د ماشوم پر روزنه د ګډې کورنۍ مثبتې اغېزې

د واده کولو تر ټولو اړین شرط د هلک د کورنۍ غړي او د هغه د کورنۍ شمېر دی، دا منو چې هم په ګڼې او يا لويې کورنۍ او هم په کوچنۍ کورنۍ کې واده کول، هم ځينې ګټې لري او هم ځينې زيانونه. خو اوسمهال ډېری نجونې هڅه کوي چې په کوچنیو کورنیو کې چې د وګړو شمېر یې لږ وي واده وکړي.

دا ډول نجونې نه یوازې د خپل ځان د راتلونکي لپاره بلکې د خپل ماشوم د راتلونکي لپاره اندېښنه لري او نه غواړي چې په سترې کورنۍ کې واده کول د هغې د ماشوم پر روزنه ناوړې اغېزې وکړي‌.

خو داسې نه ده په ګڼو کورنیو کې واده کول د ماشوم د روزنې لپاره ډېرې ګټې لري چې په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته په دې اړه معلومات درکړو. ملتیا مو مه هېروئ!

لومړی: د ماشومانو ټولنيزتوب

په يوې سترې کورنۍ کې د ماشوم پيدايښت د دې لامل کېږي چې د وخت په تېرېدو کله چې هغه لويېږي له خپلې سترې کورنۍ نه ډېر څه لکه مینه، اخلاق، خبړې، له نورو سره اړيکې او په ټوله کې ټولنیز ژوند زده کړي.

نو د يوه ماشوم د ښې روزنې او جرأت پيدا کولو لپاره ستره کورنۍ تر ټولو غوره کورنۍ ده، له همدې امله لږ تر لږه د خپل راتلونکي ماشوم لپاره له سترې کورنۍ نه مه وېرېږئ!

دویم: لوبې

کله چې په يوې سترې کورنۍ کې ستاسو ماشوم ژوند کوي، هغه به يوازې نه وي او د لوبو لپاره به د هغه په شاوخوا کې خورا ډېر کسان شتون ولري، دا سمه ده چې په لوبو کې کله کله شخړې رامنځته کېږي خو د شخړو رامنځته کېدل هم ستاسو له ماشوم سره مرسته کوي چې دا زده کړي چې څه ډول له نورو سره خپلې ستونزې حل کړي. ترڅنګ یې په ستر کورنیو کې لوبې کول ماشوم ته دا ور زده کوي چې څنګه له نورو سره ګډ فعالیت وکړي.

درېیم: د مسوولیت احساس

په سترو کورنیو کې ماشوم ځکه د مسوولیت احساس کوي چې په هغې کورنۍ کې يې د کورنۍ نور غړي خویندې او وروڼه هم ژوند کوي. په يوې ګډې کورنۍ کې یو ماشوم خپلې خویندې، وروڼه او د کورنۍ نور غړي خپل ملګري بولي او د هغوی د غم او ښادۍ پر وړاندې د مسوولیت احساس کوي، چې دا د ماشوم د راتلونکي لپاره ډېره ګټه لري.

څلورم: د ژوند کولو مهارت زده کوي

په ګډ کور کې د ماشوم لويېدل هغه ته د ژوند کولو مهارتونه ور زده کوي ځکه چې په ګډ ژوند کې يو ماشوم له بېلابېلو ستونزو او کړاوونو سره مخ کېږي او کله چې په راتلونکي کې هغه بېل ژوند جوړوي پخوانۍ تجربې یې د دې لامل کېږي چې د ژوند هر ډول سخت پړاوونو په اسانۍ سره شاته پرېږدي.

پینځم: هڅه کول زده کوي

په سترو کورنیو کې يو يا دوه کسان نه شي کولای چې د ژوند ټولې چارې پر مخ يوسي او د نورو یا ټولې کورنۍ مرستې ته اړتیا لري او ستاسو ماشوم دې ته اړ کېږي چې له مشرانو نه د بېلابېلو کړنو ترسره کول زده کړي او په راتلونکي کې د ژوند چارې په سمه توګه پر مخ یوسي.

شپږم: پرمختګ کوي

په ګڼو کورنیو کې ماشوم درس ويلو او کار کولو ته هڅول کېږي ځکه په يوې لويې کورنۍ کې ډېر ماشومان ژوند کوي او د يوه ماشوم پرمختګ د نورو د هڅولو لامل کېږي او يا هم په يوې ګډې کورنۍ کې د ماشومانو سالم رقابت هغوی د درس ويلو او د مثبتو کړنو ترسره کولو ته هڅوي.

په پای کې باید یادونه وکړو چې په ګډ ژوند او يا په سترې کورنۍ کې ژوند کول هېڅکله د ماشوم پر روزنې ناوړې اغېزې نه کوي، بر عکس د هغه د پرمختګ او هڅونې لامل کېږي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