د ماشوم وهل ټکول کومې اروایي ستونزې رامنځته کوي؟ – مرکه

له استاد امرخیل سره د صدیقې پوپلزۍ مرکه؛

یوه ورځ په کوڅه کې روانه وم، یوه کور کې د ماشوم سختې چغې اورېدل کېدې، چغې دومره لوړې وې چې زه همغلته ځای پر ځای ودرېدم له څو دقیقو وروسته ماشوم پر دې بریالی شو چې د مور له لاسه ځان خلاص او د کور له ور څخه دباندې راووځي، زما په لیدو وشرمېده د بېرته ننوتلو هڅه یې وکړه خو ما ورته وویل نه نه بېرته مه ځه! زه څه نه درته وایم پر همدې مهال یې مور هم را ووتله، پوښتنه مې ورڅخه وکړه، ماشوم څه کړي چې وهې یې، ښځه سخته په غوسه وه ځواب یې راکړ، هره ورځ یې په کور کې یو شی مات کړی وي یا هره ورځ له کوره بهر یا په کور دننه ماشومان وهي او ټکوي، بیخي یې حوصله راخلاصه کړه، ما ورته وویل په وهلو تر دې دمه کوم څه حل شوي یاني کوم بدلون پکې راغلی، ویل یې نه ورځ په ورځ بدتریږي ما ویل ښه سمه ده نو نن دې ماشوم زما په سترګو وبښه او کور ته یې پرېږده، زما خبره یې ومنله خو خبره نه یم چې وروسته به څه شوي وي.
وهل ټکول په افغان ټولنه کې د بد چلند د له منځه وړلو یوازینۍ تګلاره ګڼل کېږي دا چې څومره ماشوم اغېزمنوي او کومې اروایي اغېزې تر شا پرېږدي پر همدې اړه مو له ارواپوه ښاغلي عبدالجلیل امرخېل سره مرکه کړې هیله ده تر پایه راسره اوسئ.

پويلزۍ: سلامونه استاد هیله لرم چې روغ، جوړ او له کورونا نه به په امن یاست. استاد په لومړیو کې غواړم وپوښتم چې ماشومتوب کې د ماشوم وهل ټکول د هغه پر اروایي روغتیا اغېز کوي کنه؟
امرخېل: سلام تاسو، درنو لوسنکو او د یاران سايټ ټولو همکارانو ته! خدای دې وکړي چې له هرې بلا نه په امن اوسئ. ستاسو د پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې په ماشومتوب کې وهل ټکول نه یوازې دا چې ماشوم ته جزئي زیانونه اړوي بلکې د ډېری اروایي ګډوډیو لوی لامل همدا دی هرکله چې ماشوم وهل کیږي، همغه غوټې یې په زړه کې پاتې کیږي او وروسته یې ذهني انرژي وهي، دا ددې لامل ګرځي چې په زده کړو کې وروسته پاتې شي او یو ټنبل انسان ورڅخه جوړ شي. له بله اړخه هرکله چې ماشوم وهل کیږي نو له همدې امله فکر کوي چې ښه کار دی، وروسته یې زده کوي او ورو ورو یې د چلند برخه ګرځي پر همدې مهال له مور وپلار څخه زده شوی همدا چلند، ناخبره د هغوی له لوري تقویه کیږي، یاني هرکله چې ماشوم نورو ته زیان اړوي یا نور وهي نو مور او پلار یې یوازینۍ لاره وهل ګڼي او دې ته دوام ورکو دا نه یوازې دا چې ستونزه نه حلوي بلکې د ماشوم دا منفي چلند نور هم تقویه کوي او د عمر په لوړېدو سره په جرم او جنایت اوړي.

پوپلزۍ: استاد مور او پلار ولې ماشوم وهي؟ ایا وهل د روزنې سمه لاړه ده؟
امرخېل: له بده‌مرغه په افغان ټولنه کې د وهلو ټکولو لوی لامل د کورنیو لږ پوهاوی دی، ډېری یې نالوستي دي او ډېری یې بیا د ګډ ژوند پړاو کې د ماشوم په اړوند حتا یو کتاب هم نه لولي دا د دې لامل شوی چې تر ډېره دوی د وهلو ټکول پر اروایي اغېزو باندې ونه پوهیږي او همداسې په ناروغو لارو مخته ولاړ شي. ددې تر څنګ د مور او پلار له لوري د ماشوم د وهلو ټکولو لوی لامل دا دی چې ډېری کسان په ماشومتوب کې وهل او ټکول شوي همغه عقدې یې په زړه پاتې دي او اوس یې د تشولو لپاره د ماشوم د وهلو لار غوره کوي، هغوی په لاشعوري ډول دا منلې چې د ماشوم د ناکراریو پر وړاندې یوازې همدا یوه لاره شته او بس، د نړۍ په لویدیځ کې د ثراندایک په نوم یو تکړه ارواپوه وایي؛ هرکله چې مو په ماشوم باندې لاس پورته کوو نو پنڅوس روغې روزنیزې تګلارې تر شا پرېږدو او وروستۍ ناسالمه لاره ټاکو چې نه یوازې دا چې ستونزه نه حلوي بلکې نوره یې هم ډېروي، پر دې پوه شئ چې وهل ټکول په ارواپوهنه کې تابو دی او په هېڅ صورت روغه روزنیزه تګلاره نه ده.

پوپلزۍ: استاد د ماشوم وهل ټکول ماشوم ته کوم زیانونه اړوي؟
امرخېل: هغه اروایي زیانونه چې له وهلو ټکولو منځته راځي خورا ډېر دي خو د ماشوم پر ځان باور او ځان درناوي ته بیا لوی زیانونه اړوي. هرکله چې ماشوم وهل کېږي نو دا چې ذهن یې ډېره وده نه ده کړې، دا نه درک کوي چې د کومې ناسمې کړنې له امله وهل شوی له همدې امله فکر کوي چې په کور کې هېڅ ارزښت نه لري له ټولو یې ارزښت کم دلته ځان درناوی راټیټ شو، د بې ارزښتۍ همدا حس ورو ورو په ټولنه عمومیت مومي او ددې لامل ګرځي چې ماشوم یو ځای کې خبرې ونه کړي او داسې فکر وکړي چې خبرې ته یې څوک ارزښت نه ورکوي ورو ورو یې دا حس په تېروتنه بدل شي ماشوم فکر وکړي چې که پوښتنه وکړي ښایي ناسمه وي یا ښایي یو کار ترسره نه کړي  ځکه فکر کوي چې نه یې شي کولای، همدا د پر ځان باور په ټیتوالي دلالت کوي. د دې تر څنګ ذهني، مغزي او بدني زیانونه هم ور اوړي او ډېرځله د ذهني وروسته والي لامل ګرځي.

پوپلزۍ: استاد هغه ماشومان چې وهل کېږي او هغه چې نه وهل کېږي راتلونکي کې به یې توپیر څه وي؟
امرخېل: بیخي ښه پوښتنه مو وکړه! هغه ماشومان چې وهل کیږي د نورو په پرتله له ټیټ پر ځان باور او ټیټ ځان درناوي څخه برخمن وي ډېر ځله ښایي د سلوک او چلند پر ګډوډۍ اخته شي، روږدی شي او یا راتلونکي کې پر جرم لاس پورې کړي. برعکس هغه ماشومان چې نه وهل کیږي سالم به وي د ډېر کار وړتیا به لري ځان درناوی او پر ځان باور به یې لوړ وي او په ټوله کې به په ټولنیزو اړیکو او ورځنیو چارو کې سالم او په لوړه کچه مخته ځي.

پوپلزۍ: استاد په افغانستان کې څو سلنه ماشومان له دې ستونزې سره مخ دي؟
امرخېل: له بده‌مرغه په دې اړوند کره څېړنې ندي شوي خو ښایي ۹۰% ماشومانو د ژوند په یوه پړاو کې وهل خوړلي وي.

پوپلزۍ: استاد څنګه له دې وران عمل نه مخنیوی وکړو؟
امرخېل: له دې ناوړه عمل څخه د مخنیوي یوازینۍ لاره پوهاوی دی، که چېرې د ماشوم روزنې اړوند کتابونه ولوستل شي، د ماشوم د ارواپوهنې اړوندو سیمینارونو کې ګډون وشي، په وړکتونونو او ښوونځیو کې د مشاورې مرکزونه فعال شي او میندې او پلرونه د دې مسوولیت ومني چې باید د مشورو لپاره ارواپوه ته مراجعه وکړي نو دا ستونزه به له بنسټه حل شي.

پوپلزۍ: استاد میندې او پلرونه باید د وهلو پر ځای کومې لارې وټاکي؟
امرخېل: اول خو باید ووایم چې ماشوم له ذاته بد چلنده، بدې چاری او بدې مخی نړۍ ته نه راځي بلکې له میندو او پلرونو یې زده کوي که میندې او پلرونه خپل منځي ستونزې حل کړي او ترمنځ یې شخړې او ناخوالې رامینځته نشي نو ماشوم کې به هېڅ ورانکارې کړنه نه رامنځته کیږي. خو که رامنځته شوې وي نو د مدیریت پر لارو چارو یې باید غور وکړو لومړی باید د ماشوم د منفي کړنو تر څنګ د هغه مثبتې کړنې هم پیدا کړو، هر ماشوم د ناسمو کړنو تر څنګ مثبتې هم لري چې که یې وستایو، ښایي تقویت شي او د منفي کړنو ځای ونیسي، تر څنګ یې پر منفي کړنو تمرکز راکم کړو یاني ددې کړنو د سرته رسولو پر مهال ځان ناپامه ونیسو منفي یا مثبت غبرګون ونه ښیو ورو ورو دا کړنې غلې او له منځه ځي. هرکله چې موږ منفي چلند ته مثبت یا منفي غبرګون ښیو دا په دې مانا ده چې موږ د هغه یادې کړنې ته پام کوو او ماشوم هم غواړي زموږ پام راواړوي، په همدې ډول ورو ورو زموږ پاملرنه د هغه کړنه هم تقویه کوي او ورځ په ورځ سختیږي چې حتا یو وخت له کنټروله وځي.
له ماشوم سره خبرې، نظر ته یې ارزښت ورکول، احساسات یې اورېدل او په پرېکړو کې د نظر حق ورکول هم له وهلو ټکولو څخه د منځته راغلیو اغېزو په درملنه کې مرسته کولای شي.

پوپلزۍ: مننه استاد چې وخت مو راکړ، خوشاله اوسئ.
امرخېل: هیله کوم له تاسو او د یاران سایټ له ټولو همکارانو مننه چې د ارواپوهنې غږ د هېواد ګوټ ګوټ ته رسوي.

وروستي مطالب