د لومړي پړاو افغان پريمر لیګ قضیه د څېړنو لپاره څارنوالۍ ته وړاندې شوه!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: سمیع الله درانی
د افغان کرکټ بورډ ادارې نن د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۲ مه نېټه د افغانستان شل اوریز غوره لیګ قضیه د فساد تورونو د څېړنې په موخه څارنوالۍ ته وړاندې کړه او همدا راز یې له سنېکسر سپورټس (SnixerSports) کمپنۍ سره قرارداد فسخه کړ.
افغان کرکټ بورډ له سنېکسر کمپنۍ سره یاد قرارداد د تېر کال د کلني فیس د نه ورکړې او د لیګ چارو په روڼتیا کې د شته اندېښنو له امله فسخ کړ؛ د قرارداد پر بنسټ ټاکل شوې وه چې سنېکسر سپورټس به افغانستان کرکټ بورډ ته د لیګ د لومړي پړاو ټول فیس د لیګ د پای ته رسېدو ۱۵ ورځې وروسته ورکړي، چې د نهو میاشتو په تېرېدو سره بیا هم نه دی ورکړل شوی.
همدارنګه په دې موخه، څو د یادې قضیې داخلي اړخ هم وڅېړل شي نو د افغانستان کرکټ بورډ ادارې غوره وبلله، د لا ډېرو څېړنو په موخه قضیه د لویې څارنوالۍ عالي ادارې ته ولېږي، ترڅو د قضیې ټول اړخونه په مسلکي او روڼ ډول وڅېړل شي.
د کرکټ بورډ له لوري سنېکسر سپورټس کمپنۍ ته د قرارداد د فسخ کولو په موخه لېږل شوی، خبرتیا کې هم ویل شوي چې د پورته دوه مواردو پر بنسټ یې دغه قرارداد له منځه وړی دی.

د یادونې وړ ده چې له یادې کمپنۍ سره د قرارداد د فسخې د شرایطو پر بنسټ، د افغانستان کرکت بورډ دا حق لري چې د پورته سرغړونو له امله قرارداد فسخ اعلان کړي.
سربېره پر دې باید یادونه وشي چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ دویم پړاو تر راتلونکي کال وځنډول شو او په راتلونکي کې به د افغانستان شل اوریز غوره لیګ امتیاز ترلاسه کولو ټولې چارې د ازادې سیالۍ له مخې ترسره شي.
د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لومړی پړاو لوبې تېر کال په متحده عربي اماراتو کې د پنځو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې د بلخ لیجېنډز لوبډلې پکې اتلولي خپله کړې وه.
داسې ویل کېږي، چې دغه لیګ کې شا او خوا ۱۴ لکه ډالر درغلي شوې ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.