د ماشوم پر ځان باور ولې ټیټېږي؟ – مرکه


په ښوونځیو پوهنتونونو او نورو ښوونیزو مرکزونو کې د پر ځان باور مسئله ډېره مطرح وي، ځکه همدې پړاوونو ته د رسېدو پر مهال د پر ځان باور ستونزه مطرح کېږي یاني د ژوند په دې پړاوونو کې د لومړي ځل لپاره ماشومان، نوي ځوانان او ځوانان د ټولګي مخته خبرې کوي، درس تشریح کوي، پوښتنې کوي، ځواب ورکوي، ملګري پیدا کوي او ټولنیزې اړیکې پراخوي دا چې دوی ولې په یادو برخو کې ستونزې لري یا نشي کولای یاد مسایل په عمل کې پیاده کړي نن یې له بنسټه راسپړو او په اساسي لاملونو یې د ماشومتوب پړاو کې خبرې کوو.
ښایي ډېری داسې ماشومان مو لیدلي وي چې په ټولګه کې له راڅرګندېدو وېره لري، تل ګوښه وي، ملګرو سره له لوبو خوند نه اخلي او ډېر ځله یوازېتوب خوښوي.
د ماشومتوب پړاو کې د پر ځان ټیټ باور په اړوند مو له ارواپوه ښاغلي عبدالجلیل امرخېل سره مرکه کړې هیله ده تر پایه یې راسره ولولئ.

پوپلزۍ: سلامونه استاد هیله لرم چې جوړ روغ به یاست او ورځ به مو پخیر پیل کړې وي په سر کې راځم د پر ځان باور پېژندنې ته! په ټوله کې پر ځان باور څنګه راپېژنئ؟
امرخېل: زما سلامونه هم ومنئ هیله مند یم چې د همکارانو په ګډون به روغ جوړ او خوشاله یاست، په لومړیو کې باید ووایم چې پر ځان ټیټ باور اروایي ګډوډي نه ده بلکې اروایي ستونزه ده. په ټولیز ډول پر ځان باور پر خپلو وړتیاوو او استعداد باور او د ځان اړوند مثبت او ثابت فکر دی، چې د خبرو، کړنو، چلندونو، زده کړو، پوښتلو او پوښتنې ته د ځواب ورکولو پر مهال له ورایه ښکاري، د بېلګې په ډول ماشوم تل چوپ وي، خبرې نه کوي، زده‌کړو کې پر خپل ذهن د ټنبل باور له کبله پاتې راځي، ښې نمرې نه اخلي او ډېرځله ناکامېږي، له نورو سره د چلند پر مهال ژر غوسه کېږي، د ملګرو په موندلو کې ستونزه لري، پوښتنه یې ښه زده وي ولې پر دې باور وي چې ښایي ځواب یې ناسم وي، که یې پوښتنه په ذهن کې راوګرځي نه یې پوښتي فکر کوي چې هغه پوښتنه چې دی یې پوښتي ښایي د نورو زده وي او په دې سره به نور پرې وخاندي.
د انسان باورونه د ماشومتوب پر مهال شکل نیسي په نوې ځوانۍ کې ټینګښت مومي او په ځوانۍ کې یې بدلول اسانه نه وي چې پر ځان باور هم یو له دې باورونو څخه دی.
پوپلزۍ: استاد تر دې ځایه مو بحث واقعا عالي وو باوري یم چې لوستونکي به په ډېر څه پوه کړي، خو پوښتنه داده چې د ماشومتوب پر مهال د دې اروایي ستونزې لاملونه څه وي؟
امرخېل: لاملونه یې ښایي بېلابېل او ډېر ساده اوسي، زموږ ساده کړنې په ماشوم کې پر ځان باور وژلای شي د بېلګې په توګه د ماشوم محدودول یاني لوبو، بهر تللو او چکر ته نه پرېښودل، وهل ټکول، ګواښل، رټل، ملامتول، نه درک کول او له مجلس څخه شړل هغه څه دي چې پر وړتیاوو د ماشوم باور ختموي او وروسته نشي کولای خپلې وړتیاوې څرګندې کړي او په کار یې واچوي. د دې تر څنګ د ماشوم پیاوړې او پر ځای کړنې نه ستایل هم پر یادو وړتیاوو باور له منځه وړي، ځکه هرکله یې چې سمې کړنې نه ستایل کیږي ماشوم فکر کوي چې کړنې او چارې یې ناسمې دي ورو ورو یادې کړنې پرېږدي او په همدې باور مخته ځي یو وخت هېڅ یوه کړنه نشي ترسره کولای. بله مسئله هم پاملرنه ده هرکله چې ماشوم ته پاملرنه نه کیږي، غوښتنې یې نه پوره کېږي، خبرې یې نه اورېدل کېږي او د مینې محبت او عاطفې کموالی احساسوي دا د دې لامل ګرځي چې ماشوم ځان بې ارزښته وګڼي، ورو ورو یې پر وړتیاوو باور هم کمزوری شي او په ټوله کې د پر ځان باور د کمزورۍ لامل وګرځي.
پوپلزۍ: استاد د دې ستونزې اصلي ریښه چېرته نغښتې؟
امرخېل: د دې ستونزې اصلي ریښه په کورنۍ، وړکتون او ښوونځيو کې نغښې ځکه کورنۍ ده چې ماشوم رټي، د وړکتون ښوونکي دي چې ماشومان محدودوي او لوبو ته یې لږ یا هېڅ وخت نه ورکوي، د ښوونځي ښوونکې بیا د ماشوم پر ذهني وړتیا تمرکز کوي او د دې وړتیا د کمزورتیا په صورت کې وهل، ټکول، له ټولګي ویستل، رټل او ګواښل حتمي دي په ټوله کې د پر ځان باور ټیټوالی له همدې موقعیتونو څخه سرچینه اخلي او ورو ورو اوج ته رسیږي.

