د لرغوني يونان په اړه زړه راښکونکي مالومات

ژباړه: محمد عزيز پردېس
يونان يو له هغه هېوادونو څخه دی چې د نړۍ يو ترټولو پخوانی تمدن لرونکی دی او هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ورته بې شمېره ګرځندويان او ليدونکي ورځي. په دې مطلب کې هوډ لرو چې د دې هېواد په هکله جالب مالومات له تاسو سره شريک کړو.
يونان د ختيځې اروپا په سوېل کې پروت هېواد دی چې د نړۍ تر ټولو لومړی تمدن همدلته راوپنځېد. دا هېواد د اروپا، آسيا او افريقا ترمنځ د تقاطع حيثيت لري. د يونان په ختيځ کې پخوانۍ يوګوسلاويا، د مقدونيې جمهوريت، بلغاريا، ترکيه او البانيه هېوادونه پراته دي او د يونان سيند يې لويديځې خواته بهېږي.
د يونان په هکله تاريخي حقايق:
۱- يونان په اوسني وخت کې د شرقي روم د امپراطورۍ، عثماني خلافت او کلاسيک يوناني نښې نښانې په خپل کلتور او صنعت کې له ځان سره لري.
۲- يونان په ټوله نړۍ کې د لومړني ولسواک حکومت په صفت پېژندل شوی دی.
۳- د دې هېواد پلازمېنه آتن د نړۍ یو له پخوانيو ښارونو څخه ګڼل کېږي چې تاريخي قدامت يې ۳۴۰۰ کلونو ته رسېږي.
۴- سربېره پر دې چې په انګليسي ژبه کې دې هېواد ته Greece وايي، خو خپله يونانيان يې Hellas يا Ellada په نامه يادوي او رسمي نوم يې هلنيک ( د يونان جمهوريت ) دی.
۵- د يونان هېواد مخکې له دې چې مډرن دولت يې رامنځ ته شي، درې دورې يې تېرې کړي دي. لومړنۍ دوره يې د هلنيستيک ( مسيحيت ) په نامه يادېږي، البته هغه وخت چې د حکومت چارې د سکندر مقدوني سره وې.
ترټولو وروستۍ امپراطوري چې دا هېواد يې تر خپلې ولکې لاندې درلود؛ عثماني خلافت و. د يونان مډرن حکومت په کال ۱۸۳۰ ل.ل کې چې يې کله د عثماني خلافت څخه خپلواکي واخېسته، رامنځ ته شو.
د يونان جغرافيوي حقيقتونه:
۱- ټول يونان شاوخوا ۵۰۰۰۰ کيلومتره مربع پراخوالی لري. تقريبا د دې هېواد ۵/۴ برخه تپې او غرونه دي، چې له دې ډلې د المپيوس غر د ( ۲۹۱۹ متر ) اوږدوالي سره د دې هېواد ترټولو لوی غر ګڼل کېږي، چې په ډېری داستانونو او افسانو کې د اتکا ټکی ګڼل کېږي.
۲- د يونان هېواد تقريبا ۶۰۰۰ مختلف ټاپوګان لري چې ۲۲۷ ټاپوګان يې د اوسېدو وړ دي او يوازې ۷۸ دانو کې يې له ۱۰۰ کسانو څخه ډېر د ژوند چارې پرمخ بيايي.

۳- دا هېواد د نړۍ درېيم لويې ساحلي ليکي درلودونکی دی چې تقريبا ۱۳۶۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري.
د يونان اقتصادي او سوداګريز حقيقتونه:
۱- يونان د اروپايي ټولنې غړی دی او يورو د دې هېواد ملي کرنسۍ ده.
۲- د اوبو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد له پخوا څخه د دې هېواد د عوايدو يوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
۳- داسې ويل کېږي چې د يونان سمندري سوداګري، د ټولې نړۍ ۱۵ سلنه د اوبو ظرفيت جوړوي او د نړۍ درېيم لوی سمندري سوداګري ګڼل کېږي.
۴- د سياحت او ګرځندويۍ صنعت د يونان ۱۸ سلنه ناخالصه توليد جوړوي.

د يونان د سياحت په اړه:
۱- يونان د اروپا هغه لسو هېوادونو څخه يو دی چې ترټولو ډېر ليدونکي لري. د دې هېواد ۱۷ لرغوني اثار په يونسکو کې د نړيوالو ميراثونو په توګه ثبت دي.
۲- لاندې سيمې د يونان ترټولو زړه راښکونکې او توريستي سيمي دي چې په پلازمېنه آتن کې موقعيت لري: په اکروپوليس کې پارتنون، ملي موزيم او د هردوس اتيکس ډبرين تياتر.
۳- يونان په خپلې لاجوردۍ او معتدلې هوا او په ښکلې ساحلي ليکې ډېر مشهور دی. سانتوريني، ميکونوس او کورفو د يونان ترټولو ښکلي ټاپوګان دي.
د یونان کلتوري او ټولنيز حقايق:
د يونان کلتوري اهميت په نړيواله سطحه په هېڅ ډول نشو کولی چې تخمين يې کړو، ځکه چې ډېری نړيوالې پېښې لکه، د المپيک لوبې، د ماډرنه سياسي علومو پيدايښت او غربي ادبيات له همدې هېواده سرچينه اخلي.
۱- د دې هېواد ۹۸ سلنه برخه جمعيت د يوناني مسيحيانو ارتودکس جوړوي، د همدې دليل په اساس په دې هېواد کې ډېرې کليساوې ترسترګو کېږي.
۲- يونانيان له خوراک، شراب او موسيقۍ سره ډېره علاقه لري. د يونانيانو ملي خواړه د ( موساکا ) په نامه يادېږي. موساکا کې لاندې خوراکونه شامل دي: روميان، ميده کړې غوښه، پیاز، دواګانې، ساس او ځيني نور توکي شامل دي.
ځيني مهم ټکي چې د هېواد ته د ورتګ پر مهال يې پرې پوه شو:
– د دې هېواد رسمي ژبه يوناني ده.
– د مارج ۲۵ مه د دې هېواد د خپلواکۍ ملي ورځ ده.
– د ځينو نورو هېوادونو په څېر يونان هم ځان ته ځانګړي رسوم او اداب لري، چې بايد ورته احترام وشي. سپارښتنه کېږي چې دې هېواد کې د کليساو څخه د ليدنې پرمهال بايد مناسب لباس واغوندئ.
سرچينه: buzzle