سپورټ

د لیورپول فوټبال لوبغاړي؛ چمتو یوو چې په رمضان میاشت کې روژه ونیسو

د انګلیستان په مشهور فوټبال سیالیو لیګ کې د لیور پول لوبډلې مسلمان لوبغاړی وایي، چې د روژې مبارکې میاشتې په راتګ سره د روژې د نیولو لپاره چمتوالی لري.

دوی وایي که څه هم په دغه دوران کې تمرین ورته سخت وي او ورځ کې څو ځلې تمرین لري، خو بیا هم چمتو دي چې د روژې مبارکې میاشتې فریضه اداء کړي.

د انګستان د فوټبال کلب مشهوره لوبډله لیور پول کې درې مسلمان لوبغاړي لوبیږي.

محمد صلاح، ساډیو مین او ایمري کین هغه مسلمان لوبغاړي دي چې په دغه لوبډله کې لوبیږي او اوس یې د روژې مبارکې میاشتې په راتګ سره د روژې د نیولو د چمتوالي په تړاوو خبرې کړي.

ویډیو؛

دوی داسې مهال د روژې د نیولو لپاره د چمتوالي خبره کوي چې ټاکل شوې، لوبډله یې یعنې د لیورپول لوبډله د روانې مۍ میاشتې په ۲۶مه نېټه په کيو کې د رئیل مادرید لوبډلې سره په یوئیفا قهرمانۍ لیګ په پای کې د اتلولۍ د ګټلو په موخه مخامخ شي. چې دغه سیالي به د رمضان میاشت کې ترسره شي.

تر دې وړاندې هم له دغو لوبغاړو یې ځینو د مذهب او دین د اهمت په تړاوو له رسنیو سره غږیدلي ول.

د سینیګال سره تړاوو لرونکي ساډیو په ۲۰۱۶مېلادي کال کې په انګلستان کې یو رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وه چې مذهب د دې لپاره هر څه دي او تر هر څه زیات اهمیت هم ورته لري.

ده زیاته کړې وه چې اسلامي ارزښتونه ورته تر هر څه مهم دي او بې حده زیات احترام ورته لري.

خو اوس محمد صلاح ویلي چې د رمضان میاشتې لپاره یې د مهالوېش برابرول یو څه ستونزمن ځکه دي چې د سیالیو د چمتوالي لپاره به د ورځي دوه ځلي تمرین هم ولري.

د لیورپول مسلمان لوبغاړي داسې مهال دا خبرې کوي چې د روژې مبارکې میاشتې ته یوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتي دي.

دا په دې اونۍ دویم ځل دی چې د مسلمان فوټبال لوبغاړو خبرې او اعمال د رسنیو سرټکي ګرځي، تر دې وړاندې بل مسلمان جرمني لوبغاړي مسعود اوزیل د اروپا لیګ پر مهال رزق ته په احترام ډېر خلک حیران کړي او له دې کاره متآثره شوي ول، چې بیا هغه ویډیو څو ځلې پر ټولنیزو رسنیو د فوټبال د مینوالو له لورې خپره شوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی