د لرغوني یونان د ښارونو په زړه پورې تاریخ پېژندنه

راټولونه
د تاریخ له په زړه پورې پېرونو څخه یو هم د لرغوني یونان کلتور دی. د دې مدنیت د اوج پېر په قبل المیلاد پنځمه او څلورمه پیړۍ کې وو. د همدې پېر پر مهال د یونانیانو مدنیت وغوړېده. دوی زیاتې سترې مفکورې درلودلې چې تاریخ ته د دوی د اهمیت څرګندویي کوي. موږ اوس هم د انګریزي ژبې د ګڼو کلمو په ګډون د خپلې پوهې په برخه کې د یونان مدنیت پوروړي یو. د ژبې ترڅنګ ګڼې نورې مفکورې له یونان څخه راغلې دي چې: دیموکراسي، ځمکني ساینس، موسیقي، ریاضي، سپورټ او شاعري په کې شامل دي.
لرغوني یونانیان د جنوب لویدیځې اروپا په یوه سیمه کې اوسېدل. دا خاوره زیاته غرنۍ او سمندر ته نږدې پرته وه.
یونانیانو کرکېله او د بیړیو چلول په ښه توګه زده کړي وو، یونانیان پر ګڼو تاپوګانو او ټاپو وزمو هستوګن وو او دوی د ښارونو جوړول پیل کړل. دا ښارونه له نورو ولسونو سره د سوداګرۍ مرکزونه وو. مشهور یې د سپارتا، اتن او د کورینت ښارونه دي. که څه هم دې ښارونو له یو بل سره زیات توپیر درلود، خو ټولو د لرغوني یونانیانو پوهه او مهارت په ښه توګه څرګندوله.
د سپارتا په ښار کې ټول ځوانان د پوځ لپاره روزل کېدل. ماشومان چې به کله را زلمي شول، پوځي خدمت لپاره برتي کېدل. نجونې به هم ښوونځي ته تللې او هلته به یې د خپل دین، د کورنۍ تربیې او د پوځي فعالیتونو په اړه زده کړې کولې.
په سپارټا کې اوسپنیزې پیسې دود وې او د سپارتیانو لپاره خورا مهمه وه چې فقیر سړی په کې موجود نه وي. سپارتیان په دې عقیده وو چې د دوی لپاره د فردي بریالیتوب پر ځای د ټول ښار بریالیتوب مهم دی.
اتن له سپارتا سره ډېر توپیر درلود، خو بیا یې هم اوسېدونکي په دې فکر وو چې ښار یې خورا مهم دی. د اتن اوسېدونکو د خپل ښار چاپېره دیوالونه راتاو کړي وو چې خوندي یې کړي. د دې دیوالونو ترمنځ پروت لوی ښار خورا ښکلی وو ځکه چې په منځ کې یې تپې، مارکېټونه او مجسمې وې. اتن په ځانګړي توګه د لویو ښوونځیو او تیاترونو له پلوه مشهوره وو. د اتن ماشومان به د زده کړې لپاره په ښوونځیو کې زیات وخت لګاوه. کله چې به زلمیان شول، بیا به ښوونکي، سیاستپوهان او ساینسپوهان وو.
د سپارتا او اتن په څېر، د کورینت ښار اوسېدونکي هم پر خپل ښار ډېر ویاړل. دوی غوره ودانونکي وو چې په کسبونو کې یې زیات مهارت درلود. دوی ګڼې ودانۍ، معبدونه، سړکونه او پلونه جوړ کړي وو. بهرنیان د دوی له ودانیزو مهارتونو خورا اغېزمن شوي وو او په کورینت ښار کې یې له هستوګنې څخه خوند اخیسته. دې کار د کورینت ښار د سوداګرۍ او کاروبار لپاره ډېر مهم کړی وو. خلک به د بېلابېلو اجناسو د پېر او پلور لپاره له لرې ځایونو څخه کورینت ته راتلل. کورینت په یو خورا بډای ښار بدل شوی وو او هلته هستوګنه خورا ګرانه وه.
د یونانیانو ژوند کې سیالۍ او سپورټ ډېر ارزښت درلود، دوی تورنمنټ رامنځته کړی وو چې د اولمپیک لوبو په نامه یادېدې. د دې ترڅنګ تیاتر هم ډېر د ارزښت وړ وه. د دیونسیوس تیاتر چې د اتن لومړنۍ تیاتر وو په پرانیستې فضا کې جوړ شوی وو.
دا هغه دلایل دي چې څرګندوي لرغونی یونان یو په زړه پوری پېر دی.

وروستي مطالب