پوپلزۍ: استاد ایا ډېری افغان ماشومان پر ځان ټیټ باور لري؟
امرخېل: ښايي همداسې وي! خو تر دې دمه زموږ هېواد کې داسې کومه رسمي څېړنه نه ده شوې مګر موږ ته د مراجعه کوونکو کسانو ترمنځ ۸۰% کسان له ټیسټ نه وروسته د پر ځان ټیټ باور ستونزه لري او کله یې چې راوسپړو، ریښه یې کورنۍ، ښوونځي او یا کوم بل ټولنیز موقعیت ته ورګرځي.

پوپلزۍ: استاد ماشومانو کې د پر ځان ټیټ باور نښې څه دي؟
امرخېل: ماشومانو کې د پر ځان ټیټ باور لومړنۍ او تر ټولو لویه نښه د “نه” ویلو وړتیا نه لرل دي هغه ماشومان چې پر ځان ټیټ باور لري د هر چا غوښتنو ته لبیک وایي، دا یې له هره اړخه انرژي لګوي، د نورو چارو سرته رسولو لپاره انرژي نه پاتې کېږي او یا د ځان لپاره هېڅ کار سرته نشي رسولای.

په نورو نښو کې بیا ماشوم په ټولګه کې نه را څرګندیږي، د واده محفل ته له تګ نه وېره لري، تل په ښکته سترګو خبرې کوم، ملګري نشي موندلای او که یې ومومي ژر یې له لاسه ورکوي، د لوبو پر مهال جوړجاړي کې ستونزه لري، د پوښتنې پر مهال ځواب ورکولو کې بند بند کېږي او ژبه یې لړزیږي، ځان ته نه رسېږي د هڅونې پر مهال ناعادي چلند کوي او نویو موقعیتونو ته د ورتګ پر مهال یې څېره کې بدلون راځي.

پوپلزۍ: استاد یوه پوښتنه دا ده چې ایا دا ستونزه ارثي هم کېدای شي؟
امرخېل: څېړنې ښيي چې یاده ستونزه ارثي ده خو د دې څېړنو پایلې ځکه له ستونزو سره مخ شوې چې په دې وروستیو کې د زده‌کړیز ارث اصطلاح منځته راغله یاني دا معلومه نه وه چې ماشومانو یاد ډول چلند له میندو او پلرونو څخه زده‌کړی او کنه ارث تر ډېره رول درلود او یا دا چې د منفي چلند له امله یادې وړتیاوې پټې پاتي او یا اړوند کس نور نشي کولای ګټه ورڅخه واخلي.

پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې په توګه که راته ووایاست چې دا ستونزه څنګه حل کولای شو او کورنۍ باید څه وکړي؟
امرخېل: په لومړیو کې غواړم له دې ستونزې د مخنیوي په اړوند څو اړینو ټکو ته اشاره وکړم؛ میندې او پلرونه باید د ماشوم له زېږون وړاندې د هغه د اروایي روغتیا ساتلو لپاره ځان چمتو کړي او پر دې، پوه شي چې ماشوم نړۍ ته راوړل ګڼ مسوولیتونه لري چې یو له هغو د ماشوم اروایي روغتیا ده، هرکله چې ماشوم ژاړي یا شوخي کوي او میندې یوازې له وهلو څخه ګټه اخلي دا د ماشوم ګناه نه ده بلکې د میندو او پلرونو ګناه ده چې خپلې ستونزې نه حلوي بلکې ټوله ملامتیا پر ماشوم ور اچوي. د ماشوم وهل، ټکول، ګواښل، محدودول، رټل، ښکنځل او سپکول دې بیخي بند شي پر ځای دې خبرې کول، درک کول، مسوولیت ورکول، د کور په چارو کې شریکول، نظر اخیستل او نور حاکم شي.
که احساس کوئ چې د ماشوم پر ځان باور مو کمزوری دی نو ماشوم کېنوئ لومړی خبرې ورسره وکړئ، لویې وېرې یې واورئ، هیله مندي ورکړئ، محفلونو ته ورتګ ته لاره هواره کړئ، مثبتې کړنې یې له کچې ډېرې تشویق کړئ، د خبرو پر مهال بیړه مه کوئ، ماشوم ته ووایاست په ارامه دې خبره راته ووایه زه درته غوږ یم او که مناسبه وه منم یې، ماشوم ته مینه ورکړئ تر څو احساس کړي چې ارزښتمند دی خو په هر څه کې انډول ته پوره پاملرنه وکړئ ځکه په دې مواردو کې افراط بیا نورې ستونزې رامنځته کوي.
که مو بیا هم ونه شو کولای د ماشوم ستونزه حل کړئ نو له یوه مسلکي ارواپوه سره مشوره وکړئ ترڅو د مسلکي لارو په کارولو سره مخته ولاړ شي او ستونزه حل کړي.

پوپلزۍ: مننه استاد چې وخت مو راکړ ژوندي اوسئ.

امرخېل: هیله کوم موږ به تل خپله همکاري درسره ساتو، له تاسو او د یاران له ټولو همکارانو مننه چې تل ګټور موارد د خلکو تر ذهنونو رسوئ.