولارد هم ۲۱منډي وکړې.
د قلندرز لپاره سميت ۳،کلارک ۲ همدارنګه سلطان او کمارا يوه يوه ویکټه واخيسته.
قلندرز لوبډلي ونه سوای کولای چي د ۱۱۷ منډو هدف ته ځان ورسوي.
امجد ۳۲، سالټ ۲۷ او رانکي ۱۶ منډي وکړې.
د ګلاډياټورز لپاره فواد ۲،کټريل او پيټريوس يوه يوه ويکټه واخيسته.
لوبه ډيکن ګلاډياټورز لوبډلي د ۱۲ منډو په توپير وګټله او پايلوبي ته يې لا پيدا کړه.
د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه بين ګټينګ ته ورکول سوه.
سبا يکشنبه ماښام ۰۶:۱۵ بجې بنګلا ټايګرز او قلندرز لوبډلي د دريم مقام لوبه کوي.
او همدارنګه پر ۰۸:۳۰ بجې ډيکن ګلاډياټورز او مراټا عربينز لوبډلي په پايلوبه کي سره مخ کيږي.
په دواړو لوبو کي افغان لوبغاړي سته.