دلته مو د مثبت فکر په اړه د ځینو علماوو یو شمیر ګټورې ویناوې راخیستي دي:
وینسټون چرچیل:
بدبینه او نامېده په هر فرصت او موقع کې سختۍ ویني او خوش باوره په هره سختۍ کې فرصت لټوي.
زیګ زیګلر:
مثبت فکر دې چمتو کوي چې څو هر کار په ښه ډول سره ترسره کړای شې، خو منفې داسې نه وي.
انانوموز:
مثبت فکر لرونکي نه لیدل کیدونکي، نا څرګند او ناممکنه شیان، ممکن کوي.
هیلین کیلیر:
د ښې راتلونکې هیله لرونکي او نه مایوسه کیدونکي خلک هر څه لاسته راوړی شي، ځکه هیڅ شی له هېلې او باور پرته نه شي ترلاسه کېدای.
مهاتما ګاندي:
د یوه انسان راتلونکې د هغه په فکرونو کې ده، چې څه ډول فکر کوي.
هرم البرایټ:
که مثبت فکر مو په بشپړه توګه ټولې ستونزې حل نه کړي، خو خلک به دې د ارزښت او ښو کارونو کولو له امله حیران شي.
کلیمنیټ سټون:
د خلکو تر منځ لږ توپير وي، خو دا لږ بیا ډیر توپيرونه جوړولی شي، لږ توپير یوه کړنلاره ده، خو غټ توپير بیا دا دی چې خلک مثبت دي، که منفي.
ایډوارډ ریکنبیکر:
په مثبت فکر او ماهرانه توګه او په اطمینان او باور سره مو ژوند ډیر خوندي کیږي، او له تجربو او لاسته راوړنو لرونکی او باریږئ.
ادم سمېټ: د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه سرتېرې نه وباسو
Advertisements د امریکا د استازو جرګه کې د وسله وال پوځ د خدمتونو د کمېټې مشر ادم سمیټ ویلي داسې نه ښکاري چې امریکا به د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه ووځي. سمیټ ... نور ولولئ