ليکنه: سمیع الله درانی
د ۲۰۱۹ م کال لس اوریز لیګ کې اته لوبډلې ولوبېدلې، دې لیګ کې هرې لوبډلې لومړي پړاو کې شپږ، شپږ لوبې وکړې.
مرټا عربینز لوبډلې په ۶ لوبو کې ۴ وګټلې، یوه یې وبایلله او یوه یې د باران له امله بې پایلې شوه.
قلندرز لوبډلې په په ۶ لوبو کې ۳ وګټلې، دوه یې وبایللې او یوه یې د باران له امله بې پایلې شوه.
دیکان ګلاډېئټرز ۶ لوبو کې ۳ وګټلې، دوه یې وبایللې او یوه یې ټای یا مساوي شوه.
بنګله ټایګرز ۶ لوبو کې ۳ وګټلې، دوه یې وبایللې او یوه یې مساوي شوه.
نارترن وریئرز لوبډلې په ۶ لوبو کې ۳ وګټلې او ۳ یې وبایللې.
ټیم ابو ظبي په شپږ لوبو کې ۲ وګټلې، دوه یې وبایللې، یوه یې مساوي یا ټای شوه او یوه یې د باران له امله بې پایلې شوه.
ډیلي بُلز لوبډلې ۶ لوبو کې یوه وګټله، څلور یې وبایللې او یوه یې مساوي شوه.
او کرناټاکا ټسکرز لوبډلې ۶ لوبو کې یوه وګټله، ۴ یې وبایللې او یوه لوبه یې بې پایلې شوه.
تر پلی اف سیالیو بیا قلندرز، مرټا عربیئنز، بنګله ټایګرز او دیکان ګلاډیئټرز نورې لوبې هم وکړې، چې بنګله ټایګرز لوبډلې دریم ځای خپل کړ، قلندرز لوبډلې څلورم ځای ونیو، دیکان ګلاډېئټرز دویم او لومړی مقام بیا مرټا عربیئنز لوبډلې واخېست.
حضرت الله ځاځی او نجیب الله ځدران په مرټا عربیئنز لوبډله کې ولوبېدل، ظاهر خان او شهزاد محمدي په دیکان ګلاډېئټرز لوبډله کې، مجیب الرحمن په قلندرز لوبډله کې، محمدنبي عیسی خېل په ډیلي بولز لوبډله کې، قېس احمد په بنګله ټایګرز کې، شاپور ځدران او شفیق الله شفق په کرناټاکا ټسکرز لوبډله ولوبېدل.
کریم جنت په نارترن وریئرز لوبډله کې اخېستل شوی و؛ خو یوه لوبه کې هم ونه لوبېد او فضل ځاځی بیا په کرناټاکا ټسکرز لوبډله کې اخېستل شوی و.
شهزاد په ټولو لوبو کې ۱۶۹ منډې وکړې او ظاهرخان بیا په لومړیو پنځه لوبو کې ۱۳ وېکټې واخېستې، وروستیوکې ظاهر خان ژوبل شو او بیا نورو لوبو کې ونه لوبېد.
۲۰۱۷ م کال کې د مورګن په لوبډلمشرۍ کې کېرالا نایټس لوبډلې اتلولي ګټلې وه؛ خو سږ کال یې یواځې یوه لوبه وګټله.
۲۰۱۸ م کال کې دوهم پړاو وشو، چې اتلولي یې د ډېرین سمي په لوبډلمشرۍ کې نارترن وریئرز لوبډلې یوړه؛ خو سږ کال یې یواځې درې لوبې وګټلې او لومړي پړاو کې له سیالیو بهر شوه.
۲۰۱۹ م کال کې د لس اوریز لیګ دریم پړاو ترسره شو، چې مرټا عربیئنز لوبډلې پکې د ډوېن براوو په لوبډلمشرۍ کې اتلولي وګټله.
هغه لوبډلې چې په تېرو پړاوونوکې ځلېدلې وې؛ سږ کال له زوال سره مخ وې او له اتلولۍ پاتې شوې.